(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتمانخیل څوک

[15.Aug.2023 - 08:44]

 

اتمانخېل يا تمانخېل څوک دي 

 

 

لیک: کېمور اتمانخیل

اتمانخېل يا تمانخېل ده افغان  پښتون خاورې د ننګ خلک دې. اتمان خېل دَ افغان يا پښتون ټبر يوه مشهوره لویه قبېله ده چې دَ پښتنو په کرلاڼي ټولنيز ګروپ کې شامل دي او په دغه شجره کې افريدی، خټک، اتمان خېل، او  ځدران د يو پلار برهان خودلي شوي دي. اتمان خېل په پښتونخوا، بلوچستان، افغانستان، ایران او تر هندوستانه ځائ په ځائ په ګڼ شمېر استوګنې لري چې ورکې خاص لر دير، باجوړ، مهمند، ملاکنډ، مردان، پيښور، اورکزئ او لورالائ دي او دغه شان دَ قبېله په افغانستان کې په ډيرو ولايتو کې شتون لرې چې پکې بغلان ولايت د يادوني وړ دي

 

اتمانخېل دا يوه لويه قبيله ده دوي تل په پوره ډول ازاد پاتې شويدی او هيچا ته يې خراج نه دي ورکړۍ د ددوئې علاقه په لوڅو غرونو او کندوکپرو مشتمله ده

 

انګريز په From The Black Mountain to Waziristam کې د اتمان خېلو په بابله ليکې چې

There is no chiefs of any importance among them and they are a very democratic people.

مخکې د دوی په باره کې ليکې چې

They are a hardy set mountaineers of good physique 

 

اتمانخېل فرنګيانو په (Warlike People) باندی ياد کړی دی چې وايې چې د دويې قد دنګ کلک او عادل نسل دی. اتمانخېلو د مغلو او انګريزانو په زد ډيری جګړی کړی چې د فرنکی په وخت کې د اول نه تر اخيره خپله کرکه د فرنکی په زد خودلی ده.

 

مخکې په کمپين ان دی نارت ويسټ فرنټئر کې کې کيپټن ايچ-ايل- نيويل چې د کال ۱۹۱۲ چاپ دۍ. ليکی چې 

 

( Utmankhel a clan living on both bank of the swat river at the lower part of its cource. aggriculture is the chief ocuppation of the people, who have always succeeded in preserving their independence of their neighbours.)

 

اتمانخېل يوه قبيله د سوات د سوات سيند په دواړو غاړو کې د هغی په ښکته برخه کې ژوند کوی. کرونده يې پيشه ده چې تل د خپلو ګاونډيانو د خپلواکۍ په ساتلو کې بريالی شوی دی.

 

اتمان خيل د نورو پښتنو په څير ډير غيرتمند او توريالي خلک دي. دَ اتمان خېلو سپين ګيري مشران ځان ته (تمانخېل Taman Khel ) وایي غالبــ ګمان او خيال دغه دے چې د تمان Taman اصل نوم دے اتمان خالص د عربیت تر اثر لاندي کتابی بڼه کې کارولے شوے.

 

څه رنګې چې يوسفزي د اسپاسې نمایندګې کوي ، اپریدي د اپاریتې په دغه ډول اتمان خیل د بیلو تر څیړنې لاندي د Utoi نمايندګی کوی خو دلغلته خواه کې ياد خلک چې تیمانې Tymani ، تمانی يا Thamanean پراته وو ګمان دغه دي چې اتمانخېل د Utoi and tymanis په سير اتمانخېل جوړ شوي وي ځکه چې اتمانخېل زياتره مشران ځان په تمانخېل بولې خو ډير پکې ځان په اتمانخېل بولې ګمان دغه چې د وس وخت اتمانخېل د اوتی تيمان نه جوړ وي چې د نن وخت نمایندګې کوي ولی کاکاخیل یی اساکینې Assakenoi ګڼې علامه عبدالحۍ حبیبی زروسټر "زرتشتـــ" په باره کې لیکې چې د کورینۍ نوم یی سپين تمان وو. د اتمان خيلو لاندي واړه ټبرونه، څانګې د لرغونتوب علایم لري لکه د بیلګې په توګه.

 

د سکندر په ورځو کښې د سپين تمان په نوم يو پښتون د سکندر خلاف مزهمت هم کړي وو چې ډير وخت يې ورسره جګړه کړي وه او هغه وخت يې د خپلې مځکې دفاع کړي وه

 

په لوهديانه هيندوستان کښې چې کم اتمانخېل استوګن دې هغيو ځان په ( تمان خېل -  Tamankhel  ) نوم ځان ياد ساتلې چې ورسره نور هم ګڼ شمېر پښتانه قبيلې دې.

