(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د میکناک ټاپو

[12.Sep.2022 - 16:44]

د مکیناک ټاپو  کې د پښتنو تصویر

لیک: عزت الله شمسزی

له کوچنیوالي مې تاریخي ځایونو، پېښو او کیسو سره مینه ده، په ځانګړي ډول د هغو ځایونو لیدل ډېر خوند راکوي چې په کتابونو، کیسو او ناولونو کې مې لوستي. په دې وروستیو کې یوه بله تلوسه هم را پیدا شوې کله چې مې کوم فلم خوښ شي بیا په دې پسې ګرځم چې دا فلم چېرته ریکارډ شوی. که وکولی شم هغه ځایونه وګورم او دوه واري ترې خوند اخلم

د کرونا پر وخت چې کور کې وم، ډېری وخت مې فلمونه، ډرامې او مستندونه کتل. د Somewhere in Time

فلم، Decision at Midnight ډرامه، American Sailors او Ice Bridge مستندونه مې وکتل چې درې واړه په Mackinac Island کې ریکارډ شوي وو. دا ټاپو زما له کوره تقریبا څلورساعته لرې ده، تلوسه مې شوه چې کله یې وګورم. سږ کال له استاد محب الله اسرار سره لاړم، خو ځای دومره ښایسته و چې په یو ځل لیدو پرې تنده نه ماتېده نو دویم ځل بیا له خپلې کورنۍ سره لاړم

دا کوچنۍ ټاپو بیخي د جنت یوه ټوټه ده. د ټاپو لمرخاته ته د ماکېناک تاریخي‌ پل دی چې پنځه مایله اوږدوالی لري، تقریبا لس، پنځلس دقیقې موټر پر پله مزل کوي چې د اوبو له یوې غاړې بلې ته ورسېږې. موږ چې تېر ځل تللي‌ و نو د پله څنګ ته نږدې ځنګل کې مو خیمې درولې وې چې د اوبو له څپو او پله له رڼاګانو خوند واخلو. دا ځل مې تر هغه هم لږ پله ته نږدې خیمې ودرولې چې د شپې په اسانه ساحل ته تګ راتګ وکولی شوپه منډه منډه مو له کوره وړې ډوډۍ وخوړه او ټاپو ته وخوځېدو چې مازیګری هلته تېر کړو

جالبه داده چې ټاپو ته باید په کښتیو کې ولاړ شې چې شاوخوا شل دقیقې مزل دی. په ټاپو کې دننه موټر نه شته، خلک د اسونو په ګاډیو او بایسکلونو کې له یوه ځایه بل ځای ته ځي. هر ځل چې به مې د اسونو د پښو کړپا واورېده ماته به یې لغمان را یاد کړ. له پلان سره سم مې دا ځل تقریبا هغه ټول ځایونه وکتل چې فلمونه په کې ریکارډ شوي وو. ټاپو دومره ښکلې او طبیعي ده چې سړی فکر کوي بیخي په پخوانیو زمانو کې ګرځي. تر ټولو ښه ځانګړنه یې داده چې هماغسې یې په کلاسیک شکل پرېښی او ډېرې لاسوهنې یې په کې نه دي کړي. چینې، دنګو غونډېو ته ختلې زینې او ساحلونه یې دومره طبیعي او زړه راښکونکي دي چې د انسان زړه او ذهن ارامه کوي

مازیګر ناوخته چې بېرته خپل کېمپ ته راغلو، ماشومانو ته مې ویل شور مه کوئ، زموږ ډله غټه ده چې څوک راسره په تکلیف نه شي. موږ چې نن سهار خیمې درولې څنګ ته مو یوې ښځې خپل اوږد موټر درولې و او پر مطالعې بوخته وه. زما زړه کې سودا وه چې هسې نه له موږ نه شکایت وکړي

 

ماښام مې کباب پخولو ته ځای برابراوه ښځې له لرې یو سلام وکړ. چې کله مې پر سکرو د کبابو سیخان کېښودل، له لوګیو سره یې خوندور بویونه پورته شول. د ښځې لکه چې نوره حوصله ونه شوه

- اجازه ده چې ستاسې خواته درشم.

- هو، مهرباني

- زما نوم میشیل دی

- ډېر ښه، زه عزت الله یم

- د پاکستان یاست؟ 

- نه

کبابو ته یې سترګې واړولې.

- ما فکر کاوه چې د پاکستان یاست داسې کباب ما په پاکستان کې خوړلي

- کوم ځای کې؟ 

- دره ادم خیل کې، پشاور کې.

- هغه خو پاکستان نه دی افغانستان دی. زه هم د افغانستان یم

- پوهېږم چې پخوا د افغانستان خاوره وه، خو زه چې تللې وم، ما د پاکستان ویزه اخیستې وه، ځکه مې پاکستان وویل.

