(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مرزا زخمي ځیګر

[22.Mar.2022 - 16:04]

مرزا زخمي جګر 

لیک: فقیرخیل

نوموړې ولسي شاعر او دپښتو .عربۍ.فارسۍ او اردو ژبو او علومو باندې پوهه  لوی عالم  ارواښاد سيد حبيب الله بخاري مرزا زخمي جګر د سوات د شاميزۍ په علاقه ميا ميره نومې کلي کښې په ۱۰ فرورۍ ۱۹۰۸ ع باندې د بخاري ساداتو په درنه کورنۍ کښې د سيد مير آغا جان کره زيږيدلې وو په ۱۹۱۶ ع کښې يې مشرانو د د خپل کلي ميا ميره نه هجرت وکړو او د اشنغر د  سرډيرو کلي سره خوا کښې په وردګه کلي کښې سکونت اختيار کړو په يوه چاربيته کښې وايی

مرزا زخمي مې نوم دی

هر چا ته معلوم دی

دفتر مې دشعرونو دې قائم په سرډهيرو

په عشق کښې د خارو

او بل ځای وايي

پاره مې د بدن په هغه دم شي ناقراره

دشمن د غل شاعر يم که راپيښ شو په وردګو

دمرزا زخمي جګر ۳۵ ناچاپه کتابونو نه علاوه تجليات حجاز ديوان درعجم.رياض العاشقين.رموزالعاشقين.انجام صداقت..تازه زخمونه.نوي زخمونه.يو قام په تازه زخمونه کتاب باندې دا شعر ليکلې

مرهم د تسلۍ پرې باندې ږدمه هر ساعت

رغيږي بې وصاله چرته دا زخمونه دوه

د مرزا زخمي جګر شاعري د پندو نصيحت  عشق و محبت حسن وجمال نه ډکه په سپيځلي ساده او اسانه ژبه کښې ولس ته پيش کړي  مرزا زخمي جګر په شاعرۍ کښې په مختلفو اصنافو طبع ازمايي کړي چې پکښې حمدونه نعتونه  مناجات.حکايات. قومي نظمونه. غزلې. رباعيانې چاربيتې نيمکۍ.بګتۍ لوبې شاملې دي ډير مشهور نعتونه او لوبې يې مشهورو نعت خوانانو او سندر غاړو د ريډيو پاکستان پيښور ويلي دي  تخلص يې زخمي جګر وو او مرزا ورته د ښکلي رسم الخط د ليکلو په وجه به ورته خپلو دوستانو ويلو خو شهرت يې د مرزا زخمي جګر سره موندلې وو د مرزا زخمي جګر  په نزدې  دوستانو کښې مشهور شاعران عبد الواحد ټهيکدار .علي حيدر جوشي.فدا مطهر.سيف الملوک صديقي فضل رحمان فيضان غالب ګل سرحدي عبد الله استاذ د نوښار سيد اکبر صابر.مير غلام صادق. عبدالوهاب دستي شان ګل .حسن الماب.فريخان شيدا نور محمد د نوښار او داسې نور ډير شامل دي مرزا زخمي جګر په نيټه ۱۲ اکتوبر ۱۹۸۱ ع ددې فاني دنيا نه سفر کړی دی په چارسده کښې د دارالعلوم اسلاميه  لوې دروازې ته مخا مخ خاورو ته سپارلې شوی دی مرزا زخمي جګر د خپل قبر د کتبې دپاره دا شعرونه ليکلي وو

زما د تن آرامه د هجران سره درځم

د ډيرې بې وسۍ نه د ارمان سره درځم

کړم دلته په دنيا کښې د چا ياد زرې زرې

له دې فاني دنيا نه د خفګان سره درځم

د تش بوتل په مثل يم خالي د نيک عمل نه

په زړه کښې اور د مينې د جانان سره درځم

پاره پاره په تيغ د عشق مرزا زخمي جګر يم

پاره پاره زړګي پاره ګريوان سره درځم

 

ميا وکيل شاه فقير خېل

-
بېرته شاته