(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مزدور ورځ

[02.May.2023 - 07:18]

 لنډه کیسه /د مزدور ورځ

 لیک: نعمان دوست

پـه ټـول ښـوونځي کـې پـه انګرٻـز مشـهور و. پـه اولـه کـې دا نـوم پـرې مـوږ ايښـى و. وروسـته بیا  

دومره په خولو وګرځٻد ، چې حتى يو نيم ښوونکي به هم د حاضـرۍ اخيسـتلو پـر مهـال د ( نـور

) په ځاى د انګرٻز نوم اخيست

نــور ، بــه تــل ځــان ســره ټــولګي تــه ډيکشــنري ، د انگليســي ګرامــر کـتابونــه ، ډول _ ډول 

اخبارونه او مجلې را وړلې او چې کله بـه کـوم سـاعت خـالي و؛ نـو د ټولـو غوږونـه بـه يــې پـرې

وخوړل

 نـن چـې څنګـه د تـاريخ ښـوونکى لـه ټـولګي ووت ، نـور د تختـې مـخ تـه ودرٻـد ، تختـه يــې 

وډبوله

که غوږ نيسئ ترڅـو چې بـل استاذ  راځـي ، اول بـه درتـه نننـى درس پـه انګليسـي ترجمـه

کړم او بيا به درته د شپـې خبرونه

يوه غږ کړ : سمه ده انګرٻزه شروع يـې کړه

بل وویل : خپل منتر مه پخوه

شپږ - اوه هلکان ووتل، نور ټول ورته کٻناستو

د تـاريخ درس يــې ټـول پـه انګليسـي تکـرار کـړ او بيـايـې د تٻـرې شـپـې د بـي بـي سـي لنـډلنـډ 

خبر ونه هم وويل .

چې څنګه يـې خبرونه خلاص کړل ، استاذ راننوت. دى ژر پر څوکۍ کٻناست؛ خو استاد 

، چې هر څه يـې اورٻدلي ول، هغه يـې بٻرته را پاڅو

استاد لومړى د انګليسي ژبې پر ارزښت خبرې وکړې او بيا يـې نور ته مخ واړو :

ګوره نوره ! که ته خپله علاقه همداسې جاري وساتې او لوړې زدکـړې هـم پـه همـدې ژبـه کـې وکـړې يـو 

وخت به خپل ولس ته ډٻر خدمتونه وکړې

د دنيا ټول علوم په انګريزي کې دي، که ته يـې خپلې ژبې ته را وژبـاړې داڅـومره لـوى کـار دى.

زمـوږ سـترګې همـدا تاسـو غونـدې ځوانـانو تـه اوړي، ور ځ پـه ورځ کمـزوري کٻـږو ، همـدا تاسـو

ياست ، چې زموږ ځاى به نيسئ .

***

چې کله له دولسم ټولګي  فارغ شوو، بيا مو يو بل سره ونه لٻدل. زه خو داسـې خـوارۍ او 

مزدورۍ پسې ورک شوم ، چې عالي تحصيلاتو ته هيڅ وزګار نه شوم

يوه ورځ يوه چوک کې د کار موندنې لپاره له ګڼو نورو مهاجرو مزدورانو سره ولاړوم. چې کله به کوم واړه موټر هسـې هـم زمـوږ

خواتـه بريـک ونيـو ، مزدورانـو کـې بـه ورک شـو او چـې کلـه بـه د کومـو پـاکو جـامو سـړى زمـوږ

خواته رانږدې شو ، ټول به ترې راتاوو شوو. هغـه بـه پـه څـه خـوارۍ رانـه ځـان خـلاص کـړ او 

بيا به موږ بٻرته خپلو ځايونو کې و درٻدو

 په چوک کې مزدوران ورو - ورو کم شول. طالعمند يو بل سره کار تـه لاړل او نـور بٻرتـه خپلـو 

ځايونو ته ستانه شول

***

پوره لس بجې شوې. ماته هم کار پٻدا نشو. د اسمان شين مخ يو ناڅاپه وريځـو خـړ کـړ او 

بيا سمدستي څاڅکي شروع شول .

 څادر مې له ځانه را تاو کـړ ، ورو _ ورو،  وخوځٻـدم ، مانـه څوګامـه لـرې يـو بـل ځوان  پټـو کـې 

تـاو ولاړ و . څـاڅکي تٻـز شـول . دى مـخ پـه مـا را روان شـو ، و درٻـدم ، مـا  سـم ذهـن تـه 

راوسـتى نـه و، چـې پـر اوږه يــې راتـه  لاس کٻښـود : هلکـه ! دلتـه څـه کـړې؟  مـاژر غٻـږ ور

خلاصه کړه : انګرٻزه، په خٻر !

