(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون لاېرز فورم

[28.May.2023 - 16:27]

نن پر نېټه 22م ميۍ کال 2023م د پښتونخوا لائرز فورم لومړۍ ايګزېکټيو غونډه وشوه،

..........

صدارت:- سکرټري جهانګير خان مندوخېل اېډوکېټ 

تلاوت:-  عصمت ترين اېډوکېټ 

.......... 

د ګوند لخوا ګډون:- صوبايي جنرل سکرټري کبير افغان

.......... 

وخت :- ماسپښين 02:00 بجې 

ورځ  :-  سوموار

ځاى  :-  د ګوند مرکزي دوتر

........ 

............. ( اېجنډا )............ 

 

.(راتلونکې لارې چارې /ائينده لائحه عمل).

 

1...ايګزېکټيو غړو ته مشخصې ذمه واريانې سپارل، 

2.. د ګوند له مرکزي او صوبايي مشرتابه/قيادت سره د ځانګړې غونډې تابيا کول، 

3..د پښتون قام  افغان ملت ملي اتل د ګوند چېرمېن ګران مشر محمود خان اڅکزي سره د پښتونخوا لائرز فورم د ټولو ملګرو په ګډون ځانګړې ناسته/ملاقات اړين بلل، 

4.. د پښتنونخوا وطن ازادۍ سياسي واک اختيار او د قامي ازاديښ د مقدمې بنسټګر او د لوى  افغانستان د سترې دوسيې او بيارغونې رښتوني مبارز د لوى افغانستان او لوى هند د ازادۍ د سياسي قافلې ستر سالار خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي بابا د

 خپل ژوند ليک/

Auto biography 

( زما ژوند او ژوندون) انګليسي ژباړې

 (My Life and Times) 

د جنوبي پښتونخوا سر ښار کوټه کې د مخکتنې دستوره جوړول، 

5.. د پښتنونخوا لائرز فورم په ضلع کوټه او د جنوبي پښتونخوا د ټولو اضلاعو د وکيلانو ډيټا / ممبر شپ راغونډول، د دې

( پېشې profession  ) د ګوند څانګه (پښتونخوا لائرز فورم پرخوله او په پراخه کچه  فعالیت کول اړين بلل، 

6.. په وکلاﺀ ورورولۍ/برادري کې د شموليت په پراخه کچه بلنه مهيم چلول، په ګوند او په پښتونخوا لائرز فورم کې د ګډون دعوت /بلنه ورکول، 

7.. د پبلک انټرسټ (د اولسي ګټو/رفاعه عامه) پر بنسټ په اړوند عدالتونو کې د ګوند تر څارنې لاندې کېسونه دائره کول او خلګو ته وړيا انصاف ګټل او د عدالتونو اړوند د ژوند لارې چارې د عدالتونو له لارې اسانول او ستونزې هوارول به زموږ ملي، ګوندي او د خپلې پېشې په توګه خپله وظيفه او وجيبه ګڼل وي، 

8.. او د عدالتونو اړوند ستونزو د اولسي پوهاوي / اګاهي په توګه د پښتونخوا لائرز فورم د خپل ځانګړي افشل پېج له لارې وړ وکيلان ملګري خپل فعالیتونه کولو تابيا کولو هم اتفاق وشو، 

9.. د پښتنونخوا لائرز فورم به د کوټې په کچهرۍ کې خپل ځانګړى ناستون/د ناستې پاستې مالوم سرکل جوړوي، چې ملګري او د وطن هر وګړى دوى ته د رسېدو، ليدو کاتو، خپلو ستړو ستونځو وړاندې کولو کې ورته اسانتيا ومومي، 

10.. د پښتنونخوا لائرز فورم ټول ملګري به د ډېرې سينجيدګۍ ځخه کار اخلي او پر هر فورم به د ګوند استازيتوب د قام استازيتوب د ګوند مقدمه د قام کامي مقدمه خپله لويه ملي دوسيه به ډېره ځیرکتیا، ډېره په دلائلو، مدلل، ډاکومېنټيډ د خپل انداز فائلنګ پر بنسټ به مخ په وړاندې وړي، 

