(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دقدرت الله هېوادپال

[28.Mar.2022 - 16:44]

قدرت الله هېوادپال

بودايان او هندوان کيسه کړي چې پخوا زمانه کې يو سنډا، خر يا غوايا وو (په بیلابيلو کيسو کې بیلابيل ځناور ذکر دي، تاسې يې د خپلې خوښې هغه راواخلئ) چې څښتن يې پرې بت بار کړی وو، د کلی خلکو ته بت معظم وو نو هر يوه چې پر سنډا بار بت ليده نو تعظيم لپاره به يې سر ټيټاوه يا به يې خپل لاسونه په تعظيم کې يوځای کول، سنډا فکر کاوه چې ما ته احترام کوي، او دا درناوی يې چې وليده نو له کبره په نخرو روان شو، د څښتن يې دې هر څه ته پام وو، خو څرنګه چې بهاداره باارزښته څه يې پرې بار کړي وو، نو ځکه يې ورسره حوصله کوله. کله چې منډيي ته ورسيدل، څښتن يې بت خرڅ کړ او له هغه ځایه يې پر سنډا سودا را بار کړه، دا ځل چې سنډا پر کلي تيريده نو هیڅ چا ورته درناوی نه کاوه، سنډا فکر وکړ چې خلکو به ما ته پام نه وي، نو رمباړي او غږونه يې شروع کړل، خو بيا هم چا ورته پام ونه کړ، نو پر ټوپونو او کوږو وږو سر شو، څښتن يې ورته پام وو او اخيري حده حوصله يې ورته کوله، خو کله چې يې دا کاږه واږه ډير شو، او سودا يې وغورځوله، نو د څښتن صبر ختم او يوه شنه لښته يې راواخيسته او دا سنډا يې ښه زړه د اخلاصه وډباوه، سنډا چې دا وهل ډبول وخوړل، نو سم صحي پر خپله لار روان شو.

د سټالين د کمونيستي حکومت پر مهال په روسيه کې قحط راغی چې له کبله يې لس ميليونو شاوخوا خلک له ولږی مړه شول، د دې قحط اساسي دلايل دا وو چې غوښتل يې نړۍ په ځانګړي ډول امريکا يا کپيټلسټي نړۍ ته د کمونيستي نظام لوړوالی وښيي چې څرنګه د دوی مفکوره له هغوی بهتره ده، ورسره ده فکر کاوه که چيرې کرهڼه ټولنيزه شي او ټولنيز کرهڼيز فارمونه رامنځ ته شي نو د کرهڼې محصولات به لوړ شي، ورسره يې لومړی پنځه کلن پلان جوړ کړ چې يو اساسي توکی يې له کليوالو د غنمو ذخيرې راغونډول او د ښاري ځواک پر خيټه مړول وو.

د دې شاوخوا خلک پوهيدل چې دا چاره به کار ونه کړي، خو هر څوک پر ځان ويريدل، له فکر يې ناهيلي خو د څه ويلو جرات يې نه کاوه، د همدې فکري جهل له کبله يې کرهڼه غرقه او په هيواد کې قحط راغی، خو بيا هم چا سټالين ته څه نه ويل، خلک له ولږې مړه کيدل خو دې ته به ښه راپورونه راتلل چې ټول خوشحاله دي، او هغوی چې بد وايي د غرب لاسپوڅي او ستا نبوغ ته نه رسيږي.

ماو زي تونګ په چين کې هم د سټالين کار وکړ او کرهڼه يې ټولنيزه کړه، آن يو کال خو يې چنچړې (مارغان) هم ووژلې چې وړيا غنم او نور محصولات خوري، خو د چنچړو نه شتون له کبله ملخان ډير شو چې بيا يې فصلونه تباه کړل، د همدې کړنلارو له کبله په هېواد کې قحط راغی، د دیرشو او څلويښت ميليونو خلکو تر منځ له ولږې مړه شو. خو ده هم د سټالین په څير ويل چې انقلاب او عقيده قرباني غواړي بايد بيکاره مړه شي او دا نور ژوندي بايد زموږ شکر وباسي چې ژوندون او فکر يې بهتره کوو.

په کمبوډيا کې د کمروج حکمرانۍ کې هم هغوی فکر کاوه چې ښارونه پر ولس بار دي، اصل هيواد خو پر کرهڼه چليږي، له تعليم او پوهې څه نه جوړيږي، نو ځکه يې په کليو کې ټولنيز فارمونه جوړ کړل، او د ښار خلک يې کليو ته رهي کړل، ډاکټران، وکيلان، ښوونکو او نورو ته يې بيلچې او کلنګونه ورکړل چې په پټيو کې کار وکړي، چې له کبله يې له درې نيم ميلیونه ډير خلک ووژل شول. دوی به ويل خير دی چې مړه شول د کار خلک نه وو.

