(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سياسي شخصيت مرحوم ډاکټر کبیر ستوري

[13.Jun.2015 - 18:29]

لیک:محمد اقبال وزیري

جون ۲۰۰۷

په قوم، وطن او مورنی ژبې پښتو مین ډاکټر کبیر ستوري د مړینې څخه پوره یو کال، دوه میاشتې او څلور ورځې تېریږي چې دی زموږ په منځ کې نشته او ځای یې تش دی .خو د کبیر ستوري نوم ژوندی دی دا ځکه چې ده خپل قوم، وطن او مورنی ژبې پښتو ته ډېر څه کړي دي. هیله مند یم چې په راتلونکې کې به پوهان، لیکونکي او څېړونکي د نوموړي په علمي او ادبي میراث باندې کار وکړي او هغه به وارزوي.
ډاکټر کبیر ستوري د خپل ژوند په اوږدو کې او په ځانګړې توګه هغه وخت چې د لوړو زده کړو لپاره اروپا ته راغی او دلته د نړۍ د علمي، تکنالوژیکي، اقتصادي او ټولنیز-سیاسي پرمختګ او ودې سره بلد شو نو یې دې ټکي ته پام شو چې ولې زموږ قوم، وطن او ژبه دومره پاتې دي، د دې وروسته پاتې والي علتونه څه دي او د کومو لارو کولی شو چې خپل قوم، وطن او مورنۍ ژبه پښتو د دې حالت څخه راوباسو او د نورو پرمختللو قومونو په لیکه کې ودرېږو او د دوی سیالان شو. ډاکټر کبیر ستوري د خپلو زده کړو او څېړنو په جریان کې ډېر کوښښ او هاند کاوه چې دغو پښتنو ته ځوابونه ومومي
کبیر ستوری خپلې موخې ته د رسېدو لاره د قوم په ګډو هڅو او منظمه مبارزه کې لټوي او پدې هیله قوم یووالي ته رابولي .خو د دې لپاره چې قوم یو موټی کړي او د هغه مادي او معنوي ځواک د وطن د ابادی په موخه سره را غونډ کړي نو د یوه سیاسي ګوند د جوړېدو فکر ورسره پیدا شو او په جرمني کې یې د پښتون سوسیال-دموکرات ګوند بېنسټ کښېښود چې د ژوند تر وروستی سلګۍ یې د دغه ګوند مشرتوب وکړ.
کبیر ستوري دې ټکي ته پام وکړ چې د قوم د وروسته پاتې والي یو علت د علم او پوهې څخه د قوم لیرې ساتل دي . نوموړی په دې برخه کې د افغانستان د حاکمانو بې توپيری ته ګوته نیسي او هغوی یې پړه ګڼلي دي.لدې کبله ستوري هڅه کړې ده چې په خپلو لیکنو کې د قوم او خلکو پام په جدي توګه د علم او پوهې اړتیا ته واړوي.
ستوری د پښتو ژبې وروسته پاتې والي ته هم جدي پام اړوي او په دغه برخه کې د تیمورشاه څخه نیولې تر محمد داود خانه پورې د پښتنو هغه واکمنې کړۍ پړې ګڼي چې په وینه پښتانه خو د ژبې او کلتور له پلوه پردي او د پردو د کلتوري ښکېلاک عامېلین دي .نوموړی انګریزي استعمار او د ځینو ګاونډیو هېوادو له خوا د فرهنګي ښکېلاک هڅې د ژبې د وروسته پاتې والي بهرني لاملونه ګڼي
ستوري د پښتو ژبې د پرمختیا او غوړېدو په هیله د پښتنو پام دې ته اړولی دی چې پښتو ژبه باید دفتر ته ننوزي او د پښتنو بچیانو لپاره دې په مورنۍ ژبه د زده کړې شرایط برابر شي. همدارنګه پښتانه روښنفکران دې خپله د پښتو ژبې د ودې لپاره کار وکړي یاني دوی د په پښتو ژبه علمي لیکنې او ژباړې وکړي ترڅو د هغې علمي پانګه زیاته شي او د نورو ژبو سیاله شي .کبیر ستوري پخپله پدې لار کې عملي ګام پورته کړ.نوموړي د مقالو او بیانونو په څنګ کې،چې په مجلو، ورځپاڼو او نورو ډله ایزو وسایلو کې خپاره شوي دي، په پښتو ژبه یو شمېر علمي او ادبي لیکنې د پښتو ژبې د علمي پانګې د جوړېدو په موخه وکړې چې هغه په دوو ګروپو وېشلی شو.
لومړی د ډاکټر کبیر ستوري هغه علمي لیکنې دي چې دلوېدیځې ساپوهنې د څېړنو د ورستیو پرمختګونو پربنسټ ولاړې دي او د پښتو ژبې د علمي پانګې په جوړولو کې د قدر وړ ځای نیسي .د ده د دغو لیکنو یوه ځانګړتیا دا ده چې حجم یې لږ ولې د منځپانګې او مضمون له مخې ډېرې غني دي او زیاتې موضوع ګانې یې په کې را نغښتې دي .د دغو لیکنو بله ځانګړتیا دا ده چې دغه علمي لیکنې په روانه او اسانه ژبه لیکل شوې دي چې نه یوازې د هغو څخه مسلکي کسان بلکې نور لوستي کسان،چې د خپلې پوهې د زیاتوالي سره مینه لري، ګټه پورته کولای شي
د ساپوهنې په برخه کې د ډاکټر کبیر مهم اثار: وېره ـ د ساپوهنې په رڼا کې، ژبساپوهنه، د هوښیارتیا تله، د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله او نور دي
