(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لاچۍ سحر

[25.Jul.2023 - 09:54]

دلاچۍ سحر / خاکه

 ليک: اسيرمنګل

د لاچۍ ونې نن سبا دومره زياتې شوي دي چې ټوله پښتونخوا ورنه ډکه پرته ده چې چرته يو ګوټ اوبه په دوربين کښې هم په نظر نه راځي دا سخت زړے بوټے هلته هم تک شين ولاړ وي او چې چرته جبه وي د هغې نه سوراړه جوړه کړي خو بيا هم خلک ئې کري او هر ځاے کښې په نظر راځي خوزه تاسو ته دلاچۍ د ونې نه دلاچۍ سحر په حقله خبره کوم ولې د خوند خبره دا ده چې د لاچۍ سپين سحر هم نه يادؤم بلکه دلاچۍ سعادت خان سحر ذکر کؤم چې په محنت اؤ په خوارۍ کښې دلاچۍ ونې نه کم نه دے دپښتونخوا داسې ادبي غونډه به نه وي چې دے ورله تلے نه وي او نه ورنه څوک ليکلو کښې وړاندې شوے دے ايا هغه په نظم کښې وي او که په نثر کښې او که چرته ورته  د مقالې ليكلو اويادوئيلو موقعه په لاس ورغلې ده نو دخپل زړه بړاس ئې ښه په خلاص زړهٴويستے دے  دكړووړو نه  يومكمل شاعراواستاذ ښكاري سورسپين مخ ،غونډه منډه ږيره،مطلب دا چې شرعې ته برابره ده په سرقراقلي ټوپۍ ،په سترګودنظرچشمې، ونه يې داسې ده ،نه ډېر لوړ دے   اونه ډېر ټيټ دے   بس خو يومناسب قد لري مخكښې يې ږيره لكه زما تكه توره وه  او وړهٴ هم وه  ولې اوس دوخت په ګوزار داسې لګيدلې ده چې دبونډۍ نه اوږده شوې ده  اودتورې نه  تكه سپينه شوې ده  لكه سپينه پاغونده ـ زما د ډېرې مودې يار دے او زړۀ ته مې نزدے يار دے څه وخت كښې دفلمونو ډېر شوقين ؤدسينماګانو چكرې به يې وهلے نوے فلم به يې سهي كولو پيښور كښې به يې كار ؤ اوكه نه، خو هفته نيمه كښې  به دفلم كتو له  ضرور راتلو  نه پوهيږم چې زما اؤ ددۀ اول ليده کاته  کله شوي دي غالب خيال دادے  چې دارواښاد مقيد په ياد كښې  جوړې  يوې مشاعرې ټل كښې به شوے وي  خوزما په خيال چې څوک چا ته ډېر خوږ وي نو بيا دا ضروري هم نه وي چې د داسې تاريخونو ريکارډ دې وساتلے شي اؤ هغه دغني خان خبره چې

مينه کښې مړه څوک تلل نه کوي

دمړي ژوندے سړے دے  هر ځائے ته ځان رسوي  درون پښتون دے اودپښتونولۍ چل دې څوک ددهٴ نه زده كړي په كال ١٩٩١ء كښې چې كله زماوالد محترم صيب وفات شوے ؤ نوهغه مونږ په پيښور كښې خاورو ته سپارلے ؤ ولې  دهٴ ته چې پته لګيدلې ده نونيغ ټل ته لاس نيوے دپاره تلے ؤ،خو ښه وه زما نيكه  سره يې ليدلي وو او هغه ته يې دعا كړې وه اوددهٴ په دې تكليف ماته نيكه ابا ډېر غصه شوې هم ؤ اووئيلې يې وو 