 په خندا شو: لا تر اوسه دې هٻر نه يم ؟

 

دواړه روان شــوو . هغــه ويــل : ما لــه دولســم ټــولګي وروســته ، پــه خپلــه خوښــه د انګليســي 

ادبيات ولوستل .

- ښه نو اوس ښه پوخ انګريز شوې

- لا دې شوخي نه ده ورکه شوې ؟ 

- ښه نو اوس دلته څه کوې ؟ 

- ټول استادان راته وايـي ، چې ماسټري واخله. اول نمره فارغ شوى يـې

- ښه نو ، د مزدورانو چوک کې يـې اخلې ؟ 

- له خندا وروسته يـې اسوٻلى وکړ ، راځه لانده خيشته شوو ، دوکان کې به کٻنـو هرڅـه 

به درته ووايم

 

زموږ په ورتګ لـومړى دوکانـدار خوشـحاله شـو ، خـو چـې سـودا مـو تـرې و نکړه ، نو زړه 

يـې تنګ شو ، موږ  خبرو کې وو ، چې په تند غږ يـې وويل : ګټ اوټ ( ! Get out  )

د دوکاندار څنګ ته ناست ځوان ، چې په کيڼ لاس کې يــې تـور بنګـړى و او  پـه اسـانه يــې 

د لاس لـه پـوټکي سـره تـوپير نـه کٻـده ، د ســګریټ لـه لـوګي سـره  يوځـاى يــې لـه 

شــونډو خنــدا را ووتــه . ښــه پــه کــړس يـــې وخنــدل او بيــا يـــې وويــل : ســيټ صــاب  

دا مزدوران په انګريزۍ څه پوهٻږئ ؟ 

سور بانګس لرګى يـې ور وړاندې کړ : په دې يـې پوه کړه!

موږ يو بل ته وکـتلې او بيا له دوکانه راووتو .

باران درٻدلى و . له سـړکه تٻـر شـوي نـه وو ، چـې  کـوچنى سـوزوکي کـار،  مـو مخـې تـه 

ودرٻد . يو چا له ښيښې سر را ووٻست ، ورمنډه مو کړه

هغه وويل : چوک کې مې مزدوران پيدا نه کړل، تاسو کار کوئ ؟ 

 لا یې بله خبره کړې نه وه ، 

چې موږ  موټر ته ختلي وو

 

هغـه وويـل : اول دغـه مـاتې او روغـې خښـتې سـره جـلا کـړئ او بيـا دا شـګه کورتـه ننـه باسـئ

لاسي کراچۍ او بٻلچې يـې را کړې او خپله لاړ

د سترګو په رپ کې له خښتو وزګار شوو. اوله ريړۍ ( کراچۍ ) مو له شګو ډکه کـړې

وه ، چې دى بيا راغى. داځل ورسره د  ١٢١٣ کالو په عمر ماشوم هم و

دى يواځې له موټره راښکـته شو . د چايو ترموز يـې له دوه وړو پيالو او قابونو سره راوړ .

يوهيـوه پیاله خړبخونـه مـايع مـو ، چـې نـه پـوره چـاى و او نـه شـٻدې ، وڅښـلې او بيـا مـو کـار 

پيل کړ

هغه خپل زوى ته ، چې تر اوسه يـې د موټر له ښيښې څخه موږ ته کـتلې غږ کړ : ساجد بیټها... ! 

بيايـې ورته د چاى د لوښو وړلو امر وکړ

ماشـوم ، جـي ډې ډي ، وويـل او بيـا لـه مـوټره راکـوز شـو . کـتـاب يــې سـترګو تـه نيـولى و ، 

 ورو - ورو را روان شــو ، د کـتــاب پــر پښــتۍ پــه انګليســي تــورو غــټ څــه ليکــل شــوي وو.

څنګ ته مو ودرٻد ، کـتاب يـې له سترګو لرې کړ ، په يوه لاس کې یې کـتاب او پـه بـل لاس يــې 

د مخې وٻښتان شاته واړول

د نـور ، سـترګې پـه کـتـاب ولګٻـدې ، بٻلچـه يــې کٻښـوده ، ور وړانـدې شـو؛ خـو ماشوم  يـوازې 

د کـتاب پوښ ور وښود او بيا يـې وويل :

 

ساري، خان صاب! دا د انګريزۍ کـتاب دى ، تصويرونه په کې نشته!

 

نعمان دوست 

 

١٣٧٩/ د لړم ١٢مه

کابل ښار ، کارته آريانا 

De Mazdoor Wraz -landa qisa

By: Numan Dost

-
بېرته شاته