(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بارام خان څوک وو

[06.Jul.2023 - 05:51]

 

بارام خان څوک وو ؟

ليک:مولانا خانزېب

                             توره بارام خانه نوابه !

                    څنړې دې غوړې که چې باد ئې رپوينه

                                            نوابه

 

د پښتو ددې فولکلوريکي تاريخي سندرې او پدې کښی د ېاد شوي تاريخي شخصيت بارام خان په اړه د ېو چا غېر مستند ليک کړې د بده مرغه دغه غېر مستند ليک بېا بېا شئېر کول شي چې په هغې کښې دغه د پښتو خوندوره تاريخي سندره په تېر لنډ وخت کښې د وزيرستان په ېو نامالومه  ځوان پسې تړلې شوې او دا ليکي  چې بارام خان په نزدې وخت کښې د ظاهر شاه په واکمنۍ کښې د افغانستان په هوائي ځواک کښې د الوتکې پائلټ وو الوتکه پې لوېدلې وه او مړ وو پدغه نبست دغه سندره وائل شوې .

زه درسره خپل ېو ليک پدې اړه شریکومه چې دغه جوړه مغالطه ختمه شي.

زما په فکر ېو ډېره ښکاره فولکلوري سندره داسې پغېر د کم حقیقي شاليد او سم تړون پرته  په ېو داسې مجهول کس پسې تړل چې فقط نوم ئې بارام خان وو او په الوتکه کښې مړ وو کم خوندور مستند کار نه دې ،  داسې سندرې زمونږ د اولسي ژوند ژواک په اړه پوره ېو کتاب وي دهغه وخت د تاريخ ډېر اړخونه ورسره تړل شوي وي خو سم پلټل غواړي  پکار ده چې د اټکل په ځائې مونږ د تاريخ پانړې ښې اوسپړو .

 

 فولکلوري سندرې د ېو دور او تاريخ په اړه ډېر زبردست ترجمان وي بائد چې مونږ هڅه کوو چې د تاريخ ورک کردارونه پداسې سندرو کښې اولټوو نو ښه به وي .

 

کم بارام خان چې زه درپېژنم دا د دې سندرې مصداق ځکه دې چې په سندره کښې د ،نواب ، ټکې بېا بېا کارول شوې او نواب هم دا بارام خان وو نه دغه ېاد شوې مالوم پائلټ.

د بارام خان تعلق د بره مومندو د کنړ او جلال آباد ترمېنځ سيمې ، لال پورې ، د  مورچه خېلو خانانو د کورنۍ سره وو او د خپل وخت ېو تکړه اولسي خان وو  ، بارام خان چې د پلار نوم ئې نواب سادت خان وو  پلار ئې د لال پورې د خپل وخت 1840/1864  پورې ېو زورور قامي خان  وو د پيرنګېانو په ضد هم جنګېدلو ،ددغه خانې به تر مېچنۍ ېکه غونډ پورې په تجارتي لارو مالي باج وو چې په کال کښې به تر 12000 روپو پورې رسېدو  ، د بارام خان په اړه راځي چې اوګدې غوړې څنړۍ او په چرګي اس به  سور ګرځېدو او دغه افسانوي شهرت ئې په کال 1873 کښې هغه وخت ترلاسه کړو چې د ېو پيرنګي مېجر مېکډونلډ په وژنه په ېو غزا کښی برېالې شوې وو،  برام خان وژل شوې ېا کمه پېښه کښې نه وو مړ  بلکې پخپل مرګ مړ وو د پيرنګي مېجر په وژنه کښې ورسره ېو کس بل مرګرې وو هغه څه وخت پس په ،ډهاکه ، کښې نيول شوې وو او بېا پهاڼسې کړې شوې وو.

 ډبليو ،آر ، اېچ ،مرک ، (W R H MERK ) د مومندو په تاريخ ليکل شوی په 1898 کښې پخپل رپورټ کښې د بارام خان په اړه تفصيلي ېادونه کړې .

 

  په لال پوره کښې د جلال الدين اکبر د وخت نه ېو کورنۍ د مومندو د ترکزو څانګې ، درما کور مورچه خېلو ،د سيمه ييزو خانانو په منصب ناسته وه چې ړومبې مشر ئې ،ملک مورچه ،وو په مومندو کښې د ،ګوشتې ،او ، پنډېالې د برام خېلو ، خاني هم وه خو د لال پورې خاني ددغه خانو په نسبت ستره وه .

زېن خان د احمد شاه بابا په وخت کښې د لال پورې ېاد خان تېر شوې داسې ،بلوطس خان ،ارسلا خان ، او ماذ الله خان ، هم خانان پاتي شوي په نورو خانانو کښې  ، لنګر خان ، سرفراز خان ، او محسن خان  .

