(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوستو نجونو او د ....

[25.Jul.2023 - 09:49]

د لوستو او نالوستو نجونو زړه خوالې

 

تورپېکۍ د احمد خان لور وه، او  په يوه داسې کورنۍ کې پیدا وه چی ټول له تعلیم او پوهې برخمن او پرې مین وو پخپل کلي کې په ملایانو او پوهه کورنۍ مشهور وو .

د خپل کلي او چم ټولې پرېکړې به دوی کولې، کله چې تورپېکۍ پیدا شوه مور یې یو څه خفه وه، چې لور یې شوې، دا یو بد فرهنګ و/دی.

زموږ په ټولنه کې له جلۍ نه هلک ته خلک خوشحالېږي، خو کله چی د تورپېکۍ پلار د لور له پیدا کېدو خبر شو،ډېر خوشحاله شو او سم له واره له جرګې راپورته شو او احمدالله ته یې زر افغانۍ ورکړې چې په جرګه کې ناستو خلکو او مېلمنو ته پری خواږه راوړي.  

 

عبدالله د تورپېکۍ ورور تازه له دولسم ټولګي نه فارغ شوی و او د کانکور ازموینه یې هم ورکړې وه دا چې څه کار مار او بوختیا یې نه درلوده اکثره وخت به له همزولو سره د کروندو په غاړه ناست و، یو څه خپه معلومېدو، ملګرو یې هر یوه اکرام الله ، انعام الله او نقیب الله ترې لامل پوښته،ځواب به یې د ورور پر ځای د خور پیدا کېده وو عبدالله د ورور په آرمان و.

اکرام الله چې د عبدالله د وړوکوالي ملګری و د ډاډېینې پر ځای خفګان غبرګ کړ ویل چې نجلۍ ستره شي، د بل کور شي،چې ورور دې وای ښه به و،ستا اوږه او مټ به و.

 

انعام الله ورته ویل داسې مه وایه، هلک و نجلۍ دواړه د الله(ج) ورکړه ده دواړه د خدای مخلوق دی دا نو موږ و تاسې دا فکر دود کړی دی زموږ میندې،خویندې، ترېیندې او ...  دا ټولې نجونې وې ، که زموږ مور نه وای موږ به څنګه نړۍ ته راتلو، دا مو ډېر ناسم قضاوت دی،د رسول الله(ص)ارشاد دی چې لومړی اولاد نجلۍ وي، نو په هغه کور به د الله (ج)رحمت وي فلهذا ته نېکمرغه یې، موږ د خپلې ناپوهۍ او بدمرغۍ له امله د خور و لور زوکړه ښه نه ګڼو او د الله په کارونو کې لاسوهنه کوو .  

عبدالله چې ښه غوږ و ویل خبره دې سمه ده خو زموږ په ټولنه کې نجلۍ یوازې د کور وي، ښوونځي ،دندې ،کار او کوم هنر زده کولو ته نه پرېښول کېږي دا پسې له پاسه وربار کړي چې: ښځه یا د کور ده یا د ګور !

او د کور کارونه ورته باندې کوو.

 

دا چې زموږ کورنۍ تعلیم پلوې ده ،خو د ټولنې د بد دود له ډاره چې (خلک به څه وایي ) یوازې تر جومات و مدرسې اجازه ده او  ښوونځي ته تلل یې عیب ګڼل کېږي ،خو په دې ارزښت هله پوهېږو چې کله مو خور و لور، مور ، ناروغه شي او په ښځینه ډاکټرې پسې ګرځو او سړي داکتر ته وړل یې غیرت راته ودرېږي. 

خو نقیب الله ملګري چې دا ټولې خبرې په غور اورېدې له ځینو هغو سره همغږی او ځینو سره نه و،ویل تعلیم او زده کړه د ژوند ښکلا ده او بې له دې نه ژوند بې مالګې او بې خونده دی بې معنا او بې مطلبه دی، که موږ و تاسې د حضرت عایشې رضی الله عنها تاریخ ته وګورو، په زرګونه حدیثونه یې زده وو او ډېرو صحابوو به ورته مختلفې پوښتنې او مسایل راوړل او د حل لار او ځوابونه به یې ترې اخیستل.

عبدالله وویل دوستانو خبرې مو پخپل ځای ښې دي خو د نقیب الله خبرې مې ډېرې خوښې شوې کور ته په رسېدو مې پلار جان ته ټولې کوم چې په بر کلي کې نجونې او هلکان مکتب ته ځي زموږ په کلي کې ولې نه ځي باید زمونږ په کلي کې هم مکتب جوړ شي.

