(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لاسي لیک او سړیتوب

[09.Jun.2023 - 15:57]

 

#لاسي_لیک_او_سړیتوب (Personality)
یوازې د #غږ_ژبه د ساوالو ( روحي ) لړونو سره اړیکي نه لري بلکې د لیک ژبه هم د لیک مانا په ښودنه (Graphology) کې (د لیک چې په لاس لیکل شوی وي) د ټاکلو نښو نښانو له لیارې د سړیتوب (Personality) ټاکلي لړونه راپه ګوته کوي. 
ددغه نښونښانو ځینې مهمې دا دي.

#کوچنی_او_غټ_لیک: 
کوچنی لیک د بې ډاډۍ ، د احتیاط ، د کموالي د احساس، د شوموالي او په ځان باندې د باور نه لرلو مانا ورکوي. غټ لیک بیا د بیدارۍ ، سخیتوب، لری لید او په ځان د باور مانا لري.
#نرم_او_ټینګ_لیک:  
د لیک د ټینګوالي او نرم والي د معلومولو اسانه لاره دا ده چې ټینګ لیک د عادی کاغذ شاته خاپونه پریږدي او دلیک کرښی او خاپونه د ليک د پاڼې تر شا ښکاري ، نرم لیکل شوې لیک بیا د کاغذ تر شا خاپونه نه پریږدي. ټینګ لیک د ډیرې انژرۍ، ژوندیتوب او کلکی ارادې او خپلې ارادې ته د عمل د جامو اغوستلو د توان مانا لري نرم لیک د احتیاط، نرمۍ او غاړې ایښودلو ( تسلمېدلو ) مانا لري.
#کوږ_او_نیغ_لیک: 
ښي اړخ ته د لیک کوږوالې بهرنیز خویه (ExtrovertiertenTyp) انسان مانا لري او کیڼې خواته د لیک کوږوالې د ننیز خویه (Introvertierten Typ) انسان موږ ته راپه ګوته کوي. نېغ لیک چې نه ښي اړخ ته کوږ وي او نه کیڼ اړخ ته کوږ وي او سیخ پور ته ولاړ وي د دننیز او بهر نیز خویه (Ambiaqual) انسان نښه ده. 
#بهرنیز_خویه  (Extrovertieten Typ) د بهر و خواته میلان لري،ټولنیز او ډله ایزوي یانې د ډلې او د وګړو سره تماس ئې خوښېږي او دټولنې سره د سمون توان لري او ژر د اغیزيې لاندې راتللې شي.
#دننیز_خويه (Introvertierten) انسان بيا د دننه خواته میلان لري. ګوښه ایز، ځانګړی او خود پرسته وي او د تخیل (Phantasie) له پلوه غښتلی او بډای وي د ننیز او بهرنیز خویه (Ambiaqual)انسان بيا هم ګوښه ایز او هم ټولنیز وي. ددې ډول انسانانو توازن او انډول برابر وي (Koch,1957, Graser,1970) .

دلته په کار دي چې دا هم وویل شي چې د لیک مانا د ښودنې ( ګرافولوژي) دغه دوه لومړۍ نښې ( کوچنی او غټ لیک ، نرم او ټینګ لیک ) د پښتو پر لاس ليکل شوي لیک لپاره پوره اعتبار لري خو دغه دریمه نښه ( کوږ او نېغ لیک) څیړنې ته اړتیا لري ځکه چې د پښتو لیک د ښي څخه د کس (کیڼ) خواته لیکل کېږي او د لیک مانا د ښودنې ( ګرافولوژي ) څیړنې د اروپايي هیوادونو په لاس لیکونو چې د کیڼې څخه ښی خواته لیکل کېږي شوي دي . که څه هم دا واقعیت د څیړنې د اړتیا لپاره خبرې نه کوي چې اکثره انسانان په ښي لاس لیکل کوي او هم ئې د ژبې مرکز د دماغ یا مغزو په کیڼه خوا کې دی او په دې برخه کې د مختلفو هیوادونو د وګړو په منځ کې توپیر نه شته دی.

Ladies leek au Sarritob  By Dr. Kabeer Storai 

Source: Zhabsapohana

کتاب په لاندې تړونې کښې 

 http://kabirstori.com/files/books/Zabsapohana.doc
#PSDP

-
بېرته شاته