(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشاه محمود میاخیل

[05.Apr.2022 - 16:50]

د شاه محمود میاخیل لنډه پېژندنه

شاه محمود میاخیل د سید محمود حسرت زوی په ۱۳۳۷ هجري شمسي کال کې د کونړ ولایت، د خاص کونړ ولسوالۍ په منګوال کلي کې  په یوې علمي او روحاني کورنۍ کې زیږیدلی دی، د ښاغلي میاخیل د کورنۍ شجره،  میا علي صیب (رح) ته رسیږي، پلار یې هم څولسیزې د معارف، عدلي او د کورنیو چارو په وزارتونو کې کار کړی و او د یو پوه او عالم شخصیت په توګه یې سلګونه شاګردان روزلي دي .

شاه محمود میاخیل  لومړنۍ  او منځنۍ  زده کړې په کونړ، لغمان، کابل او بلخ ولایتونو کې سرته رسولي او په ۱۳۵۵ لیږدېز لمرېز  کال د خاص کونړ د لیسې نه فارغ شوی دی. ده هغه وخت د زراعت  سره مینه لرله ، نو د کانکور د ازموینې نه وروسته د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بریالی شو

ښاغلي میاخیل د کرنې په پوهنځي کې تر دریم ټولګي پورې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، خو په افغانستان کې د غوایي / ثور د کودتاه نه وروسته د ۱۳۵۸ لیږدېز کال  په سر کې کوزې پښتونخوا  ته د خپلې کورنۍ  سره کډوال شو،  د کډوالۍ او کورنۍ ټولو ستونزو سره، سره یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، چې په پیښور کې د ادارې او منجمنت په برخه کې  او د پریستن پوهنتون نه د ماسټرۍ تر کچې پورې یې  خپلې لوړې زده کړې سرته ورسولي او هم یې په سیاسي علومو کې لیسانس او دویمه ماستري په هسپانیه کې د برچم نړیوال پوهنتون نه تر لاسه کړه .

د دې سربېره میاخيل صیب د امریکا د مشهورو پوهنتونو سټینفورد، هاروارډ او د امریکي ملي دفاعي پوهنتون کې د دیموکراسۍ، دقانون برلاسی(حاکمیت)، وده (انکشاف) او لیډرشیپ په څانګو کې فیلوشیپونه سرته رسولي او د امریکا د ویرجینا کمونیټي کالج نه يې د کمپیوټر په څانګه کې MCSE  سندونه تر لاسه کړي دي.

شاه محمود میاخیل د ۱۹۸۲ ع کال نه تر ۱۹۸۴ع  کال پورې د انتروپولوژي په برخه کې د امریکا د ویلمز کالج د یو مشهوره پروفیسر ډیوید  اډوارډ سره د افغانستان او د افغاني کډوالو  په هکله څیړنه (ریسرچ) وکړ، چې دوه کتابونه د هغې څېړنې  (ریسرچ) په هکله د امریکا د کلفورنیا پوهنتون له خوا چاپ شوي دي

د۱۹۸۴ع کال نه تر ۱۹۸۷ ع کال تر اخره پورې ښاغلي میاخيل د بلجیم د کمیټې د مرسیتال په توګه دنده اجرا کړې ده، په هغه وخت کې د بلجیم خیره موسسه دښوونې او روزنې ( تعلیم او تربیهاو هم د حرفوي/ مسلکي  زده کړو په برخه کې افغان کډوالو  ته د چوپړ (خدمتکولو چلانده (فعالهونډه لرله او په زرګونو استادانو او ځوانانو د بلجیم په موسسه کې زده کړي ترلاسه کړي دي.

د بلجیم په موسسه کې د میاخیل صیب یو  بل غوره کار دا و، چې د لومړي ځل لپاره یې په پیښور کې د انګلیسي ژبی د زده کړې  کورسونه جوړ کړل، چې بیا د بلجیم موسسې د انګلیسي ژبې د زده کړې دا پروګرام د IRC موسسې ته ورکړ، چې وروسته دا پروګرام د IRC د کورسونو په نامه شهرت وموند، چې په زرګونو افغانانو د دی کورسونو نه ګټه اخستلي ده.

د ۱۹۸۵ع  کال نه تر۱۹۹۰ ع کال پورې میاخيل صیب په پیښور کې  د امریکا غږ راډیو د پښتو او دري ژبو ځایي/ محلي خبریال و، چې نژدې  ۶۰۰ راپورونه یې  د امریکا غږ راډیو د څپو نه په هغه وخت کې خپاره  شوي دي.

د ۱۹۹۴ ع نه تر ۱۹۹۵ ع کلونو پورې یې د ملګرو ملتونو د پرمختېایي ( انکشافياداري UNDP سره کار کاوه چې د افغانستان په سویل  ختیځ سیمو کې د ولس سره د اړیکو مسوولیت یې په غاړه لره .

