(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملت, ملي پېژند, ....

[19.Jul.2023 - 09:56]

ملت، ملي هویت او ملي یووالی

لیک: ایمل ځړوال

 

ملت څه شی دی؟

 ولی د بشریت له دومره پرمختګ سره، سره بیا هم ملت او دولت دومره اهمیت لري؟ ملت په څو ډوله تعریف شوی، ځینې یې ازلي عنصر ګڼي او وايي چې ملت په طبیعي ډول زیږي او پیدا کیږي خو ځینې بیا وايي چې ملت په پوره ډول مصنوعي او اعتباري شکل لري.

ځینې پوهان یې داسې تعریفوي ۱- د انسانانو یوې ډلې ته ویل کېږي چې ګډه ژبه، ګډ نژاد، ګډ کلتور، ګډ مذهب، تاریخ، هیواد او ګډ ملي ارزښتونه ولري او د یوه ازاد او خپلواک دولت له لوري کنټرول شي.

 ۲- یا د خلکو هغه ستره ډله چې په یو هیواد کې و اوسیږي، ګډ سیاسي او اقتصادي بنسټونه ولري، ګډ کلتور، تاریخ او ملي ارزښتونه ولري او د یو ازاد حکومت له لوري اداره او کنټرول شي.

 ۳- یا داسې چې: د خلکو هغه ډله چې په یو هیواد کې د ګډ تاریخ، کلتور، ملي هویت، سیاست، کلتور او ملي ارزښتونو په درلودلو سره ګډ ژوند ولري.

 ۴- یا داسې چې: د خلکو هغه ډله چې د یوه ازاد حکومت له لوري اداره او کنټرول شي، ګډ اقتصادي، سیاسي، کلتوري، ملي او انساني ارزښتونه ولري. ۵- داسې یې هم تعریفولی شو: د انسانانو هغه ډله ملت ګڼلی شو چې ګډ تاریخي، کلتوري او اقتصادي ارزښتونه ولري، په یوه هیواد کې کډ ژوند ولري، د یوه ازاد حکومت له لوري اداره شي، په یوه مالومه جغرافیایې محدوده کې د ګډ ژوند اراده ولري او ځان تر نورو غوره وبولي (د یو ملت په توګه)، په خپل هیواد خپل واک او اختیار وغواړي او د خپلو ګډو ملي ګټو، ملي اقتصاد، کلتوري ارزښتونو او ملي اتلانو، ملي تاریخ او هیواد ساتنه د ځان لپاره ویاړ وبولي.

ملي هویت:

د تاریخ په اوږدو کې د یوه ولس د کلتور ښکارندویي کوي، د ملت جوړونی او ملي یووالي لپاره تر ټولو اړین توکی ګڼل کیږي. که ملي هویت شتون ونه لري، ملي یووالی، ملي ګټې، ملي تاریخ، ملي ارزښتونه او ملي اقتصاد بې مانا ټکي ګڼلی شو.

مطلب دا چې د ملي یووالي لپاره ملي هویت تر هر څه ډیر اړین ګڼلی شو، د همدې ملي هویت پر بنسټ ملي ګټې، ملي ارزښتونه او ملي کلتور پیژندل کیږي او منل کیږي.

ملي یووالی:

پر ملي هویت اجماع ته ملي یووالی ویلای شو. د ملت تعریف ته په کتلو سره ځینې نیمګړتیاوې شتون لرلای شي، په لاندې ډول به یې یو څه وڅېړو:

۱- په پورته لومړي تعریف کې ګډ نژاد هم د یو ملت د جوړونې له عناصرو ګڼل شوی، د بشر په نیږدې ماضي کې نازي المان دا هڅه کړې چې ملت د نژاد پر بنسټ را منځ ته کړي، نازیانو دا هڅه کوله چې یوازې المانیان باید په المان کې ژوند وکړي، نور نژادونه هلته د اوسیدلو حق نه لري، یا باید ووژل شي او یا له المان څخه وشړل شي. نازیانو د ملت د تشکیل او تکمیل لپاره نژاد ډیر اړین توکی ګڼلو. خو په حقیقت کې د ملت د تشکیل لپاره نژاد کافي نه دی، د یوه نګه نژاد شتون په اوسني عصر کې ناشونی ګڼلی شو، نژاد یوازې په تاریخي څیړنو او د تاریخ په اوږدو کې د ملت او ولسونو تغیر او تکثیر د اهمیت وړ دی، په سیاست کې نژاد هیڅ اهمیت نه لري. دا خبره سمه نه ده چې ملت له یوه ځانګړي نژاد څخه تشکیلیږي او نور نژادونه په یوه واحد ملت کې نه شي را ټولیدلای.