 

 

د اتمانخېلو (تمانخېلو ) لاندې وړي څانګې په څه دا رنګه ډول دي چې  دغه وړي څانګې هم د اتمانخېلو ډير لرغونتيا خايې چې ډيرې زړي دي لکه ماندل - شمو زۍ - اصېل - بهمري - همري - دخله - کرانی - پيغزي - ټاکور - بوټ خېل- علیزۍ - متکی- سڼيزۍ 

دغه څانکې پس کې په وړو خېلونو تقسيم شوې چې خپل لرغونتيا ښايې لکه پينده - سرکاڼ - سرنی - مدک - ايزب- کيدو - کيمل - ګمبل - ګوري داسې بله چې شجره تر ۵۰۰ خېل نه زياته ده خو غرض دادۍ چې د واړه خېلونه يې څمره لرغونتيا په خپل نومونو کې ښايې

 

ګڼ شمير ځايونو کې ليک دي چې اتمانخېل د شمريز اتمان په ادلاد کې دي کله چې محمود غزنوی په ۹۹۷ کې په هيندوستان حمله وکړه نو شمريز اتمان يې ملګرتيا وکړه خو داسې نده چې اتمانخېل د دغه يو فرد اولاد دۍ. شمريز اتمانخېل دهغه وخت يو جنګجو مشر وو د اتمانخېلو چې اتمانخېل يې د محمود غزنوی په وخت کې د جنګ له پاره وکارول او له هغه ورسته اتمانخېل زياتره په ژوب کې ميشته شوی وو. نن هوم د شمريز اتمانخېل قبر په ژوب کې دی چې د تاريخی تيروتنو له کبله د ژوب اتمانخیل په کاکړو ګډ دی. خو کاکړ ځانګړی قبيله ده او اتمانخېل ( تمانخېل) ځانکړی قبيله ده.

 

د يوسفزو سره د راتګ په حواله اتمانخېل په بيله بيلو ليکونوں کې ياد شوې دي چې اتمانخېل څه رنګه د يوسفزو مدد وکړو او د راتګ قيصې پکې هوم څرګندي شوې 

 

بل ځاۍ جميل يوسفزۍ صيب په خپل کتاب مملکت يوسفزئ کے قبائل..کې ليکې چې 

 

اتمانخېل یوسفزئیوں کے ساتھ ہر تنگی ترشی میں شریک رہے. جنگ کاٹلنگ کی جیت اور دلازاک کی عظیم شکست میں اتمان خیل کی بہادری کو نمایاں مقام حاصل تھا. اخوند درویزہ کے مطابق یہ جنگ اسی قبیلہ کی جنگی چالوں کی وجہ سے جیتی گئی تھی.

 

(" ساع است کہ ورین جنگ جہد بسیار سردم

اتمان خیل نمووند، چونکہ پوست گاوان رابرہم

دوختہ، کہ ازاں لفظ ، افغانی کمردہ گویند

 

سنے میں آیا ہے. کہ اس جنگ (جنگ کاٹلنگ) میں اتمان خیل لوگوں نے بڑی کوششیں کیں ـ انہوں نے گایوں کے چمڑے کی چادریں بنائی تھیں،جن کو افغان لوگ کردہ کہتے ہیں ـ

انہی چادروں کے پیچھے پیچھے یوسفزئی لوگ دلازاکوں کے تیروں سے بچتے بچاتے دست بدست لڑائی تک پہنچتے تھے-"کـــردہ" اب بھی کوچی لوگ چھوٹے خیمے کو کہتے ہیں. جو چمڑے کا بنایا جاتا ہے. دلازاک تیرباری میں کم خطا تھے. اگر اتمان خیل یہ جنگی چال نہ چلتے، تو انہیں شکست دینا دشوار امر تھا- تواریخ حافظ رحمت خانی نے بھی ان کی بہادری کو سراہا ہے-

"اتمان خیل گائے بھینس کی سوکھی کھالوں کو ڈھال کی طرح پکڑے ہوئے ، پیادوں کے آگے آگے چل رہے تھے،تاکہ دشمن کے تیروں سے محفوظ رہیں-)

 