ستوری د« وېره»(د ساپوهنې په رڼا کې) د کتاب په«یادونه» کې د پښتو ژبې واحد لیک دود اهمیت ته پام اړوي او پښتنو ژب پوهانو ته په لاتینو تورو د پښتو د لیک دود دتدریجي اړولو وړاندیز کوي. نوموړی په دغه کتاب کې د ساپوهنې په رڼا کې د وېرې د پېژندګلوی، د وېرې پیمانې او درملنه تر څېړنې لاندې نیسي چې دخپل علمي ارزښت برسېره زموږ د هېواد د خلکو د روحي ناروغیو اوستونزو په موندلو او درملنې کې عملي ارزښت هم پیدا کوي
کبیر ستوری په خپل بل ارزښتناک اثر کې چې«ژبساپوهنه» نومیږي د ژبې پیدایښت، د بشري ټولنې د پیل څخه تر ننه د هغې وده په ګوته کوي .نوموړی ژبه نه یوازې د پوهوي او راپوهاوي بلکې هغه د تفکر او سوچ د ودې وسیله هم بولي چې د ټولنې په وده کې ډېر رول لري .دی د دې علمي سپړنې(تحلیل) په نتیجه کې دې پایلې ته ورسېد چې زموږ د هېواد ټولو میشتو قومونو او په هغه جمله کې د هېواد د ډېرکي قوم پښتنو بچیانو ته هم په مورنۍ ژبې پښتو د زده کړې امکانات برابر شي . دی لیکي :« پخپله مورنۍ ژبه زده کړه نه یوازې د فکر چې د سړیتوب کره برخه ده د سمې ودې مانا لري، بلکه د قام د سوکالی او ودانی نښه هم ده چې د نورو قامونو سره یې د سیالی جوګه کوي.»۱
کبیر ستوري د ژبساپوهنې د علمي څېړنې له مخې چې د یوې ژبې ظرفیت او توان د هغې د تورو د شمېر له مخې او د هغې وده د لغتونو د پانګې څخه چې لري یې ټاکل کیږي د پښتو ژبې د ودې توان او ظرفیت ښکاره کړ. د دې څېړنې په نتیجه کې نوموړي دا جوته کړه چې د پښتو ژبې ظرفیت(توان) د جرمني او انګلیسي ژبو څخه زیات دی یاني د ودې ډېر قابلیت لري خو پښتو ژبې ته کار ندی شوی نو ځکه وروسته پاتې ده.
کبیر ستوری وایي چې ده د پښتو ژبې په مرسته دا واقعیت وپېژانده چې د انسان په وجود کې د ساایزو پېښو دوه مرکزونه دي چې یو یې دماغ او بل زړه دی .پداسې حال کې چې د لوېدیځو په ساپوهنه کې د ټولو ساایزو یا نفسي توکونو مرکز دماغ ګڼل کیږي .خو که سړی د پښتو ژبې پر بنسټ د شیانو او پېښو جاج واخلي نو دماغ د عقل او فکر او زړه د احساساتو، جذباتو او غوښتنو مرکز دی.۲
ستوري د«هوښیارتیا تله» په اثر کې د افغانانو لپاره د هوښیارتیا تله جوړه کړه چې د هغې په مرسته د هوښیارتیا کچه تللی شي .د زده کړې په سیستم کې د هلکانو او نجونو د هوښیارتیا د کچې د تللو له مخې کولای شو چې د زده کړې په پروسه کې د نورو زده کړو لپاره بااستعداده کسان په ګوته شي او د بېځایه لګښتونو مخه ونیول شي .خو دا تله چې اساس یې د ارثي استعداد پر تللو ولاړ دی یو څه نیمګړتیاوې لري چې هغه د یوې ټولنې د ننه او هم د باندې د نورو ټولنو د کلتور اغېز د هوښیارتیا د تلې په کچ باندې په نظر کې ندی نیولی. لدې کبله ده بل کتاب ولیکلو چې د«هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله» نومیږي چې په هغې کې پورتنۍ نیمګړتیاوې لیرې کړای شوې دي
څرنګه چې د پیدایښت( ارثي) او کلتور تضاد د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تلې د موادو په ټاکلو کې رول لري نوکبیر ستوري په دغه اثرکې د افغانانو لپاره د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله جوړه کړه چې په هغې کې د یوې ټولنې دننه او هم د نورو ټولنو د کلتوري اغېز اندازه یوهومره کړي .دا د هوښیارتیا بې پلوه تله نه یوازې د افغاني ټولنې لپاره ارزښناکه ده بلکه نړیوال ارزښت هم لري .د ستوري په وینا« د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله نه یوازې په مختلفو کلتورونو کې د هوښیارتیا د تللې لپاره یوه اړینه وسیله ده بلکه د ژوند په ډېرو برخو کې په تېره بیا د ښوونې او روزنې په برخه کې د لوړو زده کړو او پوهنتونونو لپاره د زده کوونکو او په موسسو او تنظیمونو کې د ټاکلو دندو لپاره د مناسبو کسانو د نیولو مهمه وسیله ده. د کلتوري بې پلوه تلې نړیوال ارزښت ورځ په ورځ زیاتیږي ځکه چې د وګړو تر منځ تماسونه زیات شوي او نور هم زیاتیږي » ۳
دوهم د کبیر ستوري شعري ټولګې دي چې په هغو کې یې د خپلې ټولنې د ژوند بېل بېل اړخونه انځور کړي دي او خپل قوم ته یې د خپلو افکارو او احساساتو د رسولو ښه وسیله ګرزولې ده. دغه ټولګې به د ادب او شعر څېړونکي په راتلونکې کې د کره کتنې لاندې ونیسي او هغه به وارزوي .
کبیر ستوری په دې باور دی چې ادب د ادب لپاره نه بلکې ادب د ټولنې د خدمت وسیله ده.

