(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غوایي انقلاب

[19.Apr.2023 - 14:58]

دغوایې ۷ پېښه/ انقلاب د دولت قدرت، په ناببره توګه خلقیانو او پرچمیانو ته ورپه برخه شو، داولې ورځې نه باید  هر لوړ مقام ته  دوه دوه کسه ټاکل شوي وایې. دبیلګې په توګه په بهرنیوچارو وزارت کې يې دسکرتر جنرال په نوم نوی پوست جوړ کړ، چې صلاحیت عینا د وزیر(حفیظ الله امین ) په شان وو.

که په راډیو کې د تره کي صیب نوم اخستل کېږي، نو د کارمل نوم باید هم ورسره واخستل شي.هغه عزت، چې د تره کي صیب  کېږي دکارمل  باید هم وشي .هغه پېغامونه ، چې د تره کي صیب  په نوم راغلي او په رادیو کې اعلانیږي، نو دده هم باید ورسره واخستل شي

په دولتي ادارو او نورو ځایونو کې، چې د ده عکس ایښودل کېږي ، نو په همغه لویوالي دې دکارمل عکس هم ورسره کېښودل شي

د غوایې (ثور) په اتمه تره کي صیب دولتي تګلاره په راډیو کې په پښتو  ولوستله، ددې تګلارې پارسي متن کارمل په پارسي ولوست

دوۍ په خپلو منځنونو کښې د واک په شخړه اخته وو له ولس سره یې واټن ورځ تر بلې زیاتېده او په شا نه تلونکی انقلاب ناکام شو. (عطامحمد شیرزی)Atta Mohammad Shizai

______________________________

دغه لړۍ او ناروغي شل کلن جمهوریت ته راوغږېدله, د ولس او حکومت/ دولت واټن زیات شوجمهوریت یې له دننه وخوړ او ړنګ شو

______________________________

که څه هم د ااا واکمن له دغه نارغۍ سره مخ نه ديخو د کړو وړ نه داسې برېښي,​ چې د ولس سره یې واټن ورځ په ورځ زېاتېږي,

که د ااا واکمن  د ولس غوښتنې ونه مني, نو د دوۍ راتلونکی هم روښانه نه دی او ولس به د ېوې بلې غمېزې سره لاس او ګرېوان شي.

 
-
بېرته شاته