(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سيالي

[07.Oct.2016 - 20:47]

لیک: بارکوال میاخیل
کلاخان چې د ساوڼ له حج مبارکۍ را و ووت, ساده ګل ته يې د پېغور په ډول وويل:
- تربور دي په ځوانه ځوانۍ حج وکړ ستا څه ملا ماته ده
ساده ګل لږ غلی شو, پر برېتو يې ګوتې ووهلې:
- تې غم مه کوه له کاله به خدای ماته هم توپيک راکي
ساده ګل د کلاخان خبرې ارام ته نه پرېښوو, تل به په دې چورت کې وو, چې څنګه را روان کال حج ته ولاړ شي.
څوکلنې وچکالۍ يې سږ بيا څو پسونه ور مړه کړل او ډېر يې په نيمه بيه خرڅ کړل. د لاندي لپاره يو خوار پسه ور پاته وو, چې هغه يې د لس تنه کهول لس ورځې هم بس نه شو. مېرمنې يې يوه ورځ ورته وويل:
- دا پيسې به دي له لاسه ووځي, په يو بل کار کې يې بندې که, خاورې خو به نه خورو
ساده ګل په بړزن ږغ ورته وويل:
- چې خولې يې را څيرلې دي روزي به هم دی راکوي خوