(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه ځایونه چې

[09.Jun.2023 - 15:59]

د نړۍ هغه ځایونه چې خلک د ورتګ اجازه نه لري!

 

د اسټراليا جزيره

 

په اسټراليا کې يوه جزيره د Heard Island Volcano په نوم ده، چې دلته ټولې واورې او همدا راز پينګوين هم شته، خو دلته که څوک وغواړي چې ورشي، نو په يوه کښتۍ کې به ٧ ورځې سفر کوي او بيا به دغه جزيرې ته رسېږي.

 

دلته نه يوازې دا چې تشې واورې او پينګوين دي، بلکې دلته لاوا يا اور هم شتون لري، چې له دې امله هم څوک دې ته زړه نه ښه کوي چې دې ځاى ته ورشي.

 

که يو څوک دا هڅه وکړي چې دې جزيرې ته ورشي، نو ورتګ خو يې کېداى شي، خو بېرته راتګ يې ترې امکان نه لري.

__________________

 

ويتيکا سيکريټ ارشيف

 

د ويتيکا سيکريټ ارشيف Vatica Secret Archives چې د ويتيکا په ښار کې دى، د نړۍ تر ټولو پخواني کتابونه او معلومات پکې دي او دا ډېر سخت خوندي ساتل کېږي.

 

دې ارشيف ته يوازې د عيسايانو مشر يا پاپ ورتللى شي، څه وخت وړاندې يوازې يو څو ځانګړو څېړونکو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د څېړنې لپاره ورشي، خو هغوى سخت څارل کېدل او ورته ويل شوي و چې له کتابونو او اسنادو سره به ګوتې نه وهي.

 

د دوه سوه کلونو تېرېدو او د ټېکنالوژۍ د دومره پرمختګ وروسته هم د دې ځاى هېڅ معلومات بهر نه دي راويستل شوي.

 

ځينې خلک د دې ځاى په اړه وايي، چې که د دې ځاى معلومات بهر راووځي، نو نه يوازې دا چې د نړۍ ډېر رازونه، بلکې د عيسايانو او کليسا ډېر رازونه به هم راښکاره شي، نو ځکه هم دلته د عامو بلکې د ډېرو خاصو خلکو ورتګ هم منع دى.

________________________

 

ايسي ګرانډ زيارت، جاپان

 

په جاپان کې يو ډېر پخوانى زيارت دى چې ISE Grand Shrine نومېږي او دا د عيسوي تاريخ څخه څلور پېړۍ مخکې جوړ شوى دى، چې د جاپان يو له پټو ځايونو څخه دى او ډېرو جاپانيانو ته تراوسه هم د دې په اړه معلومات نشته، ځکه دلته عام خلک د ورتګ اجازه نه لري.

 

دا زيارت هر ٢٠ کاله وروسته ورانېږي او بيا له سره جوړېږي، چې اوس کوم زيارت دلته شتون لري، هغه په ٢٠١٣ کال کې جوړ شوى دى، دلته ډېر بتان او د جاپان په اړه ډېر څه پراته دي.

 

د دې زيارت په جوړولو د جاپان حکومت ٥٠٠ ميليونه امريکايي ډالر مصارف کوي، خو بيا هم دلته عامو خلکو ته د ورتګ اجازت نشته دى.

_________________

 

ګلوبل سيډ والټ، ناروې

 

ناروې چې د نړۍ يو له ښايسته هېوادونو څخه دى، ساينسپوهان وايي چې زموږ په نړۍ کې د ونو او بوټو ډېر نسلونه ختمېدونکي دي او کېداى شي، نن سبا چې موږ دا کوم ګلان او ونې وينو، ښايي په راتلونکي وخت کې يې ونه وينو.

 

دې حالت ته په کتلو سره د ناروې حکومت په يوه ډېره شړه سيمه کې ١٣٠٠ کلومتره اوږدوالي باندې په ٢٠٠٨ کال کې د Global Seed Vault په نوم يو ځاى جوړ کړى دى، چېرته چې د ونو، بوټو، ترکاريو، تازه مېوو او دې ته ورته نورو تخمونه ساتل کېږي.

 

د ټولې نړۍ څخه راغونډ شوي دا تخمونه په ډېرو ځانګړو بکسونو کې ساتل کېږي او دلته هيچا ته د ورتګ اجازه نشته، دلته د ساينسپوهانو يوه ځانګړې ډله کار کوي او دا ځاى ډېر سخت امنيت لري، که يو څوک وغواړي هم ورتللى نه شي، ځکه چې دلته هر ځاى ته ننوتل ځانګړي کوډونه لري.

______________

 

ايريا ٥١، امريکا

 

ايريا ٥١ په امريکا کې د نړۍ تر ټولو خطرناک پوځي کمپ دى، چې ډېر سخت امنيت يې ساتل کېږي او د دې ځاى په اړه هېڅ معلومات بهر خلکو ته نه ورکول کېږي.

 

د دې ځاى په اړه ويل کېږي، چې Aliens يا هم د نورو سيارو مخلوقاتو سره دلته ليدنې شوي دي او د هغوى ډېر رازونه دلته دي، همدا راز په لومړي ځل چې سپوږمۍ ته کوم کسان تلل، د هغوى ټول کنټرول هم له دې ځايه کېده.

 

دا داسې ځاى دى چې د پوځيانو تر سخت څار لاندې دى او د دې ځاى په اړه د حکومت لوړپوړو چارواکو ته هم ډېر معلومات نه ورکول کېږي، تر ٢٠٠٥ پورې خو حکومت ته هم ددې ځاى په اړه معلومات نه و چې داسې يو ځاى پوځ جوړ کړى دى.

 

دلته عامو خلکو ډېر نا اشنا شيان هم ليدلي دي، ډېر داسې شيان خلکو ليدلي دي چې د دې سيمې د پاسه يې الوت کړى دى، خو دلته انسانان څه چې ان ځناور هم نه شي ورتللى.

______________________

 

د کين شي هانګ ميوزيم، چين

 

په چين کې يو ډېر لرغونى او ډېر پراخ ميوزيم د ځمکې لاندې دى، چې د کين شي هانګ ميوزيم Tomb of Qin Shi Huang ورته ويل کېږي.

 

کين شي هانګ د چين د کين پاچاهۍ لومړنى پاچا و، کله چې هغه پاچا شو نو عمر يې ١٣ کاله و او کله چې هغه مړ کېده، نو ټول چين کې يې يووالى راوستى و.

 

هغه د خپلې پاچاهۍ پر مهال دا ميوزيم جوړ کړى و، چې دلته يې د خپلې پاچاهۍ ډېرې کارنامې خوندي کړي دي او د دې تر څنګ د خپلو پوځيانو بتان او نور ډېر شيان يې هم دلته جوړ کړي او ساتلي و.

 

کين شي هانګ په اړه ويل کېږي، چې هغه غوښتل چې د هغه کارنامې او پاچاهي د نړۍ تر پاى پورې خلکو ته په ياده وي نو له دې امله يې دا لوى ميوزيم په ٣٨ کلونو کې جوړ کړى و، چې دا ټول ميوزيم د غلامانو په لاسونو جوړ شوى دى.

 

که څه هم د دې ميوزيم يوې برخې ته د عامو خلکو د ورتګ اجازه شته، خو هغوى يوازې پاس نه ځينې کوچنۍ برخې ننداره کولاى شي، دې ميوزيم ته لاندې يوازې د چين لوړپوړي چارواکي د ورتګ اجازه لري او عام خلک د ورتګ اجازه نه لري.

____________________

 

د پوګليا جزيره، ايټاليه

 

په ايټاليه کې د پوګليا جزيرې Poveglia Island په نوم يوه جزيره ده، چې په ١٧٩٣ کال کې حکومت جوړه کړې وه، دلته ١٦ زره کسان ساتل شوي و او هغه ټول کسان په یوه ورځ دغلته مړه شول.

 

دا يوه کوچنۍ جزيره ده چې په پنځوس سلنه خاوره کې يې انساني هډوکي موندل کېږي، دلته شاوخوا اتيا کاله مخکې يو لېونتون هم جوړ شوى و، خو وروسته وتړل شو.

 

د دې ځاى په اړه ويل کېږي، چې دلته د خلکو سره داسې چلند شوى و، چې له امله يې دا ټوله جزيره تړل شوې ده او د خلکو د ورتګ اجازه نشته، دلته يوازې ځينې ځانګړي څېړونکي ورځي.

____________________

(راټولونه: سرایي ځدران)

-
بېرته شاته