(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له مخکتاب

[02.May.2023 - 07:23]

 

 

 

مونږ د پښتنو په لوې  ټاټوبي کې د ټولو پښتنو لپاره په غیر له  پاسپورته   په ازاد  تګ راتګ او ازاده سوداکرۍ  (تجارت) او په خپله خاوره کې په خپله خوښه په هر ځای  کې د اوسیدو د حق غوښتنه کوو.

#PashtoonSocialDemocraticParty #PSDP

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(#Pashtoon SocialDemocraticParty #PSDP) د ټولوپښتنو ګډ کور او شریک  قامي سنګر دی,  چې د پښتني دود, رسم و رواج (عنعنې) او پښتونولۍ  د ارونو (اصولو) سره سم  په سوله ایزه توګه  د بې تاوه پاڅون  (عدم تشدد)  له لاري د پښتنو د یووالي اونزدیوالي لپاره مبارزه او هلې ځلې کوي.

 

زه پوره  باور لرم, چې اوس وخت راغلی دی,  چې مونږه د خبرو پر ځای پلي (عملي)  ګامونه واخلو، ځکه چې پښتانه د خپلو وړتېاوو (صلاحیتونو)  پربنسټ له هیچا نه کم نه دي.

 

 

 

دانګرېزانو له خوا په ټوټو  ټوټو وېشل شوي , پښتانه ېو وجود دی، هېڅوک یې نشي بېلولی.  

د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه د وېنې، قوم، پښتو، پښتونولۍ، ورورۍ  نه بېلېدونکي اړېکو کښې نغښتلي دي

#PashtoonSocialDemocraticParty #PSDP

 

دمزدورانو نړۍ​واله ورځ

د   قامي  وحدت   ژوندۍ   مبارزه   ېم

زه  سکروټه   د  خوارانو مفکوره   ېم

______________

ېادوونه: سکروټه  د اروښاد محمد هاشم زماني  ( د سیلاني افغان تر نامه لاندې)  او د ارواښاد کبیر ستوري د قامي او انقلابي شعرونو ګډه ټولګه ده. 

#PashtoonSocialDemocraticParty #PSDP

 

شل کاری کاکا

ددې انځور په لېدو مې شل کاری کاکا راېاد شو. دکار له ځاېه به د شل کاري کاکا هټۍ او دېرې ته راغلم، ګڼ مشران او کشران به هم ناست وو، ټوکې ټکالې به روانې وې، د وسپنې نه به د بزګرانو او خوارېکښو لپاره داړتېا بېلابیل شېان جوړېدل. دکونړ ولاېت له لرې لرې ولسوالیو به هم کولي ګرام (حکېم اباد) ته خلک راتلل، چې دکرکېلې لپاره پکارېدونکي شېان جوړ کړي

شل کاری کاکا دهمزولي سره همزولی، مشر سره مشر ،کشر سره کشر او ښه مېلمه پال وو

(انځور :د محمدحنېف ګردېوال  نه مننه)19.04.2019

-
بېرته شاته