(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کابل حمام

[06.Jul.2023 - 05:55]

د کابل د حمام 

لیک: باز محمد عابد

هسې خو ما په خپلو خاطرو کې ویلي چې د ښوونځي سره سره مې ګنډیماري هم کړې چې له لواړګي به مو رختونه په مزدورۍ تر جلال اباده رسول او دوه درې سوه افغانۍ به مو د کور د خرڅ لپاره پیدا کولې، خو د اوړي په درې میاشتینو رخصتیو کې به مو همدا رختونه کابل ته په قاچاقي ډول وړل.

زما نیږدې عزیز ګل افضل چې زما د بدو او ښو شپو یار پاتې شوی، تورخم ته به په رخت پسې ګډ تلو خو په لومړي ځل مې چې کابل ته د کنډو تکل وکړ، ګل افضل سره ملګری شوم.

مرسلین استاد چې غالبا" اوس به په دې دنیا نه وي، اصل کې د کامې و، خو زیات وخت په ثمرخیلو کې پاتې کېده. هغه  یو بینز د کابل - جلال اباد پر لار چلاوه. هغه د ګل افضل د ماماخېلو له ډلې و. هغه سره په دې سلا شوو چې موږ به درته کلینډري کوو، خو ته به رانه کرایه نه اخلې.

یوازې د کرایه مسله نه وه په دې توافق سره د لارې په هوټلونو کې زموږ ډوډۍ چې د سپرلیو له ډوډۍ به ډېره فوق العاده وه، هغه هم وړیا کېدله.

دا نو داسې وخت دی چې د کابل او جلال تر متځ سفر به له اووه تر لسو ساعتونو وخت نیوه. ځای ځای پر لاره د روسانو پوستې هم وې، خو له سرخکانو واخله تر ماهیپره پورې ټول پلچکونه مجاهدینو الوزولي و. تنکي کې خو یې ژورې ژورې کندې ایستلې وې، څو ځایه استحکامي پلونه هم پرې ایښودل شوي وو. کله نا کله چې به د روسانو کتار کابل ته روان و، تر دولس ساعته پورې به هم تر کابله نه شوې رسېدی، هغوی به هرې پوستې سره ښه ډېر توقف کاوه او له کتاره مخکې به د مین خونسا کولو لوډر هم ورو ورو لاره وهله.

موږ به اکثر د بینز په سر له نورو سپرلیو او ګنډیمارو سره ناست وو.

په اوله ورځ چې مرسلین استاد پل محمود خان کې سپرلي کوزې کړې، بینز یې په مرادخانۍ کې یوه سرای کې ودراوه، ګنډې مو یوه هزاره کراچیوان بابا سره واچوې او موږ هم په کراچۍ کې کېناستو. رخت مو منډيی  سرای محمد قمري کې خپل خاوند ته وسپاره، رسید مو تر واخیست، او چې له سرای راووتو، په کاه فروشي کوڅه کې مو په یوه زاړه حمام سترګې ولګېدې، ګل افضل کایل کې تر ما ډېر بلد و، ماماګان یې کابل کې اوسېدل. راته کړه چې د لارې ګزدونو وهلي یوو، حمام به وکړو. بیا به ماما کره لاړ شوو.

کله چې حمام ته ننوتو د دروازې خوله کې په تخت ناست منشي په فارسي راته وویل:

- کجا میری؟

ورته مې کړه:

کاکا جان امدیم که حمام کتیم.

هغه راته معنی خېزه تبسم وکړ او ویې ویل:

برو بچیم هر دو یی تان در دریا کابل خوده بانداز.

ما ویل:

- چرا کاکا پیسه میتم. مفت خو نه نیمریم.

هغه په ګرېدلي خړ دیوال پورې نښلول شوي شېشې ته اشاره وګړه، او ویې ویل:

- تو خوده ده همو شیشه ببین.

زه چې شېشې ته مخامخ شوم، هغه ببر ځنګلي ویښتان خو په ځای پرېږده، د دروغجن خبره چې په بڼو مې هم یو لویشت ګرد ولاړ و.

د حمام متشي ته مې ور وکتل، هغه راته وویل:

برو بچیم خوده ده دریا کابل برسان، حمام را خاک بر نکن.

د مراد خانۍ پل سره مو کمیسونه وایستل، او له بنین او پرتوګونو سره مو ځانونه د کابل سیند ته ور واچاول، هغه وخت یې اوبه سپینې او زموږ تر قدونو اوبه ډېرې وې. خو دا چې موږ د سیند دغاړې خلک یوو، لامبو مو زده وه، څو غوټې مو په کې ووهلې او چې ګردونه مو له سر او بدنه پاک شول، په سیند کې مو لامبو او مستي شروع کړه. د پل دواړو غاړو ته ګڼو کسانو زموږ ننداره کوله، ما فکر کولو چې دلته خو څوک په سیندونو کې نه لامبي، موږ ورته ځکه ننداره شوي یوو، خو چې مو په لامده پرتوګ او بین کمیس اغوستو نو موږ سره په لږه فاصله کې دوه تنه چې اوس یې هم شکلونه راته یاد دي او فکر کوم چې شمالیوال به وو، یوه بل ته د سترګو په کونجو کې زه ور وښودم او په افساسناکه انداز یې وویل:

- اففففف چه یک اندام زېبا، بهه بهه بهه.

سم له واره مې ګل افصل په سترګو سترګو کې پوه کړو او ورته مې وویل:

ځه چې پښې وباسو، دا خو زما او ستا د مسنۍ سیال ته نه وو راټول شوي، دا خو په بچه بازانو اوښتي یوو.

د لیکلو نېټه

د جون ۲۶ مه د شپې ۱۲ بجې

-
بېرته شاته