(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرزي اواوبامادجګړې پراختتام خبري وکړې

[12.Jan.2013 - 11:21]

راپور: عزت الله ذکي

د جګړې د ختم مهال ويش، د تيري جمعې په ورځ ولسمشر کرزي او اوباما په سپينه ماڼۍ کي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو او (۶۶۰۰۰) امريکايي سرتيرو پر راتلونکي رول او متوجه خطر خبري وکړې .

د سپيني ماڼۍ په وخت ماپښين ددواړو هيوادونو ولسمشرانو مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. که څه هم ښاغلي اوباما تر (۲۰۱۴) کال وروسته په افغانستان کي د پاتي کيدونکو عسکرو په اړه څه ونه ويل، خو امريکايي لوړ پوړو قومندانانو په افغانستان کي د تروريستانو د ځپلو او افغان امنيتي سرتيرو د روزني لپاره تر (۲۰۱۴) کال وروسته د (۶۰۰۰) څخه تر (۱۵۰۰۰) سرتيرو د پاتي کيدو وړانديز کړی.

د اوباما د ملي امنيت مشاور (بن روډز) وايي موږ نه غواړو هيڅ انتخاب رد کړو، موږ په افغانستان کي د سرتيرو د کره شميرې معلومولو لپاره نه بلکي د ولسمشر اوباما د پاليسۍ مطابق د القاعده د غړو د لمينځه وړلو، تباه کولو او مختل کولو اهداف وو. د نظامي سرتيرو تر سطحې لوړ، ولسمشر کرزی او اوباما په افغانستان کي د راتلونکو ټاکنو او وسله والو طالبانو سره د سولې پروسه په مخ کي لري.

د نومبر په مياشت کي د امريکا تر ټاکنو او د اوباما تر دوهم ځل ټاکل کيدو وروسته دا د کرزي او ولسمشر اوباما لومړنۍ ناسته وه. په دوهم عنوان اوباما غواړي خپل د ملي امنيت دوه کليدي غړي چي د کرزي سره په روانه لوبه او جګړه کي ښکېل دي هم ليري کړي.

د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او د دفاع وزير به ډير ژر پوسټونه خالي کړي. ښايي ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند سناتور (جان کيري) او پخوانی سناتور (چک هيګل) د پنټاګون رهبري پر غاړه واخلي. هيري او هيګل دواړه د امريکايي سرتيرو د ژر وتلو سره په زيات پېمانه موافق دي.

د تيري پنجشنبې په ورځ ددفاع د وزير (پنيټا) او بهرنيو چارو وزيرې (هيلري کلنټن) سره د کرزي تر کتلو وروسته دواړو لورو په افغانستان کي د تروريزم سره په جګړه کي د پرمختګ خبر ورکړ.

د امريکا ددفاع وزير وويل ((د يوې اوږدې او ستونزمنې لارې تر طی کولو وروسته، افغانستان د يوه نوي باب د پرانيستلو په درشل کي دی، يو مستقل افغانستان چي افغانان به يې خپله ساتنه او حکومت کوي)) ددې کال ترپايه به ټول امنيتي چارې له ناټو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

(۶۶۰۰۰) زره امريکايي سرتيري لا اوس هم په افغانستان کي د افغان ځواکونو سره په امنيتي برخه کي کارکوي. دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي لا جګړه ختمه نه ده، او اوس هم يوځلي بيا د حالت د خرابوالي او طالبانو د بيا ځلي راتګ وېره او اندېښنه شته.

د پوښتني ځای دادی چي ايا تر (۲۰۱۴) کال وروسته به افغان ځواکونه په يوازي سر د وسله والو طالبانو سره د جګړې توان ولري؟ د امريکا ددفاع وزير پنيټا وايي په سپينه ماڼۍ کي يې د کرزي سره خبري د راتلونکي رهبرۍ په اړه مثبتي وې ((موږ پدې برخه کي ښې لاسته راوړني لرو، هغه وسايل او تجهيزات چي افغان ځواکونو ته ورکول کيږي افغان ځواکونه به د افغانستان د سرحداتو او خاوري د امنيت لپاره وکاروي))

جنرال (مارټين) پدغه کنفرانس کي وويل ((افغانستان ته د ډيرو احتمالي خطرونو لپاره اړيو چي د افغان ځواکونو سره د وسلو، تجهيزاتو او وړتيا لوړولو په برخه کي مرسته وکړو))

حامد کرزی په پنټاګون کي د تشريفاتي ګارډ لخوا استقبال شو. نوموړي د پنيټا په دفتر کي د انځور اخيستلو  پرمهال پاکستان ته په اشارې سره وويل ((زه غواړم د امريکا ولس ته ووايم چي موږ به هيڅ وخت اجازه ورنه کړو چي تروريستان زموږ هيواد يوځلي بيا د پولي له بلي غاړي تهديد کړي)) د نوموړي د خبرو موخه او اشاره په پاکستان کي د القاعده د مشر (اسامه بن لادن) په اړه وه چي د (۲۰۰۱) کال د سپټمبر پر (۱۱) مه يې د امريکا پر متحده ايالاتو حمله وکړه.

سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه

-
بېرته شاته