(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چټ جي پي ټي

[26.Aug.2023 - 08:59]

چټ جي پي ټي

دFaridon Delsoz Niazai لیکنه:

که مو انګلیسي ښه نه وي،  څنګه په انګلیسي ژبه مالومات پلټلی شئ؟

لاندې اسانه طریقه وکاروئ 

۱. خپله پوښتنه مو لنډه په دقیقه پښتو ژبه ګوګل ټرانسلیټ کې واچوئ له یو کلیک ورسته سمه دمه انګلیسي پوښتنه ترې جوړیږي.

۲. پوښتنه له ګوګل ټرانسلیټ څخه را کاپي کړئ او په ګوګل سرچ انجن یا چټ جې پي ټي کې یی واچوئ په یو کلیک د خدای زور مالومات درته چمتو کوي.

۳. له چټ جي پي ټي ترلاسه شوی ځواب بیرته ګوګل ټرانسلیټ کې واچوئ په یو کلیک به بیرته ټول مالومات درته پښتو کړي

۴.که چیرته پښتو لیک او لوست باندې نه پوهیږئ  د ښوونځي له کوم زده کوونکي څخه مرسته وغواړئ هغه به تولید شوی متن درته ولولي.

نوټ:  
د ګوګل ټرانسلیټ یو اپلکیشن چې تنها پښتو انګلیسي برخې لري زه یي دلته لینک اچوم کارول یی ستاسو کار اسانه کوي 

Very nice and useful Pashto English Translator app. Try it out, it's FREE!

http://play.google.com/store/apps/details?id=com.pashtoenglishmutarjim.pashtoenglishtranslator&referrer=utm_source%3DInAppShare%26utm_medium%3DInAppShare%26utm_term%3DInAppShare

خو اصلي د ګوګل ټرانسلیټ اپلکیشن دا یو دی خو ددی کارول او د ژبو تنظیم ممکن ځینو ته سخت وي.
Hi! I am using this wonderful app *Free Language Translator* for finding the translation of any word or phrase in 150+ Languages. You can download it from Google Play Store via this link:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.languagetranslator.translatorapp.smartscanner.dictionary.translation.voicetranslator

د چټ جي پي ټي ویبسایټ ادرس دا دی 
https://openai.com/blog/chatgpt

که د چټ جي پي ټی په اړه تخنیکي ستونزې لرئ د ډاکټر عاصیم مایار دا لیکنې ولولئ.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1526165511141980&id=100012456361667

که تنها ټلګرام ته هم لاس رسی ولرئ چټ جې پي ټي کارولی شئ.
https://youtu.be/y5kax5FwwYE

که وطن کې د چټ جې پي ټي اکونټ نشئ خلاصولی د ښاغلي فتاح همدرد دا ویډیو وګورئ
https://youtu.be/xBQAUMYsMvE

په یاد ولرئ چې که پوښتنې مو په ګوګل ټرانسلیټ انګلیش ته ترجمه کړئ او بیا یی یوټیوب کې واچوئ حتی که د یوټیوب ویډیو انګلیسی اردو یا فارسی هم وي تاسو یی له شکلونو او طریقې زیات تخنیکي شیان زده کولی شئ او د وخت په تیریدلو سره مو انګلیسي او تخنیکي مهارتونه زده کیږي.

-
بېرته شاته