پكارده چې  تا د غم نه خپل نزدې ملګري خبر كړي وے،،

يوه ورځ مونږ د اعجاز خټک  په درنوي کښې پېښور کښې يوه غونډه ادبي جوړه کړې وه دمقاله نګارانو نه يو مقاله ويونکے ښاغلے سحر صيب هم ؤ زۀ نه پوهيږم چې دا زمونږ بدقسمتي وه او که خوش قسمتي چې دې غونډې نه ارواښاد مياعبدالرحمن لوګے هم خبر شوے ؤ هغه هم  په دې  محفل کښې  موجود ؤ لوګے ميا ډېر زورور سړے ؤ چې چرته به لاړو خپله دزړهٴ خبره به يې په ډاګه كوله  كه ميلمه خفه كيدو او كه كوربه خفه كيدو دچا پروا يې نه كوله  د دهٴديدن  پسې څه وخت  خلک ړنديدل  دهر چاداارمان ؤ چې لوګي مياسره وويني دا هغه وخت وچې دے دغزل پلار حمزه بابا يارؤاو غالبا "زه او حمزه" کتاب له ئې مواد راټؤلؤل ولې وروستو بيا ترې هر سړے پټيدو ،دا هم ډېره اوږده خبره ده دلته زه په تفصيل کښې ځکه نه ځم چې دموضوع نه لرے وځم په هر حال چې کله ښاغلي سحر خپله مقاله شورو کړه اؤ لږه وږده شوه نو په لوګي ميا ګوڼي خواره شؤل دبدنصيبۍ نه ما د نظامت چارې سنبال کړې وې کله به ئې ماته برند برند کتل اؤ کله به ئې سحر  په چشمو کښې ځير کړو مابيخي ځان ناغرضه کړے ؤ، ولې ښاغلي سحر ئې هم هډو پروا نه کؤله چې هغه به ورته برند شو او څه اشارې به يې هم اوكړې  چې ګني بس ئې کړه  نو دے به نور هم تېز شو چې  دچا پلار خو دے په مادامقاله بس کړي چې ترڅو مې پوره په پوره نه وي لوستے ځکه چې دا مقاله ده څه "منه کالا" خونه ده که نه....خواخر لوګے مياصبر نه شو  ويې وئيل ، بس كړه مړه دومره خبرې خو زهٴ دصدر مشرف هم نه اورمه لكه چې څومره مې ستا واوريدې سړيه!

ولې سحر صيب يې هيڅ پروا ونه كړه اوخپله مقاله يې ټوله تر اخر ټكي پورې مونږ ته  واوروله ،دلوګي ميا چې دحكم تعميل ونه شو نوكونټۍ  يې رواخسته دغونډې نه  يې په احتجاجي توګه  واک اوټ وكړو

ښاغلے سحر  دپښتو اوپښتونولۍ نه علاوه يو سپځيلے مسلمان هم دے په دې حقله محترم م ر شفق، محترم مېجر الطاف خټک، ښاغلي قيوم مروت او ښاغلي اعجاز خټک په خپلو ليکونو کښې اشارې هم کړي دي،سحر صيب  په  پښتو او  پښتونولۍ  چې خپله مئين دے نوخدائي خدمتګاران ئې ډېر خوښ په دې  دي چې  دباچا خان دقافلې مخلص سپائي دے اؤ ددې تحريک سرپرپکړے غړے دے دقام پرستۍ دا مينه ورته دخپل شاعر ارواښادپلار شاولي خان نه په ميراث كښې رسيدلې ده  اجمل خټک ،ايوب صابر، قلندرمومنداو تقويم الحق كاكاخيل  خپل استاذان ګڼي اودزړهٴ نه يې قدر كوي   ددوي په ادبي اوعلمي  بنډارونو كښې ډېر څه زده كړي دي   خو سره ددې حمزه بابا،   هم  ديوپير نه كم نه ګڼي - ددۀ پلار مرحوم شاه ولي خان اؤ نيکه مېرولي خان نه يواځې دپښتو ژبې ښه شاعران ووبلکې په اصلي معنو کښې خدائي خدمتګاران هم وو خو ددې باوجود په دې لړ کښې دۀ يو سياسي ګوند هيڅ مراعات نه دي ترلاسه کړي  خپل ځان ئې تاواني کړے دے دجيب په خرڅ ئې کتابونه هم چاپ دي او هم ئې نورو ملګرو ته چاپ دي  اوپښتونخواادبي علمي اوثقافتي  غونډې يې  درنې کړي دي اوس اوس يې دسحر اكيډيمۍ له خوا محترم م ر شفق شعري ټولګه٫٫ګل رنګ،، هم چاپ كړے دے  يعني خپلو مشرانو سره دومره بې كچه  مينه كوي