دغه د کاټلنګ چې کومه جګړه وه په دغه کې بره جميل يسفزۍ صېب زکر وکړو چې اتمانخېلو څه رنګه د خپل جنګی چال په وجه د يوسفزو مدد وکړو ياده دي وي چې په دغه وخت کې د اتمانخېلو مشرې ملک شيخ عطاالله اتمانخېل (اټا بابا) کوله چې نن وخت د اله ډنډ په مقام د ملک احمد په خواه کې خخ دۍ. شيخ اعطاالله اتمانخېل جنګی صلاحيت سره سره ډير پوهه لرله چې يو قسم اسلامی سکالر وو په هغه وجه ورته شيخ ټائټل ورکړي شوي وو

 

مخکې محمد حيات خان په خپل کتاب حيات افغانی کې د اتمانخېلو په ليکې چې 

 

(د شجره نسب نه څرګنده کيږې چې اتمانخېل هوم د کرلاڼې نسل څخه دي. دغه قبيله د څوارلسمي عيسوۍ پيړۍ کې د يوسفزو قبيلې په ګډون د ټانګ او ګومل د غرونو نه د کابل او ننګراهار له لورې پيښور ته راغلل او له هغه ځايېه په داوابه او هشنغر کې د يوسفزو سره په غم او ښادۍ کې ورسره شريک شول. کله چې د دلزاکو يسفزو او نورو قبيلو ترمينځ په لنګر کوټ په ميره ( ګهړی کپور) کې جګړه پيښه شوا نو په دغه وخت کې دغه قبيله سره له دي چې دلزاک د دديو همقوم کرلاڼې و . دوي د يوسفزو په خواه ودريدل او په جګړه کې يې ډيري هلي ځلي وکړي ويل کيږې چې په دغه جګړه کې اتمانخېلو د غيشو ويشتلو د دفاع په سبب د ميښو او غوايانو څرمني خپلي مخي ته نيولي وي او د هغوي په پنا غيشي ويشتونکې ځوانان غليم ته ډير نيږدي ورغلل او د دغه هلو ځلو په نتيجه کې متفقو قبيلو په دلزاکو باندي بريا ليتيوب تر لاڅه کړ. خو يوسفزو د اتمانخېلو سره کومه نيکي ونکړه.)

 

څه رنګه چې محمد حيات خان د اتمانخېلو د کوچيتوب په بابله دغه بره ليک کړۍ نو داسې نه ده چې اتمانخېلو په ټولنيز ډول کوچيدلي وي. اتمان خیلو د مهاجرت، کوچیتوب په بابله تر دے دمه د ټانګ، ګومل، شمالی وزیرستان، تیرا، کابل، ننګرهار ، ژوب بلوچستان کیسې لیک دي هم تر دغه اثر لاندي اتمان خېل د مهاجرتونو له کبله نورو قبيلو کې ضم شوې دي زما پر اند دغه مهاجرتونه شوي دي خو دغه کوچیتوب جزوي حیثیت لري کلهم اتمان خیل نه دي کوچیدلی څه خلک به په خپل ځائ پاتې کيدل څه خلکو به مهاجرت کولو چې پر شا یی ډیر عوامل او ستغ حالاتو کیسې پرتی دي

ډاکټر لطيف ياد صيب په خپل کتاب پښتنی قبيلې وپيژنۍ کې ليکي چې يوسفزو له ديو سره څه ښه او نۀ کړل دوۍ لاړه تيرا ته چې هغه ځایه نه يې لاسونه تنګ شول نه راغله باجوړ ارنګ برنګ يې د خپل لاسو لاندې راوستو خو داسې د تاریخې شواهدو څخه معلومیږي چې د تیرا نه باجوړه د اتمان خېلو اصلی مسکن ؤ او دے. هم په دغه اړوند تاريخ مرصع کې ليک دي چي اتمان خيل له پير روښان د روښانی تحریک په ورځو کې تيرا کې اباد وو کله چې د اپریدیو او د اتمان خیلو تر منځ شخړې راغلي نو د دوۍ لاسونه له دغه ځایی تنګ شول یو ځایی دا نکته هم لیک ده چې دغه ورځو کې سخت طوفانونه ، او ناسم موسمې حالات ؤ څه اتمان خيل لاړل باجوړ ته لاړه خو د فسيح دين په کتاب کې بل خواه ليک دي چې پير روښان په کوټ ټوټۍ ملاکنډ کې د اتمانخېلو سره ډيري ورځي شپي سبا کړي

 

دغه خبره د کوټ او ټوټۍ د جميل يوسفزۍ په کتاب مملکت يوسفزئ کے قبائل کې هم زکر ده چې 

 