۲- مذهب هم د ملت جوړونی یو عنصر ګڼل شوی، خو مذهب هم د یو ملت په جوړونه کې نه یوازې چې کافي نه دی بلکه اړین هم نه دی، ځکه دین یا مذهب په فرد پورې اړه لري او د انسان له وجدان سره نیغ په نیغه اړیکه لري نه له ملت او ملت جوړونې سره.

۳- ګډې ګټې او ګډ اقتصاد هم د ملت جوړونې یو عنصر ګڼل شوی، خو دا هم زما په اند نا کافي دي، دا سمه ده چې ګډې ګټې او ګډ اقتصاد کولای شي انسانان سره نیږدې ګړي، د شته ملت د لا نیږدې کیدلو سبب وګرځي، خو هیڅکله نه شي کولای چې یو ملت وزیږوي یا یو ملت جوړ کړي، ښه مثال یې د ټول ګټو (کامن ویلت) هیوادونو شتون دی، د دوی ډیرې ګټې سره ګډې دي خو په هیڅ صورت ورته یو ملت نه شو ویلای. ملي تړاو له ګډو ګټو او ګډ اقتصاد څخه ډیر لوړ یو عاطقي تړاو دی.

۴- د یو ملت لپاره تر ټولو اړین توکی د یو هیواد شتون دی، په هغه هیواد کې د یو بل تر څنګ د ګډ ژوند اراده ده، هر کله چې د انسانانو یوه ډله په یوه ګډه جغرافیاوي محدوده کې د ګډ ژوند اراده وکړي په طبیعي ډول یې ګټې هم سره شریکیږي او د ګډ اقتصاد لپاره هم زمینه مساعدیږي، نو ویلای شو چې د ملت د جوړونې لپاره تر ټولو اړین توکې د یوه هیواد شتون دی او په هغه هیواد کې د ګډ ژوند لپاره د ټولنیزې ارادې شتون دی. کله چې یو ملت د ګډ ژوند لپاره یو هیواد تشکیل کړي او په هغه هیواد کې د ګډ ژوند اراده څرګنده کړي نو ځینې نور شیان هم ورسره زیږیږي تر څو د ملت د ګډ ژوند اراده تقویه کړي. همدا د ګډ ژوند اراده د ملي یووالي بنسټ غښتلی کوي. د یو ملت د ګډ ژوند د ارادې د غښتلتیا لپاره ځینې توکي ډیر اړین دي، لکه:

۱- ملي هویت:

ملي هویت لکه څنګه چې یې له تعریف څخه څرګندیږي د تاریخ په اوږدو کې د ملت د کلتوري ارزښتونو څرګندوی دی، همدا کلتورې ارزښتونه دي چې ملت سره نور هم نیږدې کوي، ځکه کله چې د ملي کلتور او کلتوري ارزښتونو خبره راځي نو ټول ملت پرې ویاړي، همدا ګډ ویاړونه دي چې ملت د یووالي احساس کوي او دې ته اړ کیږي چې ګډ ژوند وکړي، کله چې ملي هویت ونه لرو نو د ملي یووالي او ګډ ژوند اراده په طبیعي ډول سره کمزورې کیږي او په اوږد مهال کې له منځه ځي. د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر د افغان ولس لپاره هم د ملي هویت شتون ارزښتمن دی، همدا ملي هویت مو په ګډو کلتوري ارزښتونو ګډ ویاړ را په برخه کوي.

۲- ملي ژبه:

هر څو که ژبه یوازې د افهام او تفهیم وسیله ده، خو دې اصل ته په کتو سره چې په هر هیواد کې له یوې ژبې او نژاد څخه د ډیرو وګړو شتون یو لازمي امر دی، نو د ملي یووالي لپاره د ګډې ژبې شتون اړین ګڼل کیږي تر څو ټول ملت د شونتیا تر بریده وکولای شي په یوه ژبه خبرې وکړي او په رسمي کار ځایونو کې یې وکاروي، د ګډې ژبې لرل د اسانتیا د راوستلو لپاره اړین توکی ګڼل کیږي. ۳- ملي سرود: ملي سرود د یوه ملت او هیواد له ملي ارزښتونو څخه ګڼل کیږي، ملي سرود د ملي یووالي د را منځ ته کیدلو بنسټ ګڼلای شو، ملي سرود د ټول ملت ګډ ملي ارزښت دی او پر ټولو یې احترام لازمي دی. ملي سرود باید د ټول ملت ګډه شتمني وګڼل شي، ملي سرود ته سپکاوی باید ملت ته سپکاوی وګڼل شي او عاملین یې په سزا ورسیږي.