ښځه راته نوره هم جالبه شوه، غوښتل مې نورې پوښتنې هم ترې وکړم، خو په دې وخت کې دوه وړې نجونې راغلې، ویل یې زه ځم چې دوی چېرته بوځم. ما د کبابو دوه سیخان، لږه کورنۍ ډوډۍ او لږه چکني ورکړه. په خوشحالۍ خپل میز ته ورغله او له ماشومانو سره یې کباب په خوند خوند وخوړل

بېرته راغله، دې او ماشومانو د کبابو ستاینه او مننه وکړه. زما دوه ماشومان یې ځان سره بوتلل، د لوبو شیان او واړه څراغونه یې ورکړل چې په تیاره کې لوبې ورسره وکړي

 

ما ښام د پله غاړې ته ورغلم، ماکېناک پل رښتیا هم د شپې لکه ناوې داسې د رڼاګانو په غمیو ښایسته شوی وي. د بحر څپې د شپې په تیاره کې یوه عجیبه سیمفوني غږوي. د ساحل پر لمدو شګو مزل بیا بیخي د انسان ذهن تازه کوي. تقریبا یو ساعت همدلته وګرځېدم او د میشیل په اړه مې سوچونه کول چې ښه، دې نو پېښور او بیا دره ادم خېل کې څه کول. ژورنالېسته به وي، نه نه ښایي جاسوسه وي، کېدای شي ډیپلوماټه وي. بس سل خبرې مې زړه کې ګرځېدې او تلوسه مې وه چې بیا ورسره خبرې وکړم. له ځان سره مې پرېکړه وکړه که دا رانغله زه په خپله ددوی د کېمپ ساحې ته ورځم او خبرې ورسره کوم

 

ماسختن لس بجې وې ما اور بل کړی و او د اورلمبو کې مې خدایزده څه خیالونه لیدل چې د میشیل اواز مې واورېد. نن شپه هوا سړه ده او ستاسې لرګي هم کم دي. ما ویل نه بس دي کېدای شي‌ ډېر وخت به اور ته ضرورت نه وي. میشیل د خپلو لرګیو بارې ته اشاره وکړه، که لرګي مو کم شول بس له هغه ځایه یې واخلئ. خدای مې دې غاړه نه بندوي یو خروار غوندې لرګي‌ یې ډېرۍ کړي وو، ما ورته په خندا وویل:

- دومره لرګي څه کوئ

- موږ د لس شپو لپاره دلته راغلي‌ یو، لور مې هم راسره ده، هغه له خپلو دوو لوڼو سره تر ما لږ هاخوا ده، زه دلته خوشاله یم

- ښه نو دادې ونه ویل چې پېښور ته څنګه تللې وې

چوکۍ یې د اور لمبو ته نږدې کړه. بس، دوه دلیله و. یو مسلک او بل زما خپله علاقمندي. زما نیکه برېټیش و.‌ هغه په دویمه نړیواله جګړه کې هند او ختیځو سیمو ته تللی و. په کورنۍ کې مو د هغه عکسونه تر اوسه هم شته. ما چې کله د عکاسۍ برخه کې زده کړې کولې نو هغه وخت مې د دویمې نړیوالې جګړې او ختیځ ته دتللو عسکرو په اړه هم لوستل.‌ د دره ادم خېل پټانز باره کې مې ډېر جالب شیان ولوستل. د عجب خان افریدي په اړه مې ولوستل بیا مې تلوسه وه چې دا سیمه وګورم. قسمت داسې و چې بیا زه پر ۱۹۸۶ کال هلته لاړم.‌ ډېر مېلمه دوسته خلک دی، کباب مې هماغلته خوړلي‌ و، سپایسي‌ او توند کباب ههههه

ما ورته وویل، شینواري کباب هههه

تر نیمې شپې یې د پښتو د ښه دود دستور، میلو، موسیقۍ،‌ اټڼونو او مېلمه پالنې ستاینې کولې. ویل یې هر ځای چې تلم خلکو به ډېره مینه راکوله

ما ورته د غازي محمدشاه خان بابکرخېل یادونه وکړه چې تر سلو زیات یرغمل شوې انګریزانې یې څو میاشتې لکه مېلمنې وساتلې او په عزت یې بېرته انګریزانو ته وسپارلې، خو  تر اخره مې ورته دا خبره ونه شوه کړای چې پښتني ټولنه اوس هاغسې نه ده پاتې. افراطیت او جګړو هرڅه رانه واخیستل. اوس له پردو څه چې له خپلوهم کرکه لري.

چې کله پاڅېدله ویل یې ستاسې کمپلې کېدای شي کمې وي، دشپې یخني نوره هم زیاتېږي، په منډه لاړه دوه درې کمپلې یې له خپل موټر نه راواخیستې. سهار چې موږ روانېدلو ډېره خپه شوه ویل یې کاشکې تاسې هم یو څو شپې دلته پاتې وای. ایمیل او ټیلفون نمبر یې راکړو چې سره اړیکه ونیسو

 

پر ټوله لاره مې د کرن خان دا سندره واورېدله

پښتنو داسې خوار وزار ولې شوئ

په سمه لاره وئ بې لار ولې شوئ

سوچ خو مو شته ستاسو د سوچ ترجماني په کار ده

باچا خاني په کار ده

.September12/ 2022

-
بېرته شاته