(اتمان خیل یوسف نامے اور مندڑ نامے دونوں کے دوست و حلیف ہیں، اس لیئے ان کو درمیان میں آباد کروانا سودمند رہے گا ۔ بعد میں حالات نے ثابت کر دیا کہ اتمان خیلوں کا جھکاؤ مندڑ نامے کی طرف تھا. تحریک روشنائیہ مندڑوں میں زیادہ مقبول تھی ، اسی طرح اتمان خیل قبائل نے بھی اس تحریک کو خوش آمدید کہا تھا۔ بایزید انصاری خود ٹوٹئ (اتمان خیل ) گیا تھا۔ جلال الدین عرف جلالہ مندڑ نامے کے موضع غلاماں میں کچھ عرصہ تک مقیم رہا۔ یہاں اپنے کھوئے ہوئے ساتھیوں کو اکٹھا کر کے، وہ ٹوئی (اتمان خیل) روانہ ہوا۔ گو یا اتمان خیل ان کی دوسری پناہ گاہ تھا۔ یہ واقعات 1581ء کے ہیں)

 

نو خبره دا چې اتمانخېلو په مجموعی ډول نه بلکې څه خېل خانی تيرا ته تللی وو چې څه واپس باجوړ ته راغله او څه په اورکزو کې ميشته شو. ځکه چې په تيراکی کې کې هم په يو وخت کې يادونه شوي او بل خواه په ملاکنډ باجوړ کوټ او دغه علاقو کې هم چې دغه غلاقو کې پير روښان ورځي شپي تيري کړي. او کله چې د اتمانخېلو څه خېل خانی د تيرا نه باچوړ ته راغلي نو کومی چې اورکزو ته وکوچيدلی ميشته شو د اورکزو اتمانخېل روستو د تاریخې تیروتنو له کبله په فرنګي کاکا د ځمکنیز سټلمنټ په ټس کې په اورکزو کې شميرلي خو دغه اتمان خيل هوم تر نن ځان په اتمان خيلو ياد ساتلي چې لوئ خبره ده

 

بل خواه د مردان اتمان خيلو په باره کې په تاريخ خټک کې ليکلي چې د محمد سرفراز خان خټک عقاب کتاب دۍ.

 

(پہلے پہل اتمانخیلو نے جو کے اِیک کرلانی قبیلہ ہے بایئزی میں اِیک وسع علاقہ رانیز ی میں گیدڑبانڈہ اور حمزہ بانڈہ پر قبضہ جمایا تھا۔ 

جب یوسفزئی اور ان کے اِیک چوٹی شاخ مندڑ اس علاقے کو پہلے پہل آئے تو اتمانخیلو نے انھیں تپہ بآیزی میں رہنے کے لیے زمین دی پر تقریبا ۱۵۱۴ میں شیخ ملی نے یہ زمیں بانٹ دی جس کی رو سے یوسفزئی اور مندڑ کو میدانی علاقو میں بھی زمیں ملی اور پہاڑی علاقے میں بھی۔

 

دلته سوال دا دي چې د اتمانخېلو لاندي کلي چې مياه خان سنګاوو پيپل خرکۍ کوهی برمول د د څمره وخت راسې اباد دۍ چې ځنی پکې ليکې چې دغه اتمانخېل د خوشحال بابا په دور کې راغلې هلنکې تاريخ خټک کې يې دغه زکر دۍ چې دغه اتمانخېل د پخواه راسې اباد وو

 

بل خوا جميل يوسفزۍ صيب په خپل کتاب مملکت يوسفزئ کے قبائل کې د اتمانخېلو په بابله ليکې چې 

 

( دراصل ان دو وادیوں کے شمال میں دریائے سوات دشوار گزار گھاٹیوں میں سے بہتا ہے۔ جبکہ جنوب مشرق سے بھی اس وادی کو مسخر کرنا مشکل تھا۔ اکبری یلغاریںـــــ کی چٹانوں سے ٹکرا کر پسپا ہوئی تھیں ۔ نا قابل تسخیر ہونے کی وجہ سے یہ وادیاں ہمیشہ ـــــ مخالف لوگوں کے لیئے پناہ گاہیں رہی تھیں ۔

یہی حال کاٹلنگ کے اتمان خیلوں کا بھی تھاـ

خوشحال خان خٹک کے قید و بند کے زمانے میں ان کا گھرانہ موضع "سنگھا‘‘ میں پناہ لینے پر مجبور ہو گیا تھا- خود خوشحال خان خٹک برمول (اتمان خیل) میں کئی ماہ تک قیام پر رہا تھا- یہ واقعات 1669ء سے پہلے کے ہیں۔ پھر خوشحال خان کا قیام 1669ء میں دورہ سوات کے دوران اس علاقے میں رہا۔ اور بقول رحیم شاہ رحیم، خوشحال خان اور ملا میاں نور کا مشہور مناظر اتمان خیل کے موضع پیپل ہی میں ہوا تھا)