۴- ملي ګټې:

د ملي یووالي د غښتلتیا لپاره د ملي ګتو شتون او له ملي ګټو څخه ننګه د ملت د نیږدې کیدلو لامل ګرځي، ملي ګټې د ټول ملت پورې اړه لري او ټول ملت یې خپلې ګڼې، د انسان طبیعي فطرت ته په کتلو سره هر هغه څه چې انسان خپل وګڼي له هغه شی سره تر نور ډیره مینه کوي نو پر دې بنسټ ملي ګټې د ملي یووالي لپاره اړینې دي، د ملي ګټو تعریف او ملت ته د ملي ګټو ورپیژندل د دولتونو کار دی او افغان دولت هم باید دا دنده په ښه توګه تر سره کړي تر څو د ملت د لا نیږدیوالي سبب وګرځي.

۵- ملي بیرغ: ملي بیرغ هم د ملي هویت په څير د ملت لپاره ډیر اړین ګڼلای شو، د ملي بیرغ پر مټ ملتونه په نړیواله کچه پژندل کیږي. د ملي بیرغ ساتنه د ټول ملت فرض دی، هیڅوک حق نه لري چې ملي بیرغ ته سپکاوی وکړي، د ملي بیرغ سپکاوی باید د ټول ملت سپکاوی وګڼل شي او عامل یې باید مجازات شي.

۶- ملي کلتور:

ملي کلتور د ملي یووالي لپاره یو بل اړین توکی دی، ملي کلتور د ملت د ارزښتونو او ویاړونو مجموعه ده چې ټول ملت یې خپل ګڼي نو ځکه د ملي یووالي سبب ګرځي.

۷- ملي ارزښتونه:

ملي ارزښتونه د یو ملت هغه شتمني ده چې شتون یې د ملت له شتون سره تړلی شو، که یو ملت ملي ارزښتونه ونه لري هغه ملت د ګډ ژوند اراده نیږدې له لاسه ورکوي او د ملي یووالي پر ځای د ملي بیلوالي لور ته حرکت کوي. د ملي ارزښتونو سپکاوی د زغم وړ نه دی، ملي ارزښتونه د ټول ملت ګډه شتمني ده، ملي ارزښتونو ته سپکاوی یانې ملت ته سپکاوی.

۸- ملي اتلان:

د تاریخ په اوږدو کې د یوه ملت د ملي ارزښتونو، هیواد او کلتور څخه د ننګې او د ملي ګټو د تر لاسه کولو په لار کې ځینې وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي، دا وګړي د ملت لپاره د اتلانو حیثیت غوره کوي او ټول ملت ګډ ویاړ ګڼل کیږي، ملي اتلانو ته سپکاوی هم ملت ته سپکاوی دی، ملي اتلانو ته سپکاوی کوونکو ته د سزا ورکول اړین بولم. هغه څوک چې د افغان له کلمې سره اختلاف لري او مردوده یې ګڼي د ملي یووالي دښمنان دي، که ملي هویت ونلرو نو بیا یو ملت څنګه کیدلای شو او چې ملت شتون ونه لري نو بیا ملي یووالی څه مانا؟ که دوی وايي چې افغان مانا پښتون او ځان ته د افغان پر ځای افغانستانی وايي، یا خو په شعوري ډول د نورو د ګټو د حصول لپاره کار کوي او یا په پوره بې خبرۍ کې ژوند کوي، په هر حال دا کړنه، نه د ملت په ګټه ده او نه هم د دوی په ګټه. دوی چې ځان ته افغانستانی خطاب کوي او افغان ځکه ځان ته نه وايي چې افغان د پښتون مترادفه کلمه ده نو بیا خو دوی په خپل ځان دا ګواهي ورکوي چې دوی د دې خاورې او هیواد نه دي، ځکه که افغان پښتون وي نو بیا خو افغانستان هم د پښتنو هیواد شو، کله چې افغانستان د پښتنو هیواد شو نو بیا دلته غیر له پښتنو بلڅوک د اوسیدلو حق نه لري، چې داسې نه ده مونږ مخکې هم وویل چې د ملت جوړونې لپاره نژاد بنسټ نه شي ګرځیدلای، د ملت جوړونې لپاره تر ټولو اړین توکی یوه جغرافیایي محدوده ده چې هغه افغانستان دی، لکه څنګه چې د افغانستان اساسي قانون ورته نغوته کړې، هر څوک چې دلته اوسیږي هغه افغان دی، مذهب، ژبه، توکم او جنس هیڅ ډول اغیز نه شي پرې ښندلای. څوک چې ملي هویت نه مني او یا ملي هویت ته سپکاوی کوي د ملت سپکاوی کوي او باید سخته سزا ورکړل شي.

