(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اقتصادي غرېب

[05.Aug.2023 - 12:00]

اقتصادي غریب

لیک: عطالرحمن امین

په اوسني عصر کې د یوهېواد د پرمختګ او درجه بندۍ کې اقتصاد ډېره اړینه ونډه لري، په نړۍ کې اقتصاد واحد داسې فکتور دی,  چې د یو هېواد ډېري ستونزې ورسره حل کيږي.

 د دې تر څنګ ېو هېواد د اقتصاد له پلوه هر څومره چې غښتلی وي په هماغه کچه يې احترام کيږي او هر څوک ورته په دواړه لاسه سلام کوي او هر یوپه دی هڅه کې ويچی راکړه ورکړه ورسره وکړي.

که مونږ او تاسو تاریخ مطالعه کړو او  اقتصادي تاریخ ته زير شو;  نو هریوهېواد په دی کوښښ کې دی,  ترڅو یې هېواد پرمختګ وکړي اوهر یو په دې منډه کې دی, چې د نورو سره په اقتصادي ډګرکې رقابت وکړي او خپل تولیدات په نورو هېوادونو وپلوري;  تر څو یې د هېواد د هر وګړي په ژوند یوه مثبته اغیزه وکړي او د وطن په جوړونه کې خپله ونډه واخلي

د هر هېواد اقتصادي وضعیت چې ښه نه وي;  نو مقابل لوری ورته په ښه نظر نه ګوري, چی ژوندی مثال یې ګاونډي هیواد دی,  چي پرمختللي هېوادونه ورته حتی قرض هم نه ورکوي او نيږدې  ده چې دیوالیه شي.

د نړۍ هر هېواد هغو ته په ښه سترګه ګوري,  چی اقتصاد یې غښتلی او قوي وي,  چې روښانه  بېلګه يي چین، سینګاپور، امریکا، جرمني ، جاپان، روسیه، هند او داسې نورهیوادونه دي..

په دې اړه به تاسو قدرومنو لوستونکو سره يوه کيسه شریکه کړم چی ۵ یا ۱۰ قیمتی وخت مو ونیسی خو انشاءالله یو ډیرڅه به تري زده کړي:   

یوه ورځ دری نزدی ملګری چی هی یو یی احمد،اکرا م او عبدالله ناست وو چون امتحانونه یی وو او یوه میاشت بعد یی ۳ میاشتي رخصتیانی وي دډير وخت نه دري واړه په دی تلاش کي وو چی یو نزدی ګاونډي او دوست هیواد ته سفر وکړي چی موخه یی چکر او ترڅنګ علمی سفر هم وو ترڅو د هغوی فرهنګ، اقتصاد، تعلیمي نصاب او داسی نوري اداری له نزدی اوږوري او یو څه تری زده او د خپل هیواد موجوده سیستم کی چی کومی نیمګړتیاوي دي د هغي د حل لپاره کار وکړي. نو بالاخره یوه میاشت وروسته د تیر په څیر دری واړه ملګری په خپل ټولګیو کی اول نومر او د خوښۍ ځاي دا وو چی اوسني نوي ریس ټولو اول نومره ګانو، دویم او دریم نومره ته نغدی جایزي ورکړي چی ۱۰۰۰۰ افغانۍ وي.

احمد د(اقتصاد پوهنځي دویم کال زدکړیال)، اکرام د(اقتصادي زراعت دویم ټولګی) اوعبدالله د( تعلیم او تربیه ۳ ټولګی زدکړیال وو): هریو یی په خپل ټولګی کی اول نومره وو او ترڅنګ یی بااستعداده اجتماعی، او فعاله ځوانان وو او په هر فرهنګی او نورو برنامو کي به یی فعاله ونډه اخیسته چی د ټولګی نګران او د پوهنتوه ریس به هر وخت په تقدیرنامو نازول او په هر مجلس کی به ددوی مثالونه ورکول کیدل.

اوس دری واړه ډیر خوښ وو چی د خیره چکر به اوس حتما وهو چون د چکر مصارف به په اسانه توګه پوره کړو. او د رخصتۍ په لومړي هفته یی د پلارجان او مورجاني او فامیل سره خداي په امانی وکړه او حرکت یی وکړو. د خوښۍ ځاي خو داوو چی زمینی حرکت یی وکړو چون ویزي یی وړاندي ترلاسه کړي وي او د مرز تیریدو نه وروسته یی خروج او دخول په پاسپورټ ووهلو او ګاونډي هیواد ته داخل شو..

