(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فولکور د علم مور

[05.Aug.2023 - 11:17]

فولکلور  د علم  مور 

ژبه د ولس په ميدانونو کښې وده مومي او په علمي او د فکر و فن په ادارو او تنظيمونو کښې يې سر څڼه کيږي، ادبيات يو ژبې ته تقويت ورکوي د نوي الفاظ، اصطلاحات ، ترکيبات او  خيالاتو سره د قام په مړ کالبوت کښې پرکاله روح رابيداره وي او حرکت ته ورکوي او ژوند ته يې جوړه وي. د يو توانا قام د ژبې توانا کيدو  اساس د دغې   ژبې او قام په فولکلور وي. د ادب په ټولو صنفونو فوکلوري اثرات ژور وي کومو  شاعرانو اديبانو چې د فوکلور روح په خپل روح ضم کړي نو د هغوي تخليقاتو کښې ډير زور وي په هر چا اغيزې کوي او هر څوک متاثره کوي دغه رنګ حال د موسيقۍ انځوګرۍ مجسمه سازۍ هم وي  د فولکلور په لړ کښې د علم و دانش د خاوندانو  وينا ده چې " فولکلور د علم مور " ده ، ولے چې فولکلور ټول ژوند انساني ژوند  احاطه کوي د فولک معنه ده ولس او لور معنه  علم او پوهه ده‌. ستر محقق استاد حبيب اللّه رفيع صيب د خپل کتاب " فولکلور د علم مور " ړومبي باب " فولکلور څه ته وائي تر عنوان لاندې  ليکي " فولکلور ته په بيله ... بيلو ژبو کښې د فرهنګ عامه، خلک پيژندنې ، توده شناسي، دانش عوام ، خلقيات او هم د اساطير او ميتولوژي نومونه ورکړې شوي دي. "

هم د پورته ذکر شوي کتاب ړومبي باب په دويمه پيرا کښې استاد محترم حبيب اللّه رفيع صيب ليکي :" فولکلور يو انګليسي کلمه ده چې د « فلک» او « لور» څخه جوړه شوې ده، « فلک» د خلکو او عوامو معني ورکوي او « لور » د علم او پيژندنې په معني راغلي دي او په مجموعي توګه د نيکونو عقايد ، د اجدادو رسوم، افسانې او ددوي عقايدو او رسومو د څيړنې معني ترې اخستې کيږي"

د يو قوم په قيصو داستانونو قولونو، متلونو، د ماشومانو لوبو ، آللّه هو ، دوڼو  ، سندرې، ساندې  ، توهمات، خيرې ، دعاګانې، عقائد، رسومات، کنځلې د ونو ، بوټو ، غرونو، سيندونو، زمکه ، آسمانونو، سپوږمۍ ، ستورو سره تړلو خبرو قيصې دغه رنګ د مختلفو ناروغيو علاج دم تعويز او د موسيقۍ ، آلات کالي ، پتري نه ددغې قام ، سماجي ژوند، قامي اجتماعي نفسيات ، پوهه او دانش اندازه لږه وي. د مثال په توګه ما په وړوکوالي کښې دوه قيصه اوريدلي دي د هغې قيصو ته تاسو د نن په تناظر کښې وګورئ چې په دې څومره دور انديشي او دانش او په دنيا يې ژور نظر دے؟ ړومبې قيصه کښې وائي چې آخر زمانه کښې به په دنيا درې بادشاهۍ وي دوه بادشاهان به را يو شي هغه يو به مړ کړي روستو به دغه دوه بادشاهان په خپلو کښې اونښخلي يو بادشاه به مړ شي، او د هغه يو بادشاه ، بادشاهي قايمه شي خو د هغه به د ډيرې خوشحالۍ زړه وچوي. يو نن چې مونږ ګورو يو  بادشاهۍ سر خوړلې او پاتې دوه په جنګ دي ګورو مخکښې ترې څه جوړيږي؟   يا  دا قيصه  چې په آخره زمانه کښې به  ياجوج ماجوج د چين ديوار وخري او دغه ياجوج ، ماجوج به په ټوله نړۍ خواره شي. هم دغه ياجوج ماجوج د نن چينيان دي چې ديوار چين راوړيدلي دي او ټوله نړۍ خوريدونکي دي.

