(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کانګرو

[05.Apr.2022 - 16:47]

کانګرو(Kangaroo)

لیک: ډاکتر لطیف یاد

کانګرو  دهغو وښو خوړونکو ا وتي لرونکو ژوو( ځنارو) نه دی چې دآسترالیا او نیوګني په هیوادونوکې  ژوند کوي .

دغه ژوی داسترالیاهیوادملي ژوی هم ګڼل کیږي چې ددې هېواد  په ملي نښان او پيسو او سکو کې یې هم انځورونه لیدل کیږي

کانګرو واښه خوړونکی ژوی  دی او  شپږ  ډولونه لريد بچی وزن یی د زیږون په مهال ډیر لږ   وي چی سمدلاسه دمور  کڅوړی ته ورننوزي اوښځینه  کانګرو  کولای شی په خرابو حالاتو کې د خپل بچي زیږون وځنډوي . دبلاربتوب( حمل) موده یې اووه اونۍ ده او په یو وخت یو بچی زیږوي .ښځینه کانګرو  څلور تیونه لري چی بچی یې همدلته په کڅوړه کې تر لوئیدو پورې روزل کیږی او دمور له شیدو نه ګټه اخلي .، کانګرو څلورپښې لري .مخکینۍ پښې یې لنډې او دوه وروستنۍ پښې یې اوږدې دي او نشی کولای چی شاته حرکت وکړي او مخته حرکت په وخت  کې په غبرګو پښو ټوپونه  اچوي  او کولای شی په یو ساعت(ګېنټه ) کی ۵۰ کېلومتره واټن ووهي .همداراز کانګرو کولای شي چې په اوبوکې لامبو ووهي .

کانګرو دخپلو خوړو لپاره دوښونه ګټه اخلي ،ځیني یې دشپې خوب نلري 

ا ودورځې په تودوخۍ کې تر ونولاندې څملي او خوب کوي او بیا دشپي دوښو په لټه کې وي

داسترالیاځا یي( بومي) اوسیدونکو يا ( ابروجینیانو) په پخوا وختونو دکانګرودغوښو،شیدو ، پوستکي ( څرمنې ) اوهډوکونه ګټه اخیستله ا واوس هم په آسترالیاکې ددغه ځای بومي او غیر بومي خلک دکانګروغوښه خوري او غوښې یې  د خوراکي توکو په پلورنځیواو شاپینګ سینټرونو کې خر څیږي او دنړۍ نوروهیوادونو ته یې هم لیږي.ویل کیږي چې دکانګرو غوښه ډیر غوړ او وازده ( وازګه ) نلري اودانسان بدن ته ګټوره ده.په ۲۰۱۰ زیږدیز /میلادي کال کې په ټولې آسترالیا کې ددوی شمیر ۳۵ ملیونه ښودل شوی دی چې دوی یې دغوښو دسوداګرۍ لپاره بهرنیو هیوادونو ته هم لیږي . . اوس چې ۲۰۲۱ کال د ی ښایي ددوی په شمیر کې به دپام وړ بدلون راغلی وي چې ددوی دشمېر  ځینې سرچینې یې (۵۰) ملیونه اټکل کوي .

(یاد)

-----------------------

سرچینې :

۱-https://www.environment.gov.au/.../kangaroo-population...

۲-https://www.bushheritage.org.au/species/kangaroos

۳-https://kangaroosanctuary.com/

۴-بریتانیکا دایرة المعارف په انګریزي ژبه

Related searches

-
بېرته شاته