په ۲۰۰۲ م کال کې یې دهېواد د ختېځو په  څلورو ولایتونو کې د بیړنۍ لویې جرګۍ په ټاکنوکې فعاله ونډه لرله او د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر سلاکار و.

نوموړی د ۲۰۰۳ م کال نه تر ۲۰۰۵م کال پورې د کورنیو چارو د وزارت ستر سلار او اداري معین و

د ۲۰۰۵م کال نه د ۲۰۰۹ م کال پورې یې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر سره د ښې حکومتدارۍ په څانګه کې د ستر سلاکار، د حکومتدارۍ د څانګې ریس او مرستیال په توګه کار وکړ

د ۲۰۰۹ م کال نه راپدې خوا په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سولي د انستیتوت رئیس په توګه دنده ترسره کوله، چې په دیارلس سوه اووه نویم کال کې د سلواغې په ۱۴مه د سیمه ییزو  ارګانونو خپلواکې ادارې په  وړاندیز د ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ د هېواد د مهم ولایت ننګرهار والي په توګه وټاکل شو.

 د ننګرهار نوي والي شاه محمود میاخیل په لس ګونو مقالۍ په انګلیسي ژبه د نړۍ د بېلابېلو معتبرو انسټیټونو او ادارو کې چاپ شويدي او تر اوسه یې څوارلس  بېلابېل علمي، تحقیقي او تاریخي کتابونه  لیکلي او چاپ شوي دي .

هغه په ملي او نړیواله کچه ډیر مډالونه او تقدیر نامې هم اخیستي، چې لیست یې زیات دی

د ۲۰۰۲م کال نه راپه دې خوا د ټولو لویو جرګو غړی و، همدا راز یې نورې  ډیرې افتخاري  دندې هم ترسره کړي

د ټاکنو د اصلاحاتو په کمیسون کې د کمیشنر دنده یې هم ترسره کړې ده .

ښاغلی میاخیل ۱۳۹۷ کال دسلواغې له ۱۴مې نېټې تر 11جولایي ۲۰۲۰  نېټې پورې د ننګرهار د والي په توګه دنده پر مخ بیوله د ۲۰۲۰ ع کال د جولایي په ۱۱مه نېټه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال او سر پرست په توګه وټاکل شو، چې تر دې دمه دافغانستان د دفاع وزارت دلومړي مرستیال او سرپرست وزیر په توګه خپله دنده پرمخ وړي

ښاغلی میاخیل په خپل ولس او ټاټوبي مین او ژمن سیاستوال سره سره، پیاوړی ژونالست او لیکوال هم دی، په لس ګونو نړیوالو کنفرانسونو او مجالسو کې یې برخه اخیستې، خپلې مقالي یې هلته لوستي او د افغانستان په هکله یې بیانې او لیکچرونه ورکړیدي، هغه د نړۍ مهمو دیرشو نه زیاتو هېوادونه ته رسمي او غیري رسمي سفرونه کړي.

دښاغلي میاخیل چاپ شوي کتابونه:

۱- بیړنۍ لویه جرګه: په ختېځو ولایتونو کښې د ټاکنو بهیر

۲- Understanding Afghanistan دانګرېزي ژبې دچاپ شوو مقالو ټولګه

۳- دکورنیو چارو وزارت لاسته راوړنې او خنډونه

۴- د کونړونو ولایت سېاسي او قومي جوړښتونه، دودونه او تارېخي پېښې

۵- د واقیعتونو په بهیر کښې

۶- مخکتاب: دفیسبوکي لیکنو او بحثونو لومړۍ ټولګه

۷- درېیمه زاویه : دټولنیزې رسنۍ د لیکنو او بحثونو ټولګه

۸- غوره لیکنې: دټولنیزې  لیکنو  ټولګه

۹- د وطن معماران: د څېړندوی عبدالقیوم مشواڼي سره په ګډه لیکل شوی کتاب (لومړی ټوک)

۱۰- د وطن معماران: د څېړندوی عبدالقیوم مشواڼي سره په ګډه لیکل شوی کتاب (دویم ټوک)

۱۱- دشهید نقیب احمد په یاد

۱۲- واقیعتونهد کیسو او راوایتونو په هنداره کښې

۱۳- ټولنیزې لیکنې

۱۴- د ۲۰۱۴ کال ټاکنې او د ټاکنو د اصلاحاتو د کمیسون ستونزې 

 

ښاغلی  میاخیل اووه اولادونه لري، چې ټول د پوهنتونو نه فارغ شوې او ځینو یې ماسټرۍ کړي او مشر زوی یې په امریکا کې د طب ډاکټر دی.  Shahmahmood Miakhel 

-
بېرته شاته