ادب ځان پرست نه دی چې تش خپل خدمت کوي
ټولنې د خدمت نه هغه ځان نه بېلوي
ادب چې وسیله د پښتنو د ابادی شي
دا ستوری له اسمانه پرې ګلونه وروي


کبیر ستوری د مادې او مانا وحدت ژوندون او ماده د انسان تن او مانا یې ساه بولي

​د مادې او د مانا وحدت ژوندون دی
ماده تن دی د انسان او مانا ساه ده


ډاکټر کبیر ستوری انسان د اختیار څښتن بولي او پدې باور دی چې انسان ته خدای تعالی اختیار ورکړی او د خپلو کړو وړو مسؤل دی

خدای اختیار ستوری انسان ته دی ورکړی
خو یې مخکې له هر کار دی خبردار


ستوری ازل ګناه ګار نه ګڼي اوباور لري چې دا حالات دي چې قسمت بدلولی شي.

ګناه د ازل نده هسې تور دی پرې لګیږي
خبره د حالاتو ده پدې که څوک پوهیږي
​انسان خو د ازله بدبخت ندی پیدا شوی
بدبخته یې حالات کړي بدقسمته شي کړیږي
​چې زړه د وکه زړه نو بدلولی شي حالات
حالات چې شي بدل قسمت پخپله بیا بدلیږي


کبیر ستوری دنیا د تضادونو نه جوړه بولي او خپل ټاکلي هدف ته په رسېدو پوره باور لري

د تضادو جوړه شوې دا دنیا
د رڼا وجود تورتم نه دی پیدا
دا تیارې د ژوند ورکیږي سبا کیږي
د سبا ستوری را خیږي خامخا


ستوری د خپل قومي ژوند د بدلولو لپاره د ذهن اوښتون غواړي .