  نن چې انساني  ترقۍ په کوم مقام ولاړ ده نو ددې بنياد فوکلور دے. په دې بابله محترم استاد حبيب اللّه رفيع صيب په خپل کتاب " فولکلور د علم مور " ډير تفصيل سره يې ډير علمي او تحقيقي ليکنۍ کړي د انسان د الوت خواهش بيا په عملي هڅه ورپسې د ښاپيرو ، پيريانو ، ديوانو قيصۍ او بيا د هغه فولکلوري عمل په جديد سائنس کښې هوائي جهاز او راکټ ته رسي. دغه رنګ د سکندر کاسه يا د جمشيد جام  چې د نن جديد ټيکنالوجي سره ئې  مقائسه کړې ده، هم دغې جديد ټيلي ويژن کيبل انټرنيټ او راډار سسټم د دغې فولکلوري قيصۍ  جديد سائنسي شکل دے. دغه رنګ  مزائيل او نورې جديدې وسلې هم فولکلوري شکلونه شته د استاد حبيب اللّه رفيع صيب په دې کتاب کښې د کمال خبره داده چې دا د استاد حبيب اللّه رفيع  ځلمي توب د وخت تحقيقي مقالې دي چې د لوے نابغه شخصيت عبدالحي حبيبي صيب او د سر محقق صديق روهي صيب او د افغانستان د هغه د نورو مشرانو محققینو ورته پرې داد ورکړې د استاد حبيب اللّه رفيع صيب دا مقالې د فوکلري ټولنې کابل افغانستان او د پښتو ټولنې په مجلو کښې وخت په وخت چاپ شوي د فولکلور په بابله دا ډير علمي معلوماتي کتاب دے بايد چې پښتو اکيډمي پيښور د استاد رفيع صاحب دا کتاب چاپ کړي د کويټې اکيډمۍ سره خو په کروړونو روپۍ خو هغوي خو هغوي تر وسه د ايوب اڅکزي شاهکار کتاب چاپ نه کړو نو دا به څه چاپ کړي. دوي ځان ته د لاس د پړکولو دپاره نوي نوي منورين راپيدا کوي هم د هغوي د کتابونو د چاپ نه ، نه اوزګاريږي دغه هم ښه علم دے د پښتو د کتابونو په ذخيره کښې خو اصافه کيږي خو پکار دي چې ړومبې هغه کتابونه چاپ کړي چې قوم دپاره سود مند وي د استاد محترم حبيب اللّه رفيع صيب دغه علمي ،تحقيقي کتاب لوستو وړ دے پکار دي چې هر څوک يې ولولي او ځان په دې خبر کړي چې فولکلور څه شے دے؟ او بيا په افغانستان، د پاکستان د پښتنو سيمو سهيلي او شمالي پښتونخوا کښې د فولکلور د ودې دپاره څومره کار شوے دے؟ يقينناً چې شلمه صدۍ کښې په افغانستان کښې  فولکلوري ټولنه جوړه شوے وه تحقيق پرې شوے دے ډيرې علمي تحقيقي مقالې عالمانو فاضلانو ليکلي دي هم دغه کلتوري ټولنې د کتابونو د چاپ سره يو فولکلوري مجله هم ويستې ده. دغه رنګ استاد محمد ګل نوري د پښتنو داستانو په کتابي شکل کښې راغونډ کړي دي پښتو اکيډمۍ پېښور پوهنتون او پښتو اکيډمۍ کوئټه هم د فولکلور په لړ کښې کار کړې دے دغه رنګ پروفيسر نواز طائر، سيال کاکړ ، ابوالخير ځلاند، ډاکټر سلمي شاهين ، موسي خان شنواري، پرويش شاهين  ډاکټر يار محمد مغموم ، فرهاد يوسفزي او ښاغلي نورالامين يوسفزے، فرزانه رسول صنم او ښاغلي عثمان ولس يار ، فضل محمود روښان، ډاکټر لياقت تابان، غازي سيال او نورو ښاغليو  څه نه څه کار په کتابي او تحقيقي  شکل کښې کړې دے خو د پښتون فولکلور د څيړنې خپلو دودونه ، دستورونه د کر کيلې اوزار د آرټونو په بابله معلومات، دارو درمل وغيره د تحقيق او کتابي بڼه کښې د چاپ ضرورت په شدت سره احساسيږي .د يويشتمې صدۍ خلق وائي چې دا ترقي يافته صدۍ ده خو په دې ترقي يافته صدۍ کښې زمونږ ځلمي د فولکلور د اهميت افاديت نه دي خبر، د مغرب پام په نورلسمه صدۍ کښې د فولکلور خوا ته شو د هغې نه تر دې دمه صرف خپل نه ددنيا د قامونو په فولکلور ريسرچ کوي د 1990 په لسيزه کښې زه د اسلام آباد معروف پبليشر " مسټر بکس" ته ورغلې وم څه په منت زارو مې د پښتو څو کتابونه مې هلته پرې ځاے کړي وو ولے په 2020 کښې دغې پبليشر ماته زنګ راکړو زه ورغلم د هغوي د خلې خبر شوم چې په پښتون فولکلور ، ژبه ، کلتور ليکلي کتابونه د فرانس ، امريکه ، جرمني او يورپ سفارت کلچر اتاشه شپيته شپيته کتابونه اخلي ددغې پبليشر رابطه ما د حيات روغاني، ډاکټر نصراللّه جان وزير ، آيازاللّه ترکزي او پښتو اکيډمۍ کويټې سره جوړه کړه . د افسوس مقام دے  زمونږ د نن ځوانانو شاعرۍ له زور ورکړے دے خپله ځاني او مالي توانائي بې ځايه خرچ کوي پکار دي چې  دوي په خپل فوکلور ليکل وکړي د فوکلور لمن ډيره پراخه ده او دوي ته ورته پکښې د مخکښې تګ ډير زيات امکانات  دي. يورپ په نورلسمه صدۍ کښې فوکلور ته پام شو خو ولے   زمونږ د پښتنو لوے نابغه شخصيت خان عليين مقام خان خوشحال خان خټک فوکلور ته توجع ورکړه او  خپلو بچو ته يې تاکيد وکړو چې  د پښتو داستانونه وليکي دغسې د نن نه څلور سوه يا څلور نيم سوه  کاله له مخه  خوشحال خان خټک ، قادر خان، صدر خان او حميد بابا او نورو د پښتنو فولکلوري مواد راټول کړي او د پښتنو ملي قيصۍ يې نظم کړي دي

