(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لمانځه

[22.Mar.2022 - 15:39]

د لمانځه طريقه!

 د لمانځه فرضونه

په لمانځه کې څوارلس (۱۴) دې...

اته (۸) د لمانځه نه بهر دې ٬ چې شرطونه ورته وایې او شپږ (۶) په لمانځه کې دننه دې چې رُکنونه بلل کیږې...

 

د لمانځه شرطونه:

په لمانځه کې اته (۸) شرطونه دي...

 

(۱) اودس کول یا تیمُم وهل (د عذر په وخت کې)

(۲) د جامي پاکوالی

(۳) د لمانځه دځای پاکوالی

(۴) د بدن پاکوالی 

(۵) د عورت پټول د سړي عورت د نامه نه لاندې تر زنګنو پوري ٬ او ښځه ټول عورت دی ٬ مګر مخ او لاسونه تر مړوندونو ٬ او پښي تر ګیټو پوري عورت ندي...

(۶) قبلي ته مخ اړول 

(۷) نیت کول

(۸) وختونه پیژندل

 

يادونه

په لمانځه کې د فرضو په پريښودلو سره لمونځ نه صحېح کېږې...

 

د لمانځه رکنونه:

په لمانځه کې شپږ (۶) رکنونه دې...

 

(۱) تکبیر افتتاح 

(۲) قیام (ولاړه)

(۳) قرآت 

(۴) رکوع 

(۵) سجده 

(۶) آخره قاعده وروستۍ ناسته

 

یادونه:

که د پورته څخه یو هم پاتي شې لمونځ نه صحېح کېږې...

 

دلمانځه واجبات

د لمانځه ټول واجبات (٧) اووه دي...

 

(۱) دالحمد الله لوستل 

(۲) لومړۍ قاعده

(۳) په وروستۍ قاعده کې تشهُد لوستل 

(۴) امام لپاره په جهري لمانځه کې په جهر لوستل 

(۵) د خفیه (په پټه) لوستلو په ځای کې په پټه لوستل 

(۶) وترو کې دُعا قنوت لوستل 

(۷) د رکعتونو برابرول

 

يادونه:

که د پورته څخه کوم شي په سهوه پاتي شي سجده سهوه لازمیږې...

 

دلمانځه سنت

د لمانځه سنت (١٤) څوارلس دي... 

 

(۱) د تکبیر تحریمه سره لاسونه د غوږنو پوري اوچتول

(۲) نامه لاندي ښي لاس په چپ لاس ایښودل 

(۳) سبحانک اللهم ویل 

(۴) اعوذ بالله ویل 

(۵) بسم الله ویل

(۶) آمین ویل 

(۷) سمع الله لمن حمده ویل 

(۸) ربنا لک الحمد ویل 

(۹) د رکوع تسبیحات 

(۱۰) د سجدي تسبیحات ویل 

(۱۱) اوله قاعده کې تشهد ویل

(۱۲) اخرو رکعتونو کې الحمد الله ویل 

(۱۳) دتکبیر افتتاح نه غیر نور تکبیرونه ویل 

(۱۴) سلام ګرځول

 

دلمانځه مکروهات

په لسو (۱۰) شیانو لمونځ مکروه کېږې... 

 

(۱) بې عذره پلتۍ وهل 

(۲) په لاس د آیتونو شمیرل 

(۳) څنګلي خورول په سجده کې 

(۴) په سترګو ښي اوچپ طرف ته کتل 

(۵) بې عذره سترګي پټول 

(۶) د سجدي ځای نه ګیټۍ لري کول په هغه صورت کې چې تکلیف نه جوړوې...

(۷) ستوماني ویستل 

(۸) خوله وازول 

(۹) په جامه لوبي کول

-
بېرته شاته