 

دغه کلے "لنګر" نه دی لا بل وی

بیا ممکنه دہ چی کلے د "پیپل" وی -

 

نو دلته هوم دغه خبره څرګنديږي چې خوشحال بابا د مياه خان سنکاوو چې د اتمانخېلو غټ او پاخه کلي دي چې هغه ځاۍ يې د اتمانخېلو په سنګ وخت تير کړي چې دغه وخت نه پخواه اتمانخېل په دغه ځاۍ اباد وو

 

اتمانخېل چې څه رنګه په نورو قبيلو کې ځم شوي لکه مخکې مو د اورکزو د اتمانخېلو زکر وکړو 

په دغه ډول د لورالايي اتمان خيل په کاکړو کې شميرلی حال دا دے چې دغه کرلانی دي او اتمان خیلو د ژوب د جزوي هجرت تاریخې شواهد لا ژوندي دي او دوۍ ته تر اوسه باجوړي ویل کیږي بله مهم نکته او مستنده نکته دا ده چې د باجوړ، دیر، ملاکنډ، مردان، د اتمان خیلو ټبرونه یا لاندي کلهمې څانګې داو د لورلایی د اتمان خیلو ټبرونه په يو نوم او په يو ډول دي. بلکې د نن ورځي پوري د لورالاۍ اتمانخېل ځان په اتمانخېلو ياد ساتلې چې ځان وس په تمانخېل بولی خو د بده مرغه هغه هم په کاکړ قبيله کې ځم دي

لنډا دا چې اتمان خیل تر تیرا باجوړه د خټکو، اپریدیو سره په څنګ کې اباد و چې د مختلیف حالاتو، له کبله د خپل اصلی مسکن نه بی ځایی شول اوځینو پکې لا خپل وجود برقرار وساتلو کووم چې اوکوچیدل نو مورخینو په نورو قبیلو کې اوشمیرل او بی درکه شول

 

داسې روایات د مخه منقول دي چې په باجوړ ایجنسۍ کې چې  د سخې عرب خان په وخت کښې ګګياڼي په امبار کښې میشته وو چې دغه وطن يې د ډب نه تر د امبار د رود پوري او سنګر امبار پوري په ولقه کې وو

دغه وخت کې ماندل اتمانخېل سواړي خیل  په شنه کمر او خوږه نومې ځای کې ورسره هم اباد وو

دغه وخت کې ګګياڼو د  ماندل اتمانخېلو د سواړي خیلو  تر منځ جنګ وشو چې د ماندلو څه خلک یې ووژل.

 هم دغه پاتو ماندلو نه ایله یو هلک تری روغ راغے د کوهې سیمې ته.

 چونکه پښتانه فطرتاََ د ویني احترام کوي او بیا په تیره قبائلو کې دغه عام راوج تر ننه دی نو دغه هلک نورو ماندلو او ورسره نورو اتمان خیلو  ته ووې

 چې 

 "زه ستاسې رور ماندل تمانخېل يم  ګګیانو راته ټول خلک ووژل ایله زه یکې سر ترې خلاص شوم"

 په دغه خبر د ددغه هلک  په عزیزانو یعني ماندلو وسره نورو اوو بل شو او د بدل هڅه یې وکړه

 دغه وخت د سخې عرب خان وخت وو چې د مومند پينډيالۍ پوري به ورته خلک راتلل سلامۍ ته چې دغه کې به ګګياڼی هم باجوړ ته راتللو کې شامل وو

 د ګګیاڼو به د چارشنمبې په ورځ سلامي وه چې د شينۍ په لار به داسې په عليزۍ اتمانخېلو په لار راتلل.

  چې کله څه وخت پس په دغه لار راغلل اتمانخیل ورته کيناستل او ګګیانو یې حملې په نتیجه کې یو بل اووژو

  د دغه نه پس ګګياڼو خپله لار بدله کړه د اتمانخیلو په دغه لار يې تګ ختم کړو.

نتیجه کې  دغه دښمني لا زیاته شوه.

  بيا به په سر لړه لوی سم  په لار باندې ګګیانو تګ کوالو. چې ترې اتمانخیل خبر شول.