همدې افغانستان کې، کمونستانو خپل هر مخالف زندان ته ليږه، ورته ويل يې چې تاسې د انقلاب پر ارزښتونو نه پوهيږئ، تره کی د شرق نابغه شو، خو حفيظ الله امين پر دې سر وويشت يا يې پرې بالښت کيښود هر يوه چې ستاسې خوښه وي، خو همدې انقلاب وخوړه، بيا هغوی چې دوی يې راوستي وو ورپسې راغلل او امين يې هم له تيغه تير کړ، خو دې کمونستانو کومه نادوده نه وه چې په دې هېواد کې يې ونه کړه.

داسې نورې ډيرې بيلګې شته چيرې چې خلک د حکومتولۍ او منطق پریکړو ته د عقيدې پر سترګو کتلي او ولس يې له ولږې وژلی دی. د باور ړندو ته انساني ژوند ارزښت نه لري، ځکه دوی فکر کوي چې زه د خپلې عقيدې لپاره خپل او د بل مرګ دواړو ته تيار يم، خو په اکثره حالاتو کې دا پخپله نه مري نور له ولږې او ويرې مړه کړي.

حق قوانين تعريفوي، قوانين هغه څه دي چې پر ټولو عملي وي. د ړوند باور په ټولنو کې قوانين ټول په طاق کې پراته وي، او سليقوي عملي کيږي، کله چې د دې نظام څه ته زړه نه وي نو بيا درته د قوانينو ببولالې وايي، چې په قانون کې نه شته او څه ته چې یې زړه وي هلته بيا هماغه څه کيږي چې دوی يې غواړي.

د ړندې عقيدې يو تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې بیلابيل ډول تعريفیدای شي، پر مفکورې بنا حکومتونه تل خپله عقيده او مفکوره د خپلې ګټې په رڼا کې تعريفوي، اکثره وختونه په هغه مفکوره کې ستونزه نه وي، بلکه هغه تعبير او تعريف جنجالي وي چې چارواکي يې د خپل واک کې پاتيدو او خپلو سرسختو ملاتړو خوښولو لپاره له دې مفکورې کړي.

دوی ته دا فکر حتی د منلو وړ نه دی، چې له تاسې سره مخالفت ښايي له مفکورې يا ړوند باور سره نه وي، بلکه هغې نااهلۍ او نااهله چارواکو سره به وي چې تاسې خپلې مفکورې ته د وفادارۍ پر بنسټ پر خلکو تپلي دي.

د دې ړندو باورونو پيروانانو سره دا فکر هم وي چې موږ يوه داسې نظام لپاره کار کوو چې د هغي عملي کول وخت نيسي، سره لدې چې سټالين، ماوزي تونګ، خلقيانو، پرچميانونو پر ميليونونو خلک ووژل خو بيا يې هم دا نه منله چې په مفکوره کې يې نقص وو يا يې نااهله پر خلکو تپلي وو او هيوادونه يې غرق کړل.

روسان او چينايان خو هوښيار خلک وو د سټالين او ماوزي تونګ له مرګ وروسته يې په همدې مفکوره کې داسې خلک واک ته ورسول چې د هغوی تاوانونو او ناوړه پريکړو اغيزې راکمولو په هڅه کې شو، خو زموږ بيا په خپل منځ کې سره ونښتل چې له کبله يې آن نن هم وطن ځای ته نه دی راغلی.

د دا ډول نظامونو پر وړاندې منطق په پيل کې ډير کار نه کړي، وروسته يې سر ته عقل خيژي، خو چې کله به هوښيار شي، تر هغې يې د ډيرو زړه شين کړی وي، د دا ډول حکومتونو چارواکو څخه يوازې دوه هيلې کيدای شي، يوه دا چې لږ تر لږه دومره جرات او زړه پيدا کړئ چې خپله نااهلي او ناپوهي په عقيده کې مه پټوئ او دوهم، نړۍ دارالاسباب ده، دلته د شخص او هېوادونو برياليتوب پر وسايلو وي، پوهه مهارتونه دا ټول وسايل دي، مهمه نه ده چې څوک دې پر کومه عقيده وي خو که وسايل ونه لري زموږ غوندې به خوار او زار وي.

-
بېرته شاته