په دوی کې احمد د اقتصاد پوهنځي د دویم کال او اکرام د زراعتي اقتصاد د دویم کال زده کړيالان و  او عبدالله د ښوونې او روزنې پوهنځي د دریم کال محصل و چی له دی ډلي هر یو په خپل پوهنځي کې اول نمره او بااستعداده زده کړيال و, دوی به د درس ترڅنګ  کار هم کوو; ځکه اقتصادي وضعیت يې ښه نه و;  نو کوښښ به یې دا و, چې هم خپل جیب خرڅ او هم نور مصارف پوره کړي;  ځکه چې دوی درې واړه د غریبو او متوسطو کورنیو څخه ودا چې دوی دریواړو په خپلو پوهنځیو کې لومړۍ مقام ترلاسه کړی وو,  د ادارې لخوا  ورته (۱۰۰۰۰) افغانۍ جایزه هم ورکړل شوې وه.  دوی د تفريح لپاره هم د انعام پیسې درلودې او هم  یې یو څه خپلې هم جمعه کړې وې ترڅو د پوهنتون په رخصتيو کې ښه تفریح وکړي.

که څه هم د کورنيو مشرانو یې نه غوښتل چې دوی ولاړ شي; خو دوی ورته په ډیره ښه توګه قناعت ورکړو او ددی چکر د احتمالی لاسته راوړنو او ګټو یی خبرکړل نو هغوي په ورون تندي اجازه ورکړه او بسم الله او په دعا يی رخصت کړل او حرکت يې وکړ..

دا چې احمدالله د اقتصاد پوهنځي محصل و او دا یې د ژوند اساسي موخه وه ,چې خپل ګران هېواد ته داسې څه وکړي, چې اقتصاد يې غښتلي شي او په دې لټه کی یی دا سفر پلان کړی و; ترڅو د ګاونډي هېواد اقتصاد له نيږدې وګوري او مطالعه یې کړي, چې د دوی اقتصاد څنګه ورځ تر بلې غښتلی کیږي او پرمختګ کوي؛ او ددوی کومي اقتصادي برنامي چی دی د هغی نه یو څه زدکړو او په خپل ګران هیواد کی یی عملی کړو.

اکرام چی د زراعتي اقتصاد يو با استعداده محصل او دا یې د ژوند موخه وه, چې څنګه د اوسني عصر مطابق د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې اغیزمنه ونډه ولري؛ نوموړي وويل که د نړۍ پرمختللیو هېوادونو ته ځیر شو;  نو د ډیری هېوادونو په پرمختګ کې زراعت یو مهمه او اساسي ونډه درلودلې ده,  چي ښکاره بیلګې یی چین،هند او داسې نور هیوادونه دي؛ نو د دې نه ښکاري,  چې زراعت د يو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې یو مهمه ونډه او د خوښۍ ځاي خو دادي چی زمونږ ګران هیواد یو زراعتی هیواد دي.

 

دا چې عبدالله او د احمدالله د اکرام الله خبرو ته متوجه وو,  په جواب کې یې ورته وویل:  واقعا ستاسو خبره پرځای ده او زمونږ ګران هیواد ۸۰ سلنه په زراعت تکیه دی او هرکال که مونږ متوجه شو د هقان د حاصل له لحاظ نه پرمختګ کوي; خو بدبختانه  چې د هغه زحمت او تکلیف ثمره یې ورته نه رسیږي، اکرام ورته په جواب کي وویل:  ستاسو خبره پرځای ده,  ځنې ستونزې شته لکه د شنو خونو کمښت، د هېواد څخه د باندې د زراعتي محصولاتو په سمه توګه انتقال کوم چې ډیر مهم دي او موږ پرې  د زراعتي محصولاتو نه سمه ګټه  او  ښه عاید ترې لاس ته راوړلای شو ترڅو مو اقتصاد نور هم غښتلی شي.

