(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رجب جومات ته

[28.May.2023 - 16:39]

رجب جومات او اوغلو د اتا ترک قبر ته ولاړ

نن په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې پیل شوې

ټاکنې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغې د سیاسي مخالفانو د اپوزیسیون د مشرانو او د شپږو ګوندونو له خوا د یوه راجوړ کړای شوي ائتلاف تر منځ روانې دي چې مشري یې کمال قلیچدار اوغلو کوي.

اوغلو د مصطفی کمال اتا ترک د نظرې او تګلارې خاوند دی هغه په ترکیه کې د اسلامي شعایرو سرسخته مخالف دی او که بریالی شي نو په اداري برخو کې به د مسلمانو مېرمنو په پرده او حجاب سخت بندیز ولګوي او همدا ډول به اسلامي مرکزونه هم د سختې ننګونې سره مخ شي او د اروپایانو د قانون له مخې به ترکیه کې هم نر له نر او ښځه له ښځه سره واده او شریک ژوند کولای شي.

که څه هم دمګړۍ وړاندوینه ګرانه ده چې ټاکنې به پر کوم لورې وڅرخي په ټولیز ډول ترکان د ازاد حکومت پلوي دي ترکان په فطرتي توګه اکثره مسلمانان دي او د دین سره خواخوږي لري دوی لا په عثماني خلافت او امپراتورۍ ویاړي خو پر عکس دا چې ترکیه د اروپا او اسیا تر منځ پوله ده د مختلفو فکرونو او ثقافتونو یوه ټولنه ده ترکان په ترکي نشنلیزم ویاړ او ترڅنګ یې دین ته هم عقیده لري.

د مصطفی اتا ترک تر مړینې وروسته رجب اردوغان یوازینی ولسمشر دی چې ترکیه یې د اروپا او امریکا د ټولو ننګونو او پلمو سره سره بېرته اسلامي محور ته راوڅرخوله د نړۍ په کچه یې تل د مظلوم مسلمان خوا ونیوه په فلسطین ' برما او نورو هېوادونو کې یې د مظلومانو په ځورونه او وژنه سخت غبرګونونه وښودل.

د ترکې اقتصاد یې هم د اروپایانو د ټولو تربګنیو او باریکیو سره سره په پښو ودراوه . د رجب مخالفانو څو وارې د بهرنیانو په مرسته د رجب پر وړاندې بغاوتونه وکړل خو رجب په زغم ' حوصله او سیاسي بصیرت شنډ کړل او ترکیه یې له سیاسي اخ او ډب نه وژغورله.

ترکیه کې څو زره دپاسه شپېته ملیونه ترکان د رایې اچونې جوګه دي

چې پنځوس عشاریه شپږ برخې یې ښځې تشکیلوي.

د ترکې په ټاکنو کې څه کم شل ملیونه کردان هم بنسټیز رول لري او ډیری کردان چې سیاسي مبارزان یې له ترکې خپلواکي غواړي د هر نظام سره خپل اختلافات لري د اردغان په شل کلنه دوره کې هم د رجب اردوغان مخالفینو په پټ لاس بار بار هڅه کړې چې کردان د رجب پر وړاندې وهڅوي کړکیج پیدا کړي او د رجب پلويان ناراضه کړي.

که څه هم داسې ښکاري چې رجب به یو ځل بیا میدان وګټي خو ځینې غربي رسنۍ برعکس د اوغلو د بري راپورونه ورکوي.

دا امکان هم شته چې یوه ډله هم پنځوس سلنه او غوڅه برخه خپله نه کړي او ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي او که داسې وشول نو د روانې میاشتې ( مای ) پر ۲۸ به بیا ټاکنې کېږي.

د ترکې سیاست پوهان وایي که د اوغلو په مشرۍ ټلواله بریالۍ هم شي د واک د وېش په جینجال کې به ډېر ژر بېرته ائتلاف او حکومت ړنګ کړای شي.

د ټاکنیزو سیالیو په ترڅ کې رجب اردوغان پرون د صوفیې مشهور جامع جومات ته ولاړ او د ماښام لمونځ یې د عامو خلکو سره ادا کړ خو د ائتلاف مشر اوغلو بیا د اتا ترک قبر ته ولاړ او هلته یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او په دې ډول دواړو مشرانو خپلې فکري او عقیدوي لارې یو ځل ببا روښانه کړې.

ټاکنې نن د ترکې پر سیمیز مهال د سهار اته بجې پیل شوې او د مازدیګر تر پینځو بجو به روانې وي او دشپې ناوخته به یې پایلې اعلانیږي.

د ولسمشرۍ د ټاکنو سره سم د پارلمان ټاکنې هم روانې دي او د پارلمان د چوکیو ګټل هم د دواړو خواوو دپاره د پوره ارزښت وړ دی.

پارلمان شپږ سوه ( ۶۰۰) چوکۍ لري او څلور سوه چوکي د قانون د بدلون او تعدیل واک او قانوني صلاحیت لري.

ترکیه ۸۵ ملیونه نفوس لري ' د ناټو غړیتوب لري او په سیمه کې ژور اغیز لري.

د ترکې پوځیانو د ( ایساف ) د بین المللي پوځیانو ( نړۍ واله پوځې ټلواله ) په چوکاټ په افغانستان کې هم شتون درلود چې د اسلامي خواخوږۍ له مخې یې تلفات بېخي کم وو او د وخت د افغان دولت جنګیالیو پرې بریدونه نه کول.

د ترکي سیاسي بدلون به په سیمه او د ترکې په اقتصاد او سیاسي اړیکو کې هم ژور بدلونونه راوړي.

په اروپا کې هم ډېر ترکان مېشت دي یوازې څلور ملیونه په جرمني کې اوسیږي او همدا ډول په لکونو په بلجیم ' فرانسه ' سویډن ' ډنمارک ' ناروې ' انګلینډ ' اطریش او نورو هېوادونو کې مېشت دي او اکثره د کار او بار مارکیټونه هم د دوی سره دي.

ترکیه یوازینی اسلامي هېواد دی چې بې شمېره جوماتونه او میخانې په کې دي.

وګورو چې تر سبا څه پېښیږي.

اجمل اټک یوسفزی

14.05.2023

د ترکیې د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنو ورځ

-
بېرته شاته