(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هرڅه بې ځایه

[22.Mar.2022 - 15:59]

هر څه بې ځايه او عبث 

لیک: محمد اکبر کرګر

تنکي ماښام په کړوپه ملا له خپلې مېرمنې سره د زوی له کوره راوويستل شو. خپل عزت وقار او درناوى يې له خاورو سره خاورې وباله. غريو نيولي په لار رهي شو. ستانه دين هېڅ هيله نه درلوده او نه خو يې د دا ډول چلند اټکل کاوه، خو ورسره وشول. زوى يې هم چې ځان ته يې څه ويل ولاړ و، هېڅ غږ يې له خولې ونه شو وتلي. هغه هم لړزيده چې څادر يې اوږې ته کړ او مېرمنې ته يې د راځه غږ وکړ

له کوره ووت. په نامالوم لوري روان شو. د کور او عمومي سړک ترمنځ ښايسته زياته لار وه. د ماښام تياره په زياتېدو وه، اسمان هم چې د افق لورى يې سور برېښېده، يو نيم ستوری په کې سترگک واهه، په پلې لار له ونو څخه ژېړې پاڼې يوه نيمه په نڅاه ځمکې ته راکوزېده او د ځمکې په مخ يې خپله هستي ورکوله.خو بوډا هم له ډېره درد او افسوس نه لکه چې غواړي په ځمکه ننوځي، خو ځمکه نه چوي او لکه چې کور ورته ځاى ورنه کړ ځمکه هم ځاى نه ورکوي. هغه تر مخه او مېرمن يې ورپسې روانه وه. مېرمن چې يوې پښې يې درد کاوه، گوډه گوډه په لار تلله. د هغې هم ستونی پړسېدلې و. د ماښام تورتم د هغې له دروني تورتم سره يوځاى کېده، يو غبرگ تورتم يې جوړاوه، د برخليک تورتم، د ارمانونو د خاورې کېدو تورتم، د نهيلۍ او نااميدۍ تورتم. هره شېبه يې سترگو نم کاوه، ډېره بيوزلي يې ليدلې وه، د زياتو خلکو مزدوري يې کړې وه، خو په ټول عمر کې ورته درناوى شوى وو. دا لومړي وار وو چې يوه مېرمن يې بې پته کوي، د لرگي وار پرې کوي او هغه په تور ماښام له کوره باسي.

بوډا له کوره په راوتلو سره يو وار بيا په خپلو فکرونو کې ډوبېږي، تېر عمر ته د فکر په سيند کې لاهو کيږي. هغه دا مها ل له شپېتو اوښتى دى، د بوډاتوب په پاخه عمر کې يې گام ايښي دى. مېرمن يې وروسته ورپسې روانه ده. سره له دې چې زړه يې ډک او ستونى يې غريو نيولی دى، خو مېرمنې ته  ډاډ ورکوي

«حوصله دې مه خرابوه. خير دی، دا سات به هم تېر شي. زړه دې مه خوره، په بنيادم هر ډول شېبې او ساعتونه راځي، ژوند همداسې يو بې مانا شى دى. هر وخت د ښو او نېکو کارونو هيله له چا په کار نه ده، که د سړې خپل اولاد هم وي، خو چې احساس يې نه وي، درد ورسره نه وي، نو بيا خو.۔۔۔۔۔» 

هغې ځواب ورنه کړ، خو همدومره يې وويل

«اوس به په دې توره شپه چېرې او د چا دروازې ته ودريږو. د هوټل پيسې هم نه لرو

ــ «سودا مه کوه، موږ په اباد ښار کې يو، هغه د چا خبره چې د غره کافر به هم شپه راکي

مېرمن غلې روانه وه، گوډه گوډه روان وه، نور يې څه ونه ويل.

سپين ږيري مخکې روان دى . ښه ډېره لار درومي ۔مخ کې ولاړ، شېبه په شېبه تورتم پلنېږي، د پلې لارې خځلې او واښه او له ونو را توى شوې پاڼې يې په پښو کې تاوېږي. فرياد کوي، خپل دروني فرياد په هغو کې ويني. هماغه لار چې لوى عمومي سړک ته وتلې او له ښار سره وصل ده، ووځي.