او دې ته خپل ځانګرى دفتري ورک کوي او د ګوند مشرتابه ته او د ګوند پارلېماني غړو ته د عدالتونو اړوند ائينې او قانوني ګائيډ لائن، مرسته، ډاکومېنټس، ليګل ريسرچ ورک او ليګل ريسرچ پېپرې د اړوند پېښو پر وخت خپل خدمات وړاندې کوي، 

11.. د ببلک انټرسټ لېول هر ډول کيسټونو ته ټيمونو جوړول او د ټولو وکيلانو همکارۍ ته غاړه ښوول او ټيم ورک باندې د هر مېټر Matters لکه ،سېول/ملکي، کرېمنل/فوجداري، نادرا، سروېسيرز، وغېره وغېره خپل خپل ايکسپرټ وکیلانو سره سره د ټرېن کولو په موخه د جونيئرو وکيلانو بشمول ټيم تشکيلول، او دا ډول عدالتي لارې چارې لټول، اسانول او هوارول به زموږ د موخو برخه وي، مقصد به کو د خپلو خلکو خدمت، هوساىي او ستونزې هوارول وي، 

12.. د کوټې (بلوچستان) هائى کورټ بار،او بېلابېلو بارز ايسوسي ايشنزو سره د خپل لائرز فورم له فلېټ فارم ځخه د قام، ګوند کلک استازيتوب/نمائيندګي او رهنما رول او همکاري او ښه اړوند ليګل، سياسي، ټولنيز /سماجي، لېټريري اړيکې/ روابط وي، 

13.. د پښتنونخوا لائرز فورم به د ګوند او قام او د خپلو اولسونو او د مظلومو خلګو پر هر فورم په هر حال کې کلکه ژغورنه/دفاع د خپلې پېښې په توګه لومړيتوب ارزوي، 

14.. پښتونخوا لائرز فورم به د خپل ګوند د راهنما ادارو تر څارنه لاندې د تنظیمي ډسپلین په رڼا کې د ګوندي آئين او منشور په چوکاټ د خپل استي سوګند او خپلې لوړې کولو په پابندۍ سره خپله ورته سپارل شوې دنده ډېره په مېړانه تر سره کوي او د هيڅ ډول ستخيو، مشکلاتو، ستړو ستونزو او خببلې مبارزې ځخه به چى ته هم سرغړونه نه کوي، دا هوډ به تل پر ځاى او مقدم وي، 

15.. په دې کې به په ځانګړې توګه د ګوند د سرګرميو /فعالیت په دوران کې د ګوند پر ملګرو پېښو مقدمو، ايف ائى ارونو، قيد او بند پېښو، او هم داسې د پښتونخوا ملي اولسي ګوند د لوستونکو د سازمان  پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن ( PSO) د ملګرو که څه هم سياسي مبارزې برخه ده پېښېږي او بدبختانه تل موږ وينو موږ سره پېښ وي دې سره موږ تل مخ يو او تل له بېلابېلو مخالفو قوتونو سره لاس او ګریوان يو نو دې لړ کې به د پښتونخوا لائرز فورم تل څالاک،ځيرک او تل چمتو اوسي چي پر وخت د خپلو لوستونکو او ځوانانو عدالتي چارو کې، قانوني چارو کې خپل خدمات پر وخت وړاندې کولو کې ذهني تل چمتو واوسي، 

16.. تر څو چې د پښتونخوا لائرز فورم مرکزي، صوبايي تنظیمونه جوړېږي تر هغوى به د پښتونخوا لائرز فورم د ضلع کوټې لائرز فورم د نوورو اضلاعو ،صوبو له وکيلانو سره په ګډه او همارۍ خپل راهنما رول لوبوي، او فعالیت به کوي، 

..... 