 دټل ملګرو سره ئې دمينې دا حال دے چې دارواښاد محمد دين مقيد په ياد کښې چې کومه غونډه جوړه شوې ده، دۀ پکښې ګډون کړے دے په داسې حالاتو کښې هم چې دعرق نسا  دپښې د دردونو نه به ډېر په عذاب ؤ او ما ته نه ياديږي چې په ټل کښې يوه مشاعره هم ددۀ دګډون نه بغېر شوې وي دا ددۀ دپښتو ژبي اؤ ادب سره دليونۍ مينې يو ژوندے ثبوت دے چې دپښتو ادبي چمن ټل ملګري ورباندې په ځائے فخر کؤلے شي او واقعي چې دے يو داسې ليونے دے چې دګرانۍ په دې ورځو کښې چې پنشني هم دے "دسحر وږمې" باندې اتيازره کلدارې" لګولي دي اؤ دا دشاعر کمال دے ګنى هغه سياست مداران چې دپښتو او پښتونولۍ غټې غټې دعوې کوي څوک خودې يو ثبوت پيش کړي چې دژبي او ادب نه ئې اتيا روپۍ ځار کړي وي ځکه چې زما په ټولنه کښې دغه روايت صرف او صرف پښتون ليکوال ژوندے ساتلے دے دې کښې هيڅ شک نشته چې سندرغاړي هم دژبي په ترقۍ کښې يو کردار لري ولې دې سره سره هغوي اولس نازوي هم، ددې برعکس شاعر ته وزګار خيل او ليونے  وئيلے شي اودليوني نور څنګه وي  چې په خپل  دجيب  په خرڅ  هرې مشاعرې ته ځان رسوي  دليونتوب په حقله ماته دخپل تربور يوه خبره راياده شوه چې درحمان بابا ديوان څوک هم پوره نه شي وئيلے او که څوک ئې ووائي نو هغه بيا په خود کښې نه پاتې کيږي ليونے شي په غرونو ګرځي چا ورته زه ياد کړم چې هلکه ستا دکاکا زوئ پکښې امتحان ورکړے دے هغه پوره درحمان بابا کليات لوستے دے اوشرحه يې  هم لېكلې ده خو لېونے شوے نه دے زما تربور لږ غلے شه او بيا ئې ووې 

چې لېونے نور څنګه وي چې کله خلک ديخنۍ نه مري نو دے به  کابل ته او يا به كوټې ته   مشاعرو پسې  روان وي اؤ چي  كله خلک دګرمۍ نه سخا کيږي نو دے به جون جولايي اګست  كښې د دوبۍ اويادقطر په سفروي

ترکومې پورې  چې د ښاغلي سحر  دشاعرۍ تعلق دے نو هغه د مېجر الطاف خټک خبره چې

"سحر په سهي معنو کښې يو قارالکلام شاعر دے دکلام قدرت ئې له دې نه هويدا دے چې دشاعرۍ ابتدا ئي دور کښې به ئې په يو غزل کښې شپيته او اويا اشعار وو"