 اتمان خیلو لا بدل ورپوري وو د دغه تګ ورځ يې د وړاندي نه معلومه وه چې د چار شمبې په ورځ دغه خلک  سلامۍ له ځې

 هم په دغه ځای په څنګ د سټ ورته کیښناتل ورته بيا یې تر منځ لوی جنګ وشۀ چې نتیجه یې په مړو او ژوبلو تمامه شوه

 هم دغه تسلسل لا جارې وساتل شو د دغه نه پس په کې بټ خیلو اتمان خیلو او اصيل اتمانخېلو  برخه واخستله یو لوی لښکر جوړ کړو او په سر لړه باندې وروښتل په ګکیانو حمله شو چې  دغه جنګ په نتیجه کې د ګګیانو لوی نقصان وشړ او په کې ډېر اووژل شو.

  اتمان خیلو د ګګياڼو د امبار قعله ونيولی شوه او کم چې پاتې شو هغه لاړه د امبار وطن نه او د  ډيرې نومې سیمې نه نه کوز ديره شول

  دغه وخت کې امبار کښې ماندوری او غلجې هم اباد وو. ماندوری کوهې سیمې کې اوس هم  هم اباد دي.

  چې نوم پری د ماندور کوهي والو دے.

   خو دغه ماندوري هم اتمانخېلو د دغه ځاۍ څخه لري کړه

   دغه نه پس د غیلجو سره د اتمانخېلو بوټ کور او اصيلو شخړه په څه خبرو راغله چې دغه غیلجې د امبار وطن د غیلځۍ د درې  نه په جنګ بهر شو او تر کمانګرې  يې ورسول.

   د امبار د اتمان خیلو پاتي  زمکي په نتیجه کې د ملاتړ په صورت کې د جنګ برخه والو کې تقسیم شوې.

 

د اتمانخېلو په اړه ځمه په اند غنی خان بابا ښه پيژانګلو کړي ده چې په خپل لټون نومی کتاب کې په وه ګولونو نظم کې د اتمانخېلو په اړه يادونه کړي چې اتمانخېلو کې څمره روشن خيالۍ او د بهادرۍ خلک دۍ 

 

یم پیدا د اشنغره

خو په فکر اتمان خیل

يوه کږه ورانه ویجاړه

غوندي زاڼه د دې سیل

 

غني خان

 

دغه رنګه خوشال خان خټک د کيمور اتمانخېلو په څنګ ناست ليکې چې 

 

په اړهنګ بړهنګ کې هم شته اتمانخېلې 

د  سړيو په جامې جامې ريمنې 

 

خوشال خان خټک 

 

د اتمانخېلو په کردار باندې د خالق زيار صېب ژباړه دا خلک او دا خاوره کې لېک دي چې

 

(اتمانخېل د دير او باجوړ د خلکو په نسبت د بدل اخستلو په سلسله کې زيات سخت دی او دښمنۍ يې ډيرې خطرناکې وی.

په مجموعی ډول د دير سوات خلک چې کله د نورو ځايونو د پښتنو سره مقايئسه کوو نو په يو لحاظ د دوئې د خپلو ګاونډيانو نه توپير لری او هغه داچې په دې خلکو کې د نظم و نسق روحيه موجوده ده تر يو څه حده دا روحيه د باجوړ خلکو ته هم ورپوری وتې ده . په کمه اندازه چې اتمانخېلو کې موندلی شی هغه نظم ونسق چې د کلې وګړی د قابو لاندې ساتی او هغه موڅر اختيار چې جرګه يې دکلې د معاملو او قبيلوی مفادو په لړ کې لري د توجه وړ دی. په دې کې شک نشته چې دا روحيه د پخواه نه راراوان درخلکو سره د مربوط حکومت د نظام له کبله پيدا شوې ده . )

 

څه رنګه چې بره زکر وشو چې اتمانخېل د دير سوات او باجوړ په نسبت د دښمنۍ بل اخستلو کې سخت دي نو دا خبره دلته سرګنديګې چې اتمانخېل کرلاڼې قبائل دې چې د سربڼو په منځ کې يې خپل دستور او ريواج ژوندي ساتلې هغه که د پښتو لهجه وي او که د پښتونولۍ د قانون تړي وي. مخکي زيار صېب ليکي چې 

 

(د دير او باجوړ د وړو خانانو حکمرانی داشرفی نظام نمونې وړاندې کوی. په داسې حال کې چې په ټول اتمانخېل او زيادتره باجوړ کې سپېڅلی جمهوريت موجود دۍ

په اتمانخېلو کې پاک جمهوريت شکل موجود دی.)