په دوی کې عبدالله چې د تعلیم او تربیې د دريم ټولګي بااستعداده ځوان  و او یو ښه لیکوال او ادیب هم و, د دې سره يې  علاقه درلوده, چی د تعلیم اوتربیه په برخه کی د نيږدې هېواد سیستم مطالعه کړي او  د خپل مونګراف لپاره يوه داسې موضوغ انتخاب کړي ,چې دهېواد د  تعلیم او تربیې  په برخه کي شته نيمګړتياوې پوره را وسپړي او د حل په موخه يې مټې را بډ وهي.

احمدالله یو څه شوخ هم وو عبدالله ته یی وویل عبدالله جانه ستا یو کال فراغت ته پاتی دی د خیره فارغ به شې، چې ډېره منډه وکړې یو معلم به شې مونږ دواړه خو اقتصاد لولو ځان ته به یو کاروبار جوړ کړو.

عبدالله سوړ اسویلی وویست او په جواب کې یې ورته وویل ای زما ساده ملګرو!

تاسو نه اصلي  کار پاتې دی مهم او اساسي کار خو تعلیم دی چی د یو هیواد بنسټ او بنیاد پري جوړیږی او په قران او احادیث کی ورباند ډیر تاکید شوی دیي که څه عصري او که څه دینی  علم دی ، کله چی پر محمد(ص) قران کریم نازیلیدو,  نو فرشته ورته وایي اقرا!  ولوله 

 د دې نه واضحه کیږي چې تعلیم او تربیه ډېره اړینه ده. په قران او احادیثو کې د تعليم ارزښت په اړه  واضح ویل شوي دي  او حتی ډیري ایاتونو کی د ارزښت په باره کی یی ذکر شوي دي؛ لکه ( ایات ) ژباړه : چې ايا برابر دي  هغه کسان چې پوهیږي او او هغه کسان چې نه  پوهیږي؛ یعنی د علم او پوهی ارزښت ته واضحه اشاره شوی ده.

نو له دې ښکاري چې په اوسني عصر  کې د هیوادونو پر مختګ په پوهه پورې تړلی دی چې ډیرې ښې بېلګې يې  چین، امریکا، هند، لندن، جرمني، روسیه ، جاپان او داسی نور هیوادونه دي  کومو چې علم ته ځانګړې پاملرنه کړې او همدا علت دی چې دوی پرمختګ کړی دی.

دا چې زموږ هېواد له دغه کاروانه پاتې دی, اساسي علت يې همدا تعليم نه کول دي. که فیصدي یې وګورو;  بيخي کمه ده او د ټولو د بدبختیو او بې اتفاقیو اساسي لامل همدا ناپوهي او بې علمي ده.

احمد او اکرام د ژور فکر نه وروسته عبدالله ته وویل:

وروره ! ستاسو دا خبرې خو ډیرې اغیزناکه وې,  واقعا هم داسی ده,  چي ژوندي مثال یی زمونږ په ټولنه کې شته دی ،که مونږ او تاسو کله دی ته زیر شو عالم په ټولنه کی څومره ارزښت لري ټول لوی او واړه ورته احترم لري او ډېری  فیصلی پرې کوي دوی کوم  بل کمال هم  نه لري خو علم يې تر لاسه کړی او بس. همداسې که ډاکټر يا طبيب ته وګورو زموږ په ټولنه کې ورته ډېر د قدر په سترګه کتل کيږي دا د دوی د تعليم کمال دی.

يادونه!  دوستانو د دې داستان اساسي موخه دا وه   چې ستاسو فکر دې ته را واړوم چی د یو هیواد په پرمختګ کې اقتصاد څومره ونډه لري او د اقتصاد پياوړي کولو لپاره تعليم څومره اړين دی, که غواړو چې هېواد د بد بختیو وژغورو نو بايد تعلیم کور په کور ، جماعت په جماعت او کلي په کلي عام کړو او په پايله کې  هر وګړی د هېواد اقتصاد په پیاوړي کولو کې خپله ونډه واخلي.

 څنګه چې دیني علوم فرض کفایه دي همداسې عصري علوم هم دي، که مو علم درلود کولای شو ,چی د هر څومره قوي رقیب سره میدان ته شو مقابله او رقابت ورسره وکړو که مو نه درلود په هر ډګر به پاتې يو .

 

ومن الله توفیق

 

-
بېرته شاته