مېرمن وايي: «بس به پيدا شي که نه زما پښې خو نوره متره نه لري، چې قدم واخلي.» 

سپين ږيرى سوړ اسویلی باسي: «خداى مهربان دى، سودا مه کوه

مخامخ دوه کسه راروان دي، پلار او زوي دي. پوخ عمر سړى له خپل زوى سره روان دى، پلار يې له لاسه نيولی دی. داسې برېښي چې پلار يې ډاکتر ته بيولي، په لاس کې يې د درملو خلطه هم برېښي. د برېښنا پايې ته رانږدي کېږي، همدلته تم ځاى دى

زوى ترې پوښتي: «ستړى خو نه شوى؟ که تللي نه شې، زه به دې په شا کړم

ــ «ستړى نه يم، هسې په پښو کې مې دمه نشته

 ستانه دين د دواړو خبرې په غور اوري. هغو ته گوري بيا ځان ته فکر وړي. يو وار بيا تېرې ماضي  او د زلميتوب کلونو ته ورستنېږي.

«ټوله ورځ په ځمکو کې کار کول، ستړې ستومانه دېرې ته راتلل، يا سهار وختي چې لمر لا څرک نه وي وهلی، د غره په لور سمېدل او ماښام يو لوی د لرگو پېټې کور ته راوړل، په انگړ کې يې غورځول. شلېدلې تڼۍ په شلېدلي کټ کې پريوتل. يوه ورځ دا سې هم  چې د کلا په مخ کې پرې زېری کېږي: زوى دې پيدا شو، بيخ دې زرغون شو. زېري کوونکي ته د زېرې وعده ورکوي، له خوښۍ نه يې د زړه ضربان ټوپونه وهي. هلته هم له ډېرې خوشالۍ هيجاني کېږي، ژړا ورځي. خپلوان يې ډزې کوي. د يو ماشوم د پيدا کېدو د خوشالي په پار.

بيا يې د فکر لړۍ شلېږي، د بس غرهار يې فکر بلې خوا ته اړوي.

سپين ږيری او مېرمن يې دواړه بس ته خېژي. نگران ترې پوښتي:

«کاکا چېرې درومئ؟»

ــ «هغه وروسې بلاکونو ته

ــ «مکروريانو ته؟»

ــ «هو همالته يو کور ته ورځم

ــ «سودا مه کوه، هلته به دې کښته کړم، پيسې به راکړې؟»

ــ «ولې نه

ــ «له جېبه پيسې راباسي، دا مې مېرمن ده! هغې ته لاس نيسي، يعنې چې دوه تنه يو

ــ «د دواړو شل افغانۍ کېږي

ــ «پيسې ورکوي، خو هماغه د کوکرويانو (مکروريانو ) ايستگاه کې مو کښته کړه

ــ «هېڅ خبره نشته، هغه مکروريان دى، سمه ده

بس حرکت کوي خو سپين ږيرى په فکرونو کې بيا غوپه کېږي. ياد يې د زوى د ښوونځي کلونو ته ورځي، هلته په بله څوکۍ کې څو ماشومان يو بل ځوروي، ټوکي کوي، خو ده ته خپل زوى ښوونځي ياد ته ورځي. هغه شېبه يې په ذهن کې راژوندۍ کېږي چې په وستل کي ناست دى او گل رضا ورته وايي:

«ستانه دين کاکا تا دې هم د دې خپل زوى نه ښه نازولي شهزاده جوړ کړی، هېڅ کار روزگار پرې نه کوي، پخپله دې ملا له پيټو او بارونو خلاصه نه شوه، خو تمامه ورځ ته يې او د مکتب نصيحتونه ورته کوي، مړه لږ کار هم پرې کوه. بس مکتب دى او مکتب دی، تا هم له مکتب نه مکه مازومه(مکه معظمه ) جوړه کړې ده

ــ «مکتب ښه دى، کنه څه شي به ياد کي، هلک دى، اينده لري

ــ «هو څه به ياد کي، خو کله چې دې مدير شي او ته يې په دې شلېدلو کاليو کې دفتر ته ورشې، نو سم د واره به بيا خپل پياده ته وايي:

کاکا ته چا ى ورکه دا زما د پټو ساپ کار (دهقان) دى او رخصت يې که، ورته وايه چې مدير صيب سخت بوخت دى، جلسه لري

پياده خاندي: «مدير صيب هغه خو وايي چې زه د مدير پلار يم

ــ «هلکه لېونى کېږه مه، زه خو څه شل پلرونه نه لرم، يو پلار لرم شپه او ورځ په سجده په جومات کې پروت وي

ــ «ښه صيب، بېغمه اوسه، زه به يې رخصت کړم.» 

