(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي وزیر

[22.Mar.2022 - 15:46]

حشمت الملک غازي وزیر عصمت الله خان جبارخیل

او دده د کورنۍ غړي :

لیک: ډاکتر عبدالطیف طالبي یاد

حشمت الملک غازي وزیر عصمت الله خان جبارخیل دافغانستان په تاریخ کې یوه مشهوره څیره وه . دی نه یوازې داچې دجبار خیلو دقبیلې مشر و ، بلکې هغه ته دافغانستان دواکمن د امير شير علي خان له خوا د حشمت الملک خان خانان لقب ور کړل شوی و او دهغه دواکمنۍ په وخت کې دکورنیو چارو وزیر او دکابل او دکابل د شا او خوا د سيمو د امنيت مسئول و.همداراز غازي عصمت الله خان جبار خیل په ۱۸۷۰ زیږدیز کال کې دانګریزانو پر خلاف د پاڅون دملي مبارزینو او مشرانو نه و.

دحشمت الملک غا زي وزیر عصمت الله خان پلار عزیر خان نومیده چې دلغمان دعزیز خان کڅ دهغه په نامه سره مشهوردی . دحشمت الملک غازي عصمت الله خان جبار خیل په کورنۍ کې دننګرهار دسره رود دولسوالۍ دوټه پور په کلي کې دده لمسیان اوسیدل چې یو یې ارواښاد حا جي عنایت الله خان ( مشهور په شیرین جان آغا) و او بل یې عبدالله عصمت جبار خیل و چې په ( لعل آغا ) سره یې شهرت درلود اولعل آغا دافغانستان دشورا په دولسمه دوره کې دافغانستان په ولسي جرګه کې دننګرهار دسره رود دولسوالۍ دخلکو استازی و.

دحشمت الملک غازي وزیر عصمت ا لله خان یو لمسي شیرین جا ن آغا دشیر احمد خان جبارخیل زوی و چې دمور له خوا دمحمد شاه خان غلجي بابکر خیل لمسی و.محمد شاه خان غلجی بابکر خیل دافغانانګریز په لومړۍ جګړه کې ۱۸۴۱ زیږدیز کې دبریتانوی ښکيلا کګرو ستر دښمن و او دهغوی پر خلاف یې ډیرې مبارزې کړې وې .

دحشمت الملک غازي وزیر عصمت ا لله خان لمسی شیرین جان آغا نه یوازې دا چې یو ټولنیز شخصیت او دجبار خیلو دقام یو سپین ږیری او مشر و ، بلکې پخپلې ولسوالۍ او دننګرهار په نورو سیمو کې هم مشهور و او دخپلو دوستانواو ولسونو تر مینځ دځانګړي درناوي نه برخمن و. دده ترمشرۍ لاندې به د قومي لانجو او شخړو دحل او فصل لپاره جرګې جوړیدلې او دده دبل ورور لعل آغا داحمدزیو دقوم په نامه دیوې شورا بنسټ کیښود چې ( داحمد بابا کوټه ) نومیږي چې دغه شورا دملي ، قومي او هیوادنیو مسایلو په اړوند ستر رول لوبوي او په هیواد کې یې دسولې او ثبات لپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي .

ارواښاد حا جی عنا یت الله خان جبار خیل ( شیرین جان آغا) په خپلې سیمې سره رود کې دتعلیم او تربیې په برخه کې له دولت سره ډیرې مرستې کړي دي او دسلطانپور دلیسې دودانۍ لپاره یې دیارلس جریبه ځمکه دښووني او روزني وزارت ته په وړیا توګه په واک کې ورکړه څو ددغې ولسوالۍ زده کوونکي دعلم او پوهې په وړانګو منور شي .

حا جي عنا یت الله جبار خیل ( شیرین جان آغا) د ۱۳۷۶ لیږدیز /هجري کال کې د ۹۳ نوي کلونو په عمر له دې نړۍ نه ستر ګې پټې کړې او دده جنازه په ډیرې درناوۍ سره دننګرهار دسره رود دوټه پور په کلي کې خاوروته وسپارله شوه . الله دې وبخښي .

دشیرین جان آغا دنورو زامنو نومونه دادي :

۱- ارواښاد محمد نادر جبار خیل

۲- دکابل او ننګرهار پوهنتون پخوانی رئیس پوهنوال ډاکټر محمد طا هر عنا یت جبار خیل

۳- استاد صدیق الله جبار خیل

۴- څارنوال عبد العزیز جبارخیل

باید زیاته کړم چې ارواښاد شیرین جان آغا او لعل آغا زما دارواښاد پلار نږدي ملګري ول او دهغوی سره یې راشه درشه او دوستانه اړیکی درلودل .

دا و دحشمت الملک غازي وزیر عصمت الله خان جبار خیل او دد ه دلمسیانو شیرین جان آغا او لعل آغا په اړوند لنډ مالومات .

(یاد)

-
بېرته شاته