همدا ډله خلک د ملي ژبې له شتون سره هم سخت حساسیت لري، د ملي ژبې سپکاوی هم د ملت سپکاوی ګڼل کیږي نو یو ځل بیا د سزا حقدار ګڼل کیږي. همدا ډله د ملي سرود سره هم اختلاف لري، ملي سرود هم د ملت شتمني ګڼل کیږي، ملي سرود ته سپکاوی ملت ته سپکاوی دی، دا یې دریم خل چې د سزا وړ ګڼل کیدلای شي.

دا ډله د ملي ګټو د چور او تالان پړه هم پر غاړه لري، ملي ګټې د ټول ملت ګډې ګټې دي، د ملي ګټو تر پښو لاندې کول د ټول ملت د ګټو د تر پښو لاندې کول په مانا دي، د ملت پر وړاندې یې څلورم جرم هم ثابتیږي، دلته یو ځل بیا د سزا وړ ګڼل کیدلای شي. دوی ملي بیرغ ته هم په وار، وار سپکاوی کړی، په ټوله نړۍ کې د هغه هیواد ملي بیرغ ته د سپکاوي په جرم مجرم ته سخته سزا ورکول کیږي، دوی هم باید د ملت پر وړاندې په سزا ورسیږي. همدوی دي چې د ملي کلتور سره یې سیستماتیکه او پروګرام شوې جګړه پیل کړې، د ملي مصطلحاتو پر ځای د پردیو مردودو تورو کارول یې خپله ورځنۍ دنده ګڼلې نو ځکه باید سزا ورکړل شي. ملي ارزښتونو ته په هیڅ وخت او هیڅ ځای کې قایل نه دي، ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کول او د ملي ارزښتونو سپکاوی ورته هیڅ هم نه ښکاري، دا یې بل جرم چې د ملت پر وړاندې یې ترسره کوي. دې ډلې په ځلونو، ځلونو ملي اتلانو ته سپکاوی کړی، د ملي اتلانو سره دښمنۍ ته لمن وهي او د ولس تر منځ د بیلوالي هڅې کوي، دا یې بل جرم چې د سزا وړ یې پرې ګڼلی شو.

د پورتنیو جرمونو وړاندیز مونږ له ځانه نه کوو، د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذو قوانینو پر بنسټ دا کړنې ټولې جرم ګڼل شي، د جرم تر سره کوونکی مجرم ګڼل کیږي او مجرم باید د خپلو اعمالو پر سزا ورسیږي، له مجرم سره هر ډول رعایت له ملت سره خیانت دی. دوی د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو په موخه د ملت تر منځ د بیلوالي لپاره ډول، ډول کړنې تر سره کوي، ځکه که ملت سره یو شو د دوی ګټې تر سوال لاندې راځي او خطر ورته پیښیږي.

مونږ له دوی سره خپل ملي ارزښتونه، ملي کلتور، ملي ژبه، ملي بیرغ او هیواد شریکوو، ټول ګډ ملت بولو او د دې خبرې د اثبات لپاره نه یوازې دوی ته بلکه ځان ته هم د افغان خطاب کوو، خو برعکس دوی ځان ته افغان نه وايي او سره له دې د ملي نفاق تور هم پر مونږ پورې کوي؟؟؟ ملي یووالی د ټول ملت او هیواد په خیر دی، ملي نفاق یوازې د یو څو داړه مارانو او غلو د ګټو د خوندیتوب وسیله ده او بس.

-
بېرته شاته