 

زيار صېب چې زکر وکړو دغه د فرنګی په وخت کې اتمانخېل ازاد وو چې نه ورته نوابی قبول وه نه ورته خانيزم قبول وو بلکی فرنګی د اتنانخېلو علاقه په ايډيپينډنټ کنټری(independent Utmankhel country ) په نامه ليکلی 

 

په ازاد پښتونستان نومی کتاب کې چې عبدالروف بينوا ليکلی دۍ وايې چې 

 

(د ازاد پښتونستان دی قبيلی هوم د نورو قبيلو په سير هميشه د ... زينو سره جګړی کړی او خپله ازادی يې ساتلی ده د دانکريزانو د استعماری تجاوز په وخت کې هم د اتمانخېلو ننګالياليو پښتنو د انريزانو سره سختی مقابلی او غزا ګانی کړی دی.)

 

څه رنکه چې بينوا صېب زکر وکړو په دغه جګړو کې د اتمانخېلو مشهوری جګړی چې د انګريز په زد يې کړی وی دَ اتمان خېل غټي جګړي دَ فرنګي (برېټېش) سره وي وي 

۱.په کال ۱۸۴۷ کښي دَ (کرنل سرهنري لارس ) په مشری کښي په علاقه بابوزې چې ورکې اتمان خېل او 

ېوسفزې وو، دَ اتمان خېل او ېوسفزې د انګريز خلاف راغلی وو چې دي قبيلو د انګريز په جګړه کړي وه

په کال ۱۸۴۹ کې اتمانخېلو د فرنګی خلاف جګړه کړی وه چې د انګريز د فوځ مشری کرنل سر هينری لارس کوله دغه جګړه د سانګاو مياه خان پيپل او خرۍ اتمانخېلو کړی وه. بله جګړه په کال ۱۸۵۲ کې شوې وه چې اتمانخېلو او يوسفزۍ قبيلو د انکريز په زد جګړه شروع کړه او د خپل وطن دفاغ يې کوله چې په دغه جنک کې د انکريز فوځ مشری بريګيډئر سر کولن کيمپل کوله. بله غټه جګړه په کال ۱۸۷۸ کې د اتمانخېلو او د فرنګی تر منځه شوي وه چې د فرنګی فوځ مشری کيپټن بی ټی کوله. غټه جګړه په هوم په دغه کال بيا شوي چې د فرنګی فوځ کرنل جينګس کوله . ورستۍ وختو کې يو ځل بيا اتمانخېلو د فرنګی خلاف جګړه شروع کړه چې دغه جګړه په کال ۱۸۹۸ کې شوی وه چېد فرنګی فوځ مشری کرنل ريډ کوله. دغه جګړی غټی جګړی شوی دی خو زياتره اتمانخېلو ګوريلا حملی کړی چې د انګريز د راتلو نه شروع وی او تر اخيره د انکريز د تلو پوری پری مسلسل اتمانخېلو ننګيالويو ځوانانو حملي کړی او ده خپل وطن حق يې ادا کړۍ دۍ. وخت په وخت پری انګريز خپل طاقت استعمال کړی او د اتمانخېلو د زير کولو کوشش يې کړی په کال ۱۹۳۰ نه واخله تر کال ۱۹۳۴ پوری يې په اتمانخېلو د هاوايې ځواکونو حملی کړی چې رايل ائر فورس به ورته ليکلی شوی دۍ. دغه سره سره د دير په سټيټ چې د نواب د حکم لاندې وو او انګريز يې سرپرستی کوله د دير ليوی سره انګريز په فوځ دغه حملی جاری وی.

دی قبيلی پښتنو له ډير اتلان ورکړی چې چا پری تر وڅه هغه شان کار ندۍ کړی چې دنيا ته يې خولی وۍ 

 

اتمانخېلو کې ډير صوفيان هوم زيګيدلی لکه شيخ عطا بابا شيخ عبدرحيم ماندل تور بابا- دغه رنګه شيخ حسين چې د اتمانخېلو د استانه کورينۍ سره يې تعلق وو- مياه عمر شموزۍ اتمانخېل - شيخ محمد ماندل - دغه شان نور هوم

 