او هم په دې لړ کې د پښتونخوا لائرز فورم د ضلع کوټې نوې ټاکل شوي کابېنې د خپلو ايګزېکټيو غړو ته ځانګړې، ځانګړې ذمه وارۍ وروټاکلې که څه هم ټول به په ګډه ټول کارونه د ټول ممبرشپ په ګډون او صلاح مشوره او مرسته مخ په وړاندې بيايي خو بيا هم د عهدو تعين يا ذمه واريانې په دې ډول ايګزېکټيو غړو ته وسپارل شوې، لکه... 

......... 

1.. پرېس/مېډيا...

سلام خان او عصمت ترين

... 

2.. ماليات سکرټر.... 

عالمګير خان اڅکزى 

.... 

3.. رابطه.... 

وحيد الله افغان

..

4.. افس...... 

نعيم خان غيلزى

.... 

5.. کلتور.... 

دريا خان خروټى 

6..!

7..!

..........

1..په دې ډول د پښتونخوا لائرز فورم مياشتۍ جنرل باډۍ د بحث برخه، 

2.. مياشتۍ چنده 

3.. د وينې مرسته

4.. د أئين او قانون... تر سرلیک /عنوان لاندې د سټډي سرکلز يادونه

5.. د نوو راغلو وکيلانو هرکلى/ښه راغلاست په هکله، د جونيئرو وکيلانو لارښوونه، زده کړه، مرسته

6.. د ګوند په جلسو، جلوسونو، لاريونو/مظاهرو، پرلتونو، سېمينارونو،سټډي سرکلونو،غونډو، کې فعاله برخه اخستل، 

7.. په عدالتي چارو کې د اړوندو موخو پمپليټس جوړول، ليکل، خپرول، خوورل،په خپلو غوښتنو خلک خبرولو، پوهولو په موخه

8..پښتونخوا لائرز فورم به د خپلو ملګرو څارنه کوي او ورته به هدايات کوي چې خپل عدالتي کار سره او هم په ملي موخه په ملي جذبه  د خپل ګوند (پښتونخوا لائرز فورم) له تنظیم سره په بشپړه توګه ملاتړى و اوسي او بې ځایه خپل وخت چيرته ضایع نه کړي، پروفېشنل و اوسي، ملي مبارز و اوسي، او تنظیم به هم د دوى وخت چي تن بې ځایه او بې مقصده ځاى چيرته خم نن او کله هم نه کړي ضایع، د کار او د وخت پابندي او خيال به تل په نظر کې ساتل وي، 

...... 

ياده دي وي چې د غونډې دوران د ملګرو په هر ډول ستونزې، خدمتونو ټولو ملګرو ژور بحث وکړ، او د ژوند، ګوند، تنظيم او عدالتي چارو اړوند هرې نقطې باندې ژور بحثونه وشو، 

..... 

خوښ بختانه په غونډه کې د بالا ګوند په استازيتوب د ګوند صوبايي جنرل سکرټر شاغلي کبير افغان ګډون درلود،چې په دې دوران کې پر ټولو نقطو شاغلي کبير افغان ډېره په ځيرکتيا او خپله سياسي، تنظیمي تجربه او پوهه ژوره رڼا واچوله، 

او ورستو د پښتونخوا لائرز فورم ضلع کوټې صدر شاغلي جهانګير خان اېډوکېټ صدارتي وېنا وکړه،...پاى..په درناوي 

............. 

حاضر غړي 

... 

1.. جهانګير خان... سکرټري 

2.. جبار خان بادېزى.. مرستيال 

3..سلام خان 

4.. نعیم خان 

5..دريا خان 

6..عصمت خان

7.. عالمگیر خان

8.. وحيد الله افغان

9.. طاهر خان..... غېر حاضر، 

..... 

 

لخوا:-پښتونخوا لائرز فورم،کوټه

( راپور...... پرېس څانګه )

تورزن افغان

-
بېرته شاته