ــ «دا بزگر لږ شان ټوکي دی، ټوکې هم راسره کوي، چې خپه درنه نه شي، بس چاى ورکه او رخصت يې که.» 

هغه په همدې چرتونو کې دى چې نگران غږ کوي، بابا راځه تم ځاى دې را ورسېده، دلته به کښته شې، دا مخامخ بلاک دى، نور خو ته پوهېږې

ستانه دين اکا له بس نه کښته کېږي. مېرمن يې ورپسې ده. هغه هم ورپسې روانېږي، له ځانه سره سوچ کوي. ښه نو د کور والا ته څه ووايو، چې ولې په دې ماښام توره شپه راغلو؟ 

مېرمنې ته مخ اړوي، ورنږدې کېږي. ورته وايي: «دلته کور کې څه مه وايه. همدومره ووايه چې تاسو مو يادېدلئ، راغلو او سبا له همدې ځایه کلي ته ځو

مېرمن يې وايي:

ــ «سړيه اختر پټ مېړه نه دى. دا کورنۍ ستا د زوی د ښځي له اخلاقو خبره ده. د هغې بې شرمې حال ورته مالوم دى او زوى دې هم د هغې په مخ کې له گړونج نه وتلی دی. څنگه يې ترې پټه کړو؟» 

ــ «ته کوښښ وکه چې څه ونه وايې، هسې بهانه وکه

مېرمن ورغبرګوي: «دا خو يوازې دا ځل نه دى چې زوى دې ولاړ و او موږ يې مېرمنې له کوره راوويستو، هغه  دې ياد نه دي چې زه او ته د واده پسې لاړ و، پلار يې راونيولې او سخت يې ووهلې او درته ويل يې ته زما سيال نه يې؟ هغه دې هير شول؟» 

ــ «هېر مي نه دي، خو اوس خداى د ذلت دا شپې په موږ راوستي دي، موږ خوټول کړاوونه په ځان تېر کړل چې زموږ زوى به د یوې ورځې او ژوند خاوند شي، موږ څه خبر و چې هغه به داسې مرجوڼا خېژي چې خپلې ښځې ته به دمه او مه کوه خبره ونه شي کړاى، دا به زموږ بده برخه وه. دې کې خو يوازې زه ملامت نه يم. تا هم ډېر نازونه ورکول، په ياد دې دي چې يوه ورځ لږ شان له ښوونځي نه ناوخته راغی، دروازه کې ولاړه وې او په اوښکه وينه وچه وې چې په زوى مې څه وشول. هېڅ کار ته دې نه پريښودو

ــ «هغه بېل وخت و، بيا خو يې ډېر وخت په کابل کې تېر شو، د ښار خوي بوى يې واخيست

ــ «هو د ښار خوى بوى يې واخيست، خو ښځې ترې د پښتنوالي او نارينتوب هر څه واخيستل. اوس هسې مولۍ پاتې ده

سپين ږيرى چوپ کيږي، څه نه وايي خو له ځان سره بيا سوچ کې ځي، ورو د بلاک په لور ورځي، په زينه پورته کېږي، د دروازې زنگ ته فشار ورکوي، دروازه بيرته کېږي. په خلاصه ټنډه يې هرکلی کېږي، سپين ږيرى خپلې مېرمنې ته گوري، دواړه يو بل ته افاده ورکوي.

دى هم کابل کې رالوي شو، ده هم تعليم وکړ.

له ځانه سره وايي: «داسې به وانگيرم، چې ما هېڅ زوى نه درلود او نه مې څوک روزلي او لوی کړی دی، ټول عمر مې عبث او بي ځايه هڅه کړې ده

لندن، ډسمبر، ۵، ۲۰۲۰

م.ا.کرگر

-
بېرته شاته