دايو حقيقت دے ښاغلے سحر چې څومره په زور شور سره شعر ليکي د هغې نه زيات ئې په مشاعرو کښې اوروي هم او دداسې شاعر که څوک مقابله کؤلے شي نو هغه زما په خيال ارواښاد الياس ټلوال ؤ چې اعجاز خټک به ورته دريابي شاعر وئيلو که سحر  داوياؤ شعرونو غزل ليکلے دے نو ښاغلي ټلوال پنځه اوياو ته رسؤلے دے په دې دواړو شاعرانو کښې ډېر څيزونو شريک دي لکه د دواړو شاعرانو کورنۍ تعلق خدائي خدمتګار تحريک سره پاتې شوے دے اؤ دواړو شاعرانو ته شاعري په ميراث کښې پاتې شوې ده اؤ په دواړو شاعرانو کښې دشعر وئيلو دومره زور دے چې مخه ئې څوک  نه شي وهلےپه خوا به چې ښاغلے الياس ټلوال سټيج ته وختو نو  ارواښاد عبدالستار عاجز به ورسره ډک منګے هم خيژؤلو اؤ ددۀ نظم به هله خلاصيدو چې په منګي کښې به اوبه ختمې شوې د سعادت سحر  نظمونه که دومره اوږده نه دي نو هغه ددې کمے په مقالو کښې پوره کوي اؤ دارواښاد الياس ټلوال  دنثر قلم لږ پڅ دے ، مقالو ته يې زړه نه شو نيولے،  م رشفق  دښاغلي سحر  په حقله "دسحر وږمې" چې ددهٴ يوه شعري ټولګه ده  کښې د ليکي

"ړومبى شعري مجموعه "زيروبم" کښې ئې دغزلو سليزه سينچري جوړه کړې وه بيا څه موده پس دښاغلي سحر يوه بله ادبي مسوده زما مخې ته راغلې ده دې کښې ئې د تورې او قلم خاوند دسلو غزلو په اردو کښې  منظومه ترجمه کړې ده دا ئې دويمه "ادبي سينچري" وه او اوس چې دپښتو درېمه شعري مجموعه "دسحر وږمې" ترپام لاندې راؤلم نو دغزلو شمېر پکښې دسلو نه ښه زيات دے او دکرکټ په ژبه د خيره لا اؤټ نه دے

دشيطان غوږونه دې کاڼه وي که دا خبرې ارواښاد الياس ټوال ته  رسيدلې وې  نو دهغه سليزو ته به بيا دچا پلار ټينګ شوے وے او اوس هم په منډه کښې ورستو نه دے تروسه پورې ئې اته کتابونه دشاعرۍ چاپ دي  دمرګ نه لږه موده وړاندې يې يو ديوان  هم چاپ كړے دے  ارمان يې ښه رژولے دے  البته دطنز اومزاح شاعري  يې  چې د٫٫دړدنګ،، په نامه راغونډه وه دهغه دچاپ ارمان يې ځان سره ګورته يوړو  مطلب دا چې ارواښاد الياس د ښاغلي  سحر په شانې دنوكرۍ نه ريټاير ؤ  خو لا اؤټ شوے نه ؤ چې مرګي ظالم نور مونږ سره پرې نه ښوـ

ګران سعادت سحر په بنيادي توګه استاد دے ټول عمر ئې په سركاري ښونځيو کښې د زلمو اصلاح کړې ده هم دغه داستادۍ رنګ ئې په شاعرۍ کښې هم جؤت دے غزل او نظم دواړو کښې د خپل اولس په اسانه او روانه ژبه کښې اصلاح کؤل غواړي پښتنو ته بيا بيا خپله پښتو ورياد وي اؤ دا ارمان ئې دے چې

سحره کله به شي غاړه غاړۍ

دا ديو بل په وينو سره پښتانه

 

سحر  د مترجم په حيث هم يو کردار لري دخوشحال دسلو نظمونو منظومې ژباړې نه پرته ئې دسحر وږمې کښې هم دغني خان دانګريزۍ ژبې يو نظم "خاموشيژباړلے دے داښکلې ژباړه ده ديوې ترجمې ښۀ او بد معلومؤلو دپاره ضروري ده چې اصل ته رجوع وکړلے شي  دلته چې څنګه ترجمه شوې ده په هغې کښې څه ابهام نه ښکاري