 

نقیب یې خبره ونیوه ویل عبدالله وروره ،خبره مو سمه ده خو که دا ولس او ملایان یې ومني دوی وایي مکتب په درد نه خوري او ټول د خارجي(کافرو) کتابونه دي، الله دی رحم وکړي خپل کوښښ به کوو تېره ورځ د اغا ګل کاکا مېرمن مریضه وه چې چا یې مخ هم نه و لیدلی د بر کلي داکتر ته یې وړې وه چې خبر شو نارینه داکتر یې معاینه کړې ده له قهره ګرد تاوېده په دې ورځ ښځینه ډاکټره نه وه ویل که زموږ په کلي کې داکتران وای ولې به بل کلي ته تللو، لا چې ښځینه ډاکټرانې وای بیا خو به مو هیڅ تشویش نه وو  

عبدالله ویل ما ورته ښوونځي ته د نه پرېښودو لامل په ګوته کړ چې نه مکتب لرو او نه یې برکلي مکتب ته پرېدو هلته چې دا هر څه شته نو داکترانې هم شته، پرده یې خوندي ده.

موږ خو داکتره څه چې مکتب هم نه لرو چې انجونې مو زده کړې وکړي،نو داکترانې له کومه شي؟ 

 

عبد الله له ملګرو مخه ښه واخیسته او کور ته روان شو د خور په پیدا کېدو خوشحاله و خو دې اندېښنې یې لار نیوله چې( خلک به څه وایي)؟

د ملګ آغا ګل په کورنۍ کې بله نجلی پیدا شوې. 

خو خوښ په دې و چې پلار جان ته ووایي د بر کلي له ملک سره وغږېږي او اړوندې موسسې ته یوه عریضه وکړي چې په لر کلي کې هم یو مکتب جوړ کړي.

دا چې مخکې هم دا خلک ورغلي وو خو ځایي ملکانو او ملایانو یې مخه نیولې وه اوس  چی ملک ګل آغا خپله مېرمن د درملنې لپاره برکلي ته وړې، د خدای کار ته ګوره چی ښځینه ډاکټره نه وه او نارینه ډاکټر کتلې وه

له دې عزم او کلک هوډ سره راروان شوی چې پخپل لر کلي کې به ضرور د انجونو مکتب جوړوي،چې ښځینه داکترانې ولري!

 

لا دومره وخت نه و تېر چې د کلي ملکان او مشران د عبدالله د خور د صدقې په ډوډۍ کې راټول شوي او په دې صلاح شوي چې یو د انجونو مکتب جوړوي او نوم به یې تورپېکۍ ښوونځی وي .

راتلونکې اونۍ د عبدالله پلار او ګل آغا ملک سره یو شول او یوه عریضه یی ولیکله له ولسوالۍ یې خلاصه کړه او موسسې ته یې یووړه چې د مکتب جوړېدو لګښت په غاړه واخلي د خوښۍ ځای دا و چې د موسسې مشر یې هم تود هرکلی وکړ او عریضه یې سم له واره منظوره کړه ،انجینیرانو ته یې د ځای انتخاب او سروې کولو لارښوونه وکړه.

 

د تورپېکۍ پلار په خوښۍ سره د خپلې ځمکې یوه ټوټه مکتب ته ورکړه او کار پیل شو، ۶ میاشتې وروسته مکتب جوړ او ټولو پکې د خپلو لوڼو نوم لیکنه وکړه

۶ کاله وروسته له ابتدایې څخه لیسې ته لوړ شو او ډېرو نجونو په پوهنتونو کی داخلې وکړې  

د خوشحالۍ ځای دا و چې تورپېکۍ د خپل ټولګي اول نمره وه او له مکتب نه هم عمومي اول نمره فارغه شوه، په کانکور آزموینه کې یې ۳۵۰ نمرې واخیستې او د خوښې پوهنځی چې طب معالجوي کابل و انتخاب کړ، ۷ کاله وروسته د نسايي ولادي په برخه کې یې تخصص وکړ او د کابل په ملالۍ زېږنتون کې په دنده لګیا شوه.

وخت تېرېده،ناببره د هېواد حالات بدل شول ،جمهوریت سقوط او امارت بیا راغی سم له واره یې له ۷ نه تر ۱۲ صنفه مکتبونه وتړل څه وخت وروسته یې د پوهنتونونو دروازې هم د انجونو پر مخ وتړلې

تر اوسه یې دوه کاله کېږي چې ډېرې نجونې له رسېدلیو پړاوونو پاتې دي په دې توګه هېواد یو ځل بیا د ښځینه ډاکټرانو له کمښت او نجونې بیا د کور یا ګور له دود سره مخ شوې!  

 

لیک: محمد کړیدلی

کال ۲۰۲۳ جولای

-
بېرته شاته