اوښتون ذهني په کار دی د قامي ژوندون لپاره
چې سیاسي تاریخ ژوندی کړي نهضتونه را پیدا کړي


بل ځای وایي:

نوې وده نوی سوچ او اند غواړي
پوهه مې د سر د زړه جذبو سره پیدا کړله
رسي به منزل ته قافلې د ژوند
ستوري چې رڼا تورو تیارو سره یو ځای کړله


ډاکټر کبیر ستوری د فکر په ازادی، سوله او وروری باندې د سر ورکولوتر پولې حاضر دی

په سوله او وروروالی کې مې سر لاړ شي لاړ دې شي
د سوچ په ازادی کې مې سر لاړ شي لاړ دې شي


کبیر ستوری د قام د پېژند یو مهم عنصر ژبه او کلتور ګڼي .هغه قوم چې خپلې ژبې ته شا کړي او د هغې د ودې لپاره کار ونکړي نو هغه قوم پخپله ورکیږي

د هر قام پېژند پخپله ژبه کیږي
په برکت د ژبې قام هسک شي جګیږي
چې پخپله پښتو ژبه نه پوهیږي
ستوری څه پرې چې په سل ژبو پوهیږي
عاقبت یې ورکېده دي ستوری وایي
چې د خپل کلتور او ژبې پردی کیږي

دلته به بې ځایه نه وي چې پدې هکله د پښتو ژبې د نامتو شاعر عبدالعلي مستغني ددغه بیت یادونه وکړم:

​ښه ده ښه ده چې په سل ژبو دانا یې
مګر مه کېږه نادان د خپلې ژبې


ستوری د قوم، وطن او پښتو ژبې سره بې کچه مینه لري او دا هغه څه دي چې د ده په شعري ټولګې کې زیات ځای نیسي
د قام سره د مینې په هکله

په لفظونو یې تصویر انځورومه
څو خیالونه یې له سره زارومه
چې د قام د مینې یاد پکې خوندي کړم
خیال ته رنګ د زړه د وینې ورکومه


د وطن د مینې په هکله

میخانه وتړه راځه د ګودر غاړې ته ځو
نشه د میو خو کونړ د سیند اوبو کې شته دی


بل ځای وایي

څوک یورپ کې په بنګلو کې خوښ دي
د ستوري خپله پښتونخوا خوښه ده

یا
وطن باندې مین یم پښتونخوا مې معشوکه ده
په عشق کې د وطن سر ځارولو کې ثواب دی


د پښتو ژبې سره د مینې په هکله

که زما ستوري په قبر چېرې راشې
په پښتو را ته دعا کړه پرې مین یم


ډاکټر کبیر ستوری د پښتو ژبې د وروسته پاتې والي پړه په خپله په پښتنو اچوي

مونږه پښتو نده پاللې ملامت خپله یو
له خپل دفتره مو ایستلې ملامت خپله یو
واکمن په وینه پښتانه دي خو پښتو نه کوي
نه یې لیکلې نه یې ویلې ملامت خپله یو
ستوریه پخپله مونږ پړه یو پردي ګرم مه ګڼه
پښتو پخپله مونږ ځپلې ملامت خپله یو


ما چې د کبیر ستوري پاسني بیتونه لیکل نو د لایق زاده لایق دا دوه بیتونه مې سترګو ته ودرېدل چې وایي:

بل د دې به د حالاتو جبر څه وي
په خپل کور کې د پردو سندرې وایو
مونږ د مړه قوم په غوږونو کې لایقه
د غورځنګ او پاڅېدو سندرې وایو


کبیر ستوری د سولې د فلسفې پلوي کوي، د سولې نه ځان ځاروي او د زور او زیاتي دښمن دی

د زور زیاتي دښمن دی او د سولې نه ځاریږي
بس دا یې فلسفه ده او پدې اصول چلیږي


ډاکټر کبیر ستوری هغه څه چې پخپل قام یې لوروي هغه نورو قومونو ته هم غواړي او زموږ د هېواد ټولو میشتو وروڼو قومونو ته د برابرو حقوقو غوښتنه کوي

زموږ ملک د ګڼ قامونو شریک کور دی
پدې ملک کې هر یو قام د بل قام ورور دی
د خپل شمېر په کچ حق هر قام ته په کار دی
هسې نه چې د یو تش د بل ډک شکور دی


۱- کبیر ستوری، ژبساپوهنه، ۵۰ پېښور ۲۰۰۰
۲- کبیر ستوری، ژبساپوهنه، ۴۴ پېښور ۲۰۰۰
۳- کبیر ستوری، د هوښیارتیا کلتوري بې پلوه تله،۱۲ پېښور ۲۰۰۴

-
بېرته شاته