(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کرزي سپکاوی

[01.Oct.2016 - 09:29]

د کرزي سپکاوی؛ د نورو عبرت
لیک : خوشحال آصفي
تيره ورځ د لويې جرګې په خيمه کې د جمعيت اسلامي ګوند د پخواني رهبر برهان الدين رباني تلين غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پلان شوی سپکاوی وشو. غونډه هغه مهال ګډه وډه شوه چې پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هڅه وکړه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ضد شعارورکوونکي غلي کړي خو بریالی نه شو. د غونډې په پیل کې هم د کرزي خلاف شعارونه واورېدل شول خو کله چې پخوانی ولسمشر ستېج ته پورته شو شعارونه او ګډودي لا زیاته شوه. شعار ورکوونکو د کرزي د وینا د اخلالولو هڅه وکړه خو کرزي په پوره حوصله او سالم سياست ځواب ورکړ. کرزي هغه شخص په خپل غيږ کې د مينې په دود ونيوه چې پر نوموړي يې د مرګ شعارونه ورکول او هغه هم ترې بښنه وغوښتله. کرزي په دغې کار سره له يوې خوا دښمن ته ستره ماتې ورکړه او د خپلې لويې او سياسي حوصلې ښکارندويې يې وکړه او له بلې خوا يې خلکو ته وښوده چې بهرني لاسونه افغانان د افغانانو پر ضد کاروي.
دا لومړی ځل نه دی چې په دغې تلين کې د مشرانو او سياسي رهبرانو سپکاوی کيږي بلکې تير کال هم د پخواني جهادي مشر حضرت صاحب مجددي سپکاوی وشو او وينا ته پرينښودل شو او سږ کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي سپکاوی وشو. که څه هم کرزي د نوموړي سپکاوی د بيان ازادي او د دښمن پلان شوې دسيسه وبلله خو پوښتنه دا ده چې په داسې غونډو کې د ملي مشرانو او رهبرانو سپکاوی ولس او رهبرانو ته څه سبق ورکولی شي؟
رهبرانو ته عبرت
 په ياده غونډه کې کرزي ته سپکاوي کوونکي هماغه لنډغران او بې فرهنګه خلک و چې همدې کرزي په خپله ديارلس کلنه دوره کې د واک پر ګډۍ کينول، نظامي رتبې يې پرې ليلام کړې، او د لمانځلو ورځې يې ورته ځانګړې کړې او همداشان دوی هماغه کسان دي چې همدې کرزي يې د هر غل او ډاکو په نومو ورته څلور لارې، چوکونه او د زده کړې مرکزونه ونومول. خو نتيجه يې دا شوه لکه د لړم بچيانو په شان راپاڅيدل او بيرته يې پر همدې کرزي خوله ولګوله. دوی کرزي ته وښودله چې نيکي يې له احسان هيروونکو سره کړې ده.
د کرزي سپکاوی نورو رهبرانو او په ځانګړي توګه ولسمشر غني ته عبرت دی چې بايد د کرزي په پل ، پل کينږدي او هغو ډلو ته امتيازات ورنکړي چې سبا يې پر سر د ملنګ ډانګ جوړيږي. ولسمشر غني بايد په دې پوه شي چې د زورورو خولې په امتياز او واک ورکولو نه بنديږي او بايد سياسي کږه خوله په سياسي سوک سمه شي. ولسمشر بايد سر له ننه له دغو لنډغرانو څخه د نظام تصفيه او چاڼ شروع کړي او پرينږدي چې لکه په لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د وینا پر مهال چې يې سپکاو وشو؛ خدای مکړه سبا يې په بله غونډه کې ورته پيښه رامنځته شي.
ولس ته عبرت
بيا هم وايم چې د تيرې ورځې په غونډه کې د کرزي سپکاوی؛ مشرانو ته د سپکاوي لومړۍ بيلګه نه ده بلکې له دې وړاندې تير کال هم په همدې تلين او په همدې خيمه کې د پخواني جهادي مشر حضرت صاحب سپکاوی وشو، له هغې وړاندې د ټاکنيزو کمپانيونو پر مهال په همدې خيمه کې د شپې پر مهال د همدغو لنډغرانو لخوا د ولسمشر کرزي انځور څيرې او تر پښو لاندې شو، او همداشان د روان کال په غوايې مياشت کې په لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د ولسمشر غني وينا اخلال شوه او سپکاوی يې وشو. په دغو ټولو پيښو کې د ځينو ځانګړو کورنيو او بهرنيو کړیو لاس و چې غوښتل يې د افغانانو په لاس د افغانانو سپکاوی وکړي. ولس بايد پوه شي چې دښمن په هره جامه کې هڅه کوي چې د دوی له سپيڅلو احساساتو ګټه واخلي او د افغانانو تر منځ د نفاق اور ورشيندي. ولس بايد پخپله د دښمانانو دسيسې شنډې کړي او پرينږدي چې د دوی په خپلو لاسونو د دوی خپلې پښې په تبر ووهي. ولس بايد هوښيار واوسيږي چې دښمن يې د خپلو ګټو په خاطر د افغانستان د تاريخي وياړونو او ارزښتونو پر ضد ونه کاروي.

 

- خوشحال آصفي
بېرته شاته