ولسي ادب د فوکلور يو مهمه څانګه دهڅنګ چې مونږ بره  د مختلفو صنفونو د يو قام د اجتماعي شعور ، پوهې او دانش اندازه لګوي. د نړۍ د هرې ژبې د وينا خپلې طور طريقې او اسلوب قواعد او ضوابط وي. روزمره ، محاوره ، متل او قول د ژبې مهم توکي دي چې د يو قام د زرګونو کالو د ژوند نه روستو په وجود کښې راځي. دا څلور واړه توکي يو بل ته ډير ورته والے لري خو ولے هم  بيل بيل توکي دي او په ژبه کښې يې د استعمال خپل خپل ځايونه دي. په دې لړ کښې  محترم ډاکټر اسرار د ښاغلي موسي خان شنواري د کتاب " د متلونو قيصۍ " په ديباچه کښې ليکي : يو ورځ د خپل کشر  ځوي چې هغه وخت يې عمر اووه اته کاله وه  سره ډوډۍ ته ناست وم ما ورته په اشاره ووئيل چې " ووهه" هغه موسکے شو او ډوډۍ له يې ډب ورکړو ، ورته مې وئيل دا څه کوے ؟ وئيل يې تا وئيل وے وهه ما ووهه ‌. ما چې د ډوډۍ خوړولو په ځاے ووئيل چې ډوډۍ ووهل ووئيل نو دا محاوره شوله"

  محترم ډاکټر اسرار صيب د ښاغلي موسي خان شنواري د متلونو قيصۍ کښې په خپل ليک کښې مخکښې ليکي: محاوره په اصطلاح کښې د يوې ژبې د ويونکو د يو بل سره د خبرو طرز، طريقې او اسلوب ته وائي د اردو ژبې ادب پوهه الطاف حسين حالي په دې موضوع په خپله تنقيدي مقاله " مقدمه شعر و شاعري" کښې په دې وضاحت سره ليکل کړي دي د دواؤ يا د دواؤ نه د زياتو لفظوتو څخه جوړيږي يا چې ځنې افعال د اسم په ملګرتيا کښې په مجازي معنو کښې استعمال شي لکه د ډوډۍ وهلو په مثال کښې " وهل" د خوړلو په معنی کښې استعمال شوے دے

مطلب دا شو چې ډوډۍ وخره ، روزمره ده او ډوډۍ ووهه محاوره شوه.پاتې شوه د مشرانو د خلې هغه خبره چې د يو پيښې يا يو خاص موقعه وئيلي وي او د قبول عام درجه يې موندې وي او بيا يې خلق هم دغسې موقعه استعماله وي د خلقو د بيا بيا وينا سره د مشر ، پوهان د خلې خبره د متل شکل واخلي لکه وائي :"  سړو ته سپينې لونګۍ ښځو په سر کړي دي" د کم عقل دوست نه هوښيار دښمن ښه دے" د هسې ناستې د خان بيګار ښه دے " سل په لالي پورې دا يو پرې د بنګړو" تشه لاسه ته مې دښمن يې" خپله لاسه ګله لاسه" ځني خلق په خبرو او ليکونو د کلاسک يا جديد دور شاعرانو شعرونه لکه د متل وړاندې کوي. لنډه دا چې دا متلونه د مشرانو قولونه، داستانونه  ، ټپې ، چاربيتې لوبې سندرې موسيقۍ ، عبادات ، عقائد ، توهمات کنځلې خيرې بحث څيزونه نه دي بائد چې زمونږ ځلميان زمونږ تحقيقي عملي ادارو مشران دې ته توجع ورکړي څه موده وړاندې د پښتو اکيډمۍ ډاريکټر ډاکټر نصراللّه جان وزير صيب د ايم فل او ايچ ډي سکالرانو ته پراجيکټ حواله کړې وو چې د خپلو سيمو الفاظ راجمع کړي د هغه دغه هڅه کاميابه شوي وه د پښتو د مختلفو لهجو دغه سکالرانو راجمع کړي وو زما په اند دغه کار زمونږ د ټولو پوهنتونو محترم مشران او پروفيسران هم داسې کولې شي چې د سمالرانو په وسيله د پښتنو د مختلفو سيمو فوکلوري صنفونه راجمع کړي يقينناً ددوي دغه هڅه به د پښتو او پښتنو دپاره ډيره سود منه وي .

په مننه د محترم ګل محمد بيتاب  ورځ پاڼه وحدت پېښور 2, اګست 2023 

 اقبال حسين افکار

 

-
بېرته شاته