 

 هم دغه راز پدې خانانو کښې ېو ېاد سړې ، تورا باز خان ، تېر شوې چې د ماذ الله خان ځوئي وو  سادت خان ئې په 1837 کښې ګوښه کړې وو خو څه وخت پس ئې د سادت خان د برام خان پلار سره  روغه اوشوه  په ړومبي افغان پيرنګي جنګ کښې د امير دوست محمد کلک ملاتړ وو دوست محمد خان به ورله شپږ زره ماجب هم ورکوو .

 

د شاه جهان په وخت کښې د ملک مورچه  ځوئي ، قلندر شاه ،خان وو د باجوړ د ، برام خېلو  منصور خېلو خاني چې کله پخپل وخت کښې زوروره وه نو د خپل واک پولې د ،لال پورې ، د سيمې ، سورۍ تيګې ، ته رسولې وې چې دغه د لويديځ په لور د قدیم باجوړ پولې وې.

 

   ددغه کورنۍ  او د باجوړ د منصور خېلو د خانې ترمېنځ نزدې اړيکې به وې او خپل مینځي خپلوې هم کړې وې چې د سادت خان ( 1875 ) ېوه ښځه د باجوړ د ،اجدر خان لور ،او صفدر خان ،خور وه .

دغه راز د دغه خانې د شپاړلسمې پېړۍ د باجوړ ېو روحاني شخصیت ، سېد احمد المعروف مورزاد ولي ، سره هم نزدې اړيکې وې مورزاد ولي مړ هم په لال پوره کښې وو چې ددغه خانانو ترمېنځ روغې جوړې له د باجوړ نه تلې وو هلته ناجوړه شو مړ شو او بېا خپلو مريدانو د خپلې سيمې په لور راوړو چې د مومندو دانشکول سيمې ته ئې مړې رورسوو نو سورلې مخکښې نه تله او هم دلته په دانشکول کښې خاورو ته اوسپارل شو

مورچه خېل د احمد شاه بابا په وخت کښې د هغه مرستیال وو دې کورنۍ او داسې د مومندو د سيمې نورو ډېرو قبيلو ته به کال په کال د افغانستان له اړخه ،کليز ماجب ،هم ورکول شو . بارام خان هم پدې کورنۍ کښې ېو تکړه ځوان وو د پيرنګېانو په ضد وو وخت په وخت به د هغې په ضد په جنګونو کښې هم برخه اخيسته دده ېوه قلا د چهيلګازو په سيمه کښې هم وه چې پلار ورله جاګير ورکړې وو .

 

 هم داسې ېو پیښه د بارام خان سره په تاريخ کښې ېادول شي چې هغه دده د شهرت او د پښتو ددغه یادې اولسي سندرې  لامل شو په 1873 کښې د مېچنۍ په سيمه په ېو غزا کښې د پيرنګېانو ېو مېجر ، مېکډونلډ ، بارام خان او ېو ورسره بل مرګرې وو اووژلو او داسې لوئي نوم جوړ کړو چې دغه فولکلوريکي سندره هم ددغه وخت او سړي ېاد دې .

 

د لال پورۍ  د خان  سادت خان   لور د امیر شیرعلي خان ښځه ( قمر جانهوه او امیر  یعقوب خان او سردار محمد ایوب خان ( غازي مېوندئې ځامن وو

دغه ښځه د محبت خان، سخي شیر محمد خان بارام خان، نعمت الله خان، فتح محمد خان، نوروزخان، سلطان محمد خان، ېارمحمد خان او عطا محمد خان خور وه.

 

 ددې بارام نه پرته دوه بارام خان نور هم په پښتنو کښې ېاد دي ېو د باچا خان د پلار نوم هم بارام خان وو ېو ېاد بارام خان د خوشال خان خټک ځوئي هم وو چې د پلار په ضد د مغلو مرستېال وو  ځنې څېړنکار د خوشال خټک د ځوئي په اړه د خوشال بابا شعرونه د اشرف خان تحريف ګنړي .

 

تورہ بارام خانه، نوابه !

څڼې دې غوړې کړه چې باد ئې رپوينه

 

نوابه !

تورہ بارام خانه، نوابه !

 

اول مې فکر در ته نه وو، نوابه !

اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دینه

 

نوابه !

تورہ بارام خانه، نوابه !

 

څڼې دې غوړې کړه چې باد ئې رپوينه

نوابه !

 

اول دې وی چې رامئین شه، نوابه !

اوس راته وائې زړګی صبر کړہ مئینه

نوابه !

 

تورہ بارام خانه، نوابه !

څڼې دې غوړې کړه چې باد ئې رپوينه

نوابه !

مولانا خانزېب

-
بېرته شاته