(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پ ټ اېم

[28.May.2023 - 16:25]

 

پښتون ژغورنې غورځنګ  د پښتنو سیاسي ارتقاء

لیک: جواد ازار

کۀ خبره د سقراط،  ارسطو او افلاطون د سیاسي تعریف نه شروع کړو نو خبره به ډېره بل اړخ ته لاړه شي ځکه دغه فلسفیان زرګونه کاله پخوا په نورو هیوادونو کې تېر شوي دي، د دغه فلسفیانو سیاسي تعریفونه نن هم زمونږ په سیاسیاتو کې مطالعه کېږي خو دغه د عصري تعلیم برخه ده،  زما کوشش دغه وي چې خپل پښتانۀ ملګري د دغه فلسفو په ځاے په خپله ساده لهجه کې پوهه کړم او خپل پېغام او خپله تجربه له خپلو ملګرو او کشرانو سره شریکه کړم.

 

څنګه چې انسان وخت په وخت د ارتقائي عمل نه راتېرېږي، دغه شان د انسان سره راغلي هنرونه هم د وخت د تقاضو سره سم، خپلې تقاضې بدلوي، کۀ مونږ د پخوانو جنګونو تاریخ ته وګورو نو د هغه جنګونو روایات د نن وخت د جنګونو نه ډېر بدل شوي دي، د جنګونو مفادات هغه دي خو واردات یې د ارتقائي عمل نه راتېر شوي دي، نن د تورو او زغرو په ځاے د جنګي جهازونو او ایټم بمونو دور دے د تورو او زغرو جنګونه د خپل ارتقائي عمل سره سم دغه مقام ته رارسېدلي دي، دغه شان د ژوند کولو لارې او نور هنرونه هم د پخوا په نزد ډېر بدل شوي دي

 

څنګه چې نور هنرونه د خپل ارتقائي عمل نه راتېرېږي دغه شان سیاست هم وخت په وخت د ارتقائي عمل نه راتېريږي، پخوا به سیاسي جنګونه په تورو او زغرو کېدل، بیا په نزدو وختونو کې دغه سیاسي جنګونه د مټو د زور نه مازغو ته منتقل کړے شول، په اوس وختونو کې دغه جنګونه او دغه سیاستونه د هغه چا په ګټه دي څوک چې د مازغو په استعمال کولو پوهېږي.

 

دغه شان زمونږ تاریخي قام هم د سیاست په مېدان کې په یو وخت کې د هندوستان پورې غزېدلے ؤ، خو بیا زمونږ غفلت زمونږ په خپل کور کې هم زمونږ خوبونه تختولي دي، دغه غفلت مونږ د سیاست د ارتقائي عمل نه ناخبره ساتلي یو سیاست خپله لار وهلې ده او مونږ د دنیا د قامونو نه شاته پاتې شوي یو. دغه شاتګ مونږ د هندوستان د واکمنۍ نه په خپل وطن کې د پیرنګي د غلامۍ تر زنځیر لاندې راوستي یو.

 

کۀ خبره د پښتون تاریخ د نزدې وختونو د سیاسي ارتقاء وکړو نو په تېر سل کاله کې پښتانۀ د پیرنګي د سیاسي هنر لاندې محکوم ساتلے شوي دي، د دغه محکومیت خلاف، وسلوالې مبارزې هم شوي دي دغه وسلوالې مبارزې هم د پښتنو د سیاسي تاریخ برخه ده ځکه دغه جنګونه هم د قام د آزادۍ لپاره شوي دي دغه جنګونه نن هم هغه شان مقدس دي، کۀ یو څوک د دغه جنګونو مخالفت کوي دا به د دغه جنګونو مخالفت نه وي بلکې دا به د پښتون قام د آزادۍ مخالفت وي ځکه دغه وسلوال جنګونه د آزادۍ جنګونه وو او د ازادۍ لپاره خبره کول او جګړه کول دواړه مقدس وي

 

کۀ د پیرنګي خلاف یو پښتون وسلواله مبارزه کړې ده او کۀ چا د احتجاج، جلوس او سیاسي حکمت عملۍ نه کار اخستے دے دغه ټول خلک معتبر دي. خو دغه ټول خلک د خپلې آزادۍ په مقصد کې تر دې وخته ناکامه پاتې دي، د دغه ناکامۍ هم خپل وجوهات دي، په دغه ناکامۍ کې د وسلوالو د تقسیم خپلې مسئلې دي او د پرامن تحریکونو خپلې تېروتنې شاملې دي. په دغه سیاسي تېروتنو کۀ خبره شروع شي نو د کانګرس د اتحاد نه د پاکستان د جوړېدلو پورې او بیا د دغه غلامۍ د منلو پورې دغه سیاسي تېروتنې څېړل ضروري دي. خو دغه ځانله اوږد بحث دے او دا بحث دلته بې معنې ځکه ګڼم چې سیاست د خپل ارتقائي عمل نه راتېر شوے دے

 

مونږ دا وخت د پاکستان د فوځي ادارې د غلامۍ لاندې ژوند کوو،  دغه غلامي زمونږ سیاسي مشرانو په دغه دلیل منلې وه چې د پیرنګي د هندوستان نه د وتلو روستو به د دې منطقې اختیار زمونږ د ټولو شریک وي، خو پاکستان منل په اصل کې د سیاسي مشرانو د متحده هندوستان لپاره د مبارزې او د کانګرس سره د اتحاد کولو د سیاسي تېروتنې نتیجه هم ده. په دغه نتیجه کې هندوستان آزاد شو او مونږ د پیرنګ په ځاے د پاکستان د فوځ غلامان پاتې شو.