دغه رنګه ډير اتلان يې دي خاوری ته ورکړي چې د بده مرغه چا پری هغه شان کار ندی کړی چې دنيا ته يې ښکاره کړی لکه مکرم خان اتمانخېل - طره باز اتمانخیل - پخت پور اتمانخېل- ملک مير باز اتمانخېل - چنډن اتمانخېل - مياه خان اتمانخېل- محمد عمر اتمانخېل سوال قعله - عبدلطيف افندي اتمانخېل . حبيب نور اتمانخېل. ميرو اتمانخېل. ملک لعلی خان. نور هوم ډير چې د هر کاڼی بوټی لاندی خخ يې اتل دی خاوری له ورکړۍ 

 

اتمانخېل قبيلې ډير ښه ليکوالان هم پيدا کړي چې د پښتو ادب ته يې ډيري بښنې دي چې د عمر دين عمر نه واخله تر عبدلمجيد افغانی پوري يې خلک زيږولي دير . دي قبيلې نن هم داسې خلک زيږولي چې په پختونولۍ په پت مئن خلک دي لکه مشال به يې رحمت شاه سائل واخلو حې په خټه اتمانخېل دي. لکه رحمت شاه سائل وايې 

 

خاؤرې به مې وايي چې پښتون يمه پښتون يمه

 

خوښ د پښتونخواه په ميږتون يمه پښتون يمه

 

تۀ پۀ سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې

 

زۀ پۀ خپلو وينو کښې ګلګون يمه پښتون يمه

رحمت شاه سائل 

 

نن وخت يې د نظېف لالا تمانخېل په شان چې قامې مباريزو ته يې په جار ملا تړلي چې ژوند يې د ډيرو سختو نه ډک دي 

 

د تمانخېلو شجره په څه دا رنګه ډول ده 

چې  اتمانخېل (تمانخېل) کرلاڼې پښتانه دي

 

اتمانخېل ۱. ماندل ۲.کرانې۳. دخله يا سميلزۍ۴. همرې ۵. بهمرې 

 

(ماندل)

۱.کيدو خېل 

  جوګې خېل - داپر خېل - رسول خېل 

۲. کيمل خېل 

ماليز خېل - سواړې کور - مته کور 

(کرانې)

۱.بوټ کور 

عمر خېل - مامد خېل - موسا خېل 

۲. اصېل 

بلو خېل - بادو خېل 

۳. ټاکور 

ګومبل خېل - سوار خېل - مبارک خېل 

 

(دخله يا سميلزۍ)

۱.شموزۍ

سرنې خېل - سرکاڼې خېل - پيندا خېل - عمر خېل 

 

۲. ګورې 

حلال خېل - مته خېل 

 

۳. عليزۍ

مامونزۍ - اسوزۍ - ادرزۍ - مرچوزۍ

 

۴. استاندار 

مشر خېل 

 

(همرې

 

۱. سنيزۍ 

کوټه خېل - توغل خېل

 

۲.متکې

 اتمانزۍ (تمانزۍ) - طورې خېل 

 

۳.پيغوزۍ

سربدال خېل - ګلې خېل - پازی خېل 

 

(بهمرې

 

۱.اسمئل خېل

هيبت خېل - پيندا خېل - عمر خان خېل 

۲.داوت خېل

عمياره خېل - برصې خېل - مهتر خېل 

۳.سه صده خېل

 تورزۍ - ايزت زۍ

 

دا شجره په نورو وړو څانګو ويشلې شوې چې تر پنځه سوا څخه زياته ده 

 

يادګيرنه شجره د زړو کتابونو څخه هغستې شوې نور نن وخت شجره په مځکنيز ويشنونه بدله ده  

 

حوالی...

 

*جميل يوسفزۍ صيب مملکت يوسفزئ کے قبائل

*دا خاورا او دا خلک -- خالق زيار

*محمد حيات خان حيات افغانی

*ازاد پښتونستان د عبدالروف بينوا صېب 

*تاريخ خټک محمد سرفراز خان خټک عقاب

*پښتني قبيلې وپيژنۍ د طليف ياد صېب

*د والټر بيلو څيړنه 

*پښتانه د تاريخ په رڼا کې د کاکاخېل

حواله India in 1934-1935 (Publication 1937)

حوالهCalcuta. 27 fabuary 

حواله The Mombay Chroncile. Nov 8 1934

*تاريخ مورصع د افضل خان 

*کمپين ان دی نارت ويسټ فرنټئر د کيپټن ايچ-ايل- نيويل چې د کال ۱۹۱۲ چاپ

*د خوشال خان خټک کليات 

*Origan and history of jats and other allied nomadic tribes of india.

*بيلا بيلې معرکې 

 

حواله From Black Mountain to waziristan

 

کيمور تمانخېل

-
بېرته شاته