شاعر چې څه تخليق کوي نو ديو اضطراري کيفيت نه تيريږي هغه قرار هله مومي چې کله څه وليکي ولې دښاغلي شاعرۍ ته چې څوک ګوري اؤ بيا په دې تناظر کښې ئې شخصي ژوند ځير کړي چې ښاغلے سحر هر وخت شعر ليکي يا نثر ليکي او ښۀ ډېر ئې ليکي دهغې بنيادي وجه دا ده چې شاعر شپه او ورځ بې قراره وي او تخليق د انساني بې قرارۍ داظهار يو شکل دے شاعر چرې هم لاس ترزنې حيران او پريشان غلے نه شي کښيناستے که خندلے نه شي نو ژړا خو چا وړې نه ده او هسې هم خندا د ژړا نه پيدا شوې ده ښاغلے سحر په دې فلسفه پوئے دے اواوس خو په ټولنيزورسنيو كښې  دومره زبردست كردار تر سره كوي   چې  هره ورځ په فيس بک كښې په  يو نه يو ادبي موضوع ليكچروركوي اودخپل وس تر مخه دزلمي كهول روزنه كوي

مينه دانسان په خټه کښې اخښلې شوې ده سعادت سحر هم بلها مينه ناک سړے دے زړهٴ يې صفا دے ځكه ډېرزر په نه خبره خفه كيږي هم اوپه خپله پخلا كيږي هم  لكه چې حمزه بابا داشعر دهٴ دپاره وئيلے وي 

زودرنجي د دائينو زړونو خاصه وي 

صافي ډېره قبلونه دغبار كړه

يوه ورځ  زهٴ او سحر دنوروملګرو سره  يوه مشاعره كښې دګډون دپاره روان وو نويواستاذ چې هغه سره داتم داردو پرچې وې  او هغه ته دا پته وه  چې سحر صيب بچي هم داتم امتحان وركړے دے دهمدردۍ دپاره يې  ښاغلي سحر ته ووې

سحر صيب! كه دبچي نمبر دې راكړو چې ښې نمبرې ورته وركړم، سحر صيب په دې خبره غلے شو څه يې ونه وي هغه استاذ بيا خپله خبره سردوباره كړه داځل سحر صيب په جلالي انداز كښې  مخاطب شو

استاذ جي ! چې زما بچے په خپله ښې نمبرې نه شي اخستے نوزهٴ په دې نه خوشاليږم چې ته دبل حق اووهې اوزما بچے پاس كړې

اوس شكردے چې دسعادت سحر بچي ټول په خپلو پښو ولاړدي  يوبچےخو يې يورالوجسټ دے  دمثانې مشهور ډاكټر  دے ډېر بيماران يې په درملنې ښه شوي دي

خبرې ډېرې سر يې يو دښاغلي سعادت خان سحر ژوند او فن يو ويړ کتاب دے دنثر حواله ئې ده او که دنظم د "زيروبم" سُرونه ئې دي او که دسحر مستې وږمي ئې دي دلوستونکي ذهن ته يوه تازګي بخښي دې نه زما دا هر ګز مطلب نه دے چې ګنې داسړے په مکمله توګه انسان نه دے فرشته ده او فن ئې دخپل دور يو نمائنده او ترجمان دے کمزورۍ په هر چا کښې موجودې وي دښاغلي سحر شخصيت او فن هم ددې نه پاک نه شي کيدے خو ددې باوجود هغه يو ښکلے انسان دے په مجموعي توګه مونږ داوئيلے شو چې ښاغلي سحر يو ډېر دکار ژوند تېر کړو هم ئې ژبې او ادب ته دخپل وس ترمخه بخښنې وکړې اؤ هم ئې  زلمي دعلم په کالو ښائسته کړل زه ئې دپښتونخوا دډېرو لويو شملورو شخصيتونو نه ډېر ستر ګڼم او فن ته ئې په  سلام کؤم

-
بېرته شاته