 

پوره اویا کاله زمونږ سیاسي مشرانو په دغه انتظار کې تېر کړل چې مونږ به د پاکستان د پارلېمان د لارې خپل انساني حقوق ترلاسه کړو خو په دغه اویا کلونو کې پښتانۀ مشران په دغه خپل مقصد کې ناکامه پاتې شول، د دغه ناکامۍ وجوهات ډېر دي خو ښکاره او واضحه دلیل یې دغه دے چې دغه پارلېمان د فوځي ادارې لخوا یرغمال دے. کۀ سیاسي مشرانو ته دغه پارلېمان وخت په وخت سهولتونه ورکړي دي نو دغه سهولتونه یا مراعات هم د سیاسي حکمت عملۍ د لارې ورکړے شوي دي. او دغه مراعاتو د پښتنو د غلامۍ دغه زمانه نوره هم اوږده کړې ده

 

څنګه چې ما پورته ذکر وکړلو چې د پاکستان پارلېمان د فوځ لخوا یرغمال دے خو دغه پارلېماني وګړو په دغه اویا کلونو کې پښتنو له سکولونه او کالجونه هم جوړ کړي دي، خو د دغه مراعاتو لپاره فوځ زرګونه پښتانۀ د خپلو جنګي پالیسیو لپاره قربان کړي دي، په دغه جنګونو کې د پاکستان جرنیلانو پوره پوره جزیرې هم اخستې دي کۀ خبره د فوځ د ګټو وکړو نو بیا د پارلېماني ګتو حیثیت یوازې د یو مزدور مزدوري دهاو داسې ښکاري لکه چې پارلېماني وګړو یوازې په دغه جنګي اقتصاد کې د دغه فوځ سهولتکاري کړې وي.

 

خو اوس د پښتنو دغه سیاست د خپل ارتقائي عمل سره سم د فوځ په هغه سهولتکارۍ د عدم اعتماد اظهار د پښتون تخفظ مومنټ په شکل کې کړے دے. پوره اویا کلونه پښتنو په دغه انتظار کې تېر کړل خو کله چې دغه انتظار کومه نتیجه ورنکړه نو د پښتنو سیاست یو نوے رنګ خپل کړو چې دغه رنګ ته زۀ د خپل سیاسي نظر له مخه د پښتنو د سیاست ارتقائي عمل وایم.

 

پښتون تخفظ مومنټ د پښتنو په مړ شوي سیاست کې نوے روح پېدا کړو، کوم قام چې د فوځ په وړاندې تسلیم شوے ؤ د پښتون تخفظ مومنټ دغه سیاسي ارتقاء هغه اولس یو ځل بیا د خپل دښمن په خلاف راپورته کړو، دغه سیاسي ارتقاء د پښتنو سیاسي قبله، د پښتنو د غلامۍ روایت او د فوځ د سهولتکارۍ هغه ټولې کړۍ ماتې کړې. د پښتنو دغه ارتقائي عمل پښتانۀ د خپل دښمن په خلاف یو ځاے ته راټول کړل

 

هغه قام چې په قبیلو کې، د ګوندونو او تنظمونو په شکل کې د دښمن سیاسي هنرونو تقسیم کړے ؤ، د پښتون تخفظ مومنټ سیاسي تنظیم هغه تقسیم مات کړو،  هغه قام چې د پردو غرضونو لپاره سل ځایه تقسیم ؤ. دغه قامي تحریک دغه قام ته د قامي مفاداتو لپاره یوه نوې سیاسي تګلاره وټاکله، پښتانۀ چې ریاست په ډېر لوے هنر په خپل سیاسي زنځیر کې بند کړي وو دغه قامي تحریک هغه زنځیرونه مات کړل، پښتانۀ چې د لاهور جرنیلانو خپل سیاسي غلامان ساتلي وو پښتون تخفظ مومنټ هغه پښتانۀ په خپلو کې راټول کړل، او د هغه جرنیلانو خلاف یې د قامي مقدمې لپاره یو موټے کړل.

 

پښتون تخفظ مومنټ د خپل قام د انساني حقوقو وکالت وکړو خو د دغه حقوقو تر څنګ یې پښتانۀ ځوانان په خپله قامي مقدمه پوهه کړل، پښتون قام ته یې د خپلې ژبې او خپل کلتور سره د مینې احساس ورکړو، هغه پښتانۀ چې د پاکستان فوځ د خپلو کورونو نه لادرکه کړي وو او هیڅ چا یې د تپوس کولو جرات نه شو کولے. پښتون تخفظ مومنټ د هغه لادرکه خلکو وکالت وکړو، د هغه پښتنو لپاره یې د انصاف او عدالت غوښتنه وکړله.

 

پښتون تخفظ مومنټ د پښتون قام په ذهنونو کې د ویرې زنځیرونه مات کړل، خپل قام ته یې د خپل اختیار او د خپلې آزادۍ لپاره ژبه ورکړه. پښتانۀ یې په خپل سیاسي مهارت د دښمن په خلاف د یو تنظیم په شکل کې راپورته کړل، دا تحریک د پښتنو د سیاسي تاریخ د ارتقائي عمل نتیجه ده.

 

د پښتنو دا قامي تحریک کولے شي چې د پښتنو د خپلواکۍ مقدمه عالمي کړي او دغه مقدمه په عالمي عدالت کې د دلیل او په خپله خاوره د مزاحمت د لارې وګټي او دا تاریخي قام یو ځل بیا په خپله خاوره د خپلو سرو او سپینو مالک جوړ کړي.

 

جواد ازار

-
بېرته شاته