(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېغام

[12.Sep.2022 - 16:54]

د مطېع الله عابد لیکنه : غوړچان: عزت ګل ساپی

 

«آشنا ما ستا پیغام ټکي په ټکي خپلو وطنوالو ته ورسولو او هرچا ورته پخپل فکر ځواب ورکړیدی.چا منلی او چا رد کړی .څوک ماته غصه دي او څوک تاته . زما وطنوال وايي چې

چې د دې پاکستاني آشنا ژبه خو زموږه ده خو فکر ېې د بل چا دی.داسې معلومیږي چې تا د افغانستان تاریخ یوازې د خپل سکول په کتابونو کې لوستولی دی او افغانان دې یوازې د ماجرو په کمپونو کې لیدلي دي

.زما خلک وايي چې د افغانستان تاریخ نه په امیرعبدالرحمن شورو کیږي او نه په امیرالمومنین ختمیږي. افغانستان د امیرانو نه ، د خانانو وطن دی. هغه خانان چې تاسو ورته پټان وائ او د خپل عزت لوړولو دپاره وای چې هم پیچهې سې پټان هې. خو موږ وايو چې موږ دواړو خواو نه خانان یو

زما وطنداران وايي چې افغان یوازې هغه نه دی چې د نصیرالله بابر نه شاته او کرنل امام نه مخکې روان وو .بلکې افغان خو د هغو اتلانو نوم دی چې غوري غزنوي او ابدالي یادیږي چې نومونه ېې تاسو په خپلو راکټو او میزایلو ایښي دي او ځان پرې ساتئ.

زما خلک وايي چې د دالو په اندازه وړوکی فکر مه کوه بلکې د پامیر د څوکو نه وګوره نو د افغان شان او د افغانستان د کمال نه به خبر شې

افغانستان خو هغه وطن دی چې په رقبه او نفوس کې به ستا د وطنه کم وي .سواد به ېې هم زیات نه وي . مشکلات به هم لري خو د ګاونډیتوب په هنر ډیر ښه پوهیږي .یاد که هغه وخت چې پاکستان د هند سره په جنګونو و او افغانستان کولی شو چې خپله خاوره ېې ستا خلاف ستا دښمن ته ورکړې وی او د تاریخ حساب ېې درسره برابر کړی وی.خو نه، افغان دومره بې ننګه نه دی چې په ګاونډي به د شا لخوا نه گزار کوي. دوستي هم کوي او دښمني هم کوي خو مخامخ .که د جرمن سره ننگ کولی شي نو د همسایه پت هم ساتلی شي. د چا سفیر او بهیر د پیسو دپاره نه خرڅوي..

زما خلک درته دا هم وايي چې د افغانستان د سیاسي څهرو او دسیسو مسول زما ولس مه ګڼه . هغه پرون هم د کابل په سیاسي جنګ کې سوزیدلی و او نن هم. که حفیظ الله بې کوره کړی نو صبغت الله خرڅ کړیدی . د وطنجار او حکمتیار په شر کې ستا کور ته درغلی . خو خبر نه و چې سبا به همدا تګ ورته پیغور شي. موږ تل د پټو مخونو او سیاستونو دلاسه ځوریدلي يو. د خلکو کور مو کور وران کړو او ستا اسلامي بهاي چارې مې ورور وران کړو.

واوره آشنا افغانانو ځان خراب کړو اسلام اباد ېې وساتو. ورشه د جنرال ضیا د قبر نه پوښتنه وکړه. که افغان هم د سب پهلې افغانستان نعره وهلې وی او روس ته ېې لاره ورکړی وی نو نن به د پاک سرزمین څه حال و؟

زما وطنداران وايي چې افسوس موږ د خپلو دلاسه نه د دین پاتې شو نه د سادین .نه تور او نه سپین. نن چې زما سیاستوال د کریملن منارې او د اسلام اباد آبپارې گوري او بیا د کابل کنډوالو ته پام وکړي نو خپل سرونه به وهي. چې دا مو څه وکړل او چا دپاره مو وکړل. هغه روس چې نن ېې په یادگارونو ستاسو جنرالان د گلونو گیډۍ ږدي پرون مو ورسره جنگولو او موږ ته کیږدۍ هم نه پریږدئ.

زما وطنوال ستا ټولو خبرو او پیغورونو ته فقط یو ځواب لري چې افغانستان ته د حال په سترگه مه گوره .د یو گاونډی د خیال په نظر ورته وگوروه. هغه افغانستان چې ستاسو اقبال لاهوري ورته د اسیا زړه ویلی دی. نو که آسیا زړه بیقراره وي نو نه به لاهور په ارام وي نه پنچگور. نو که د پښتون کور وران وي .نو د ممنون کور به څنگه اباد پاتې کیږي؟. که همداسې زما د غرونو ونې وهې نو کورونه به دې حتما سیلابونه وړي. که واسکټونه بند ن‍شي نو شیرواني به هم سلامته نه پاتې کیږي. دا وختونو او مصیبتونه به تر شي. خو افغانستان به همدلته وي. نو د لنډې گټې دپاره د اوږدې مودې تاوان مه کوه. په افغان باندې دومره سپک گمان مه کوه».

 

ټيټ مې مه بوله غورځنگ راباندې مه کړه * زه په دې افتادگۍ کې لوی گړنگ یم

(عزت ګل ساپی)  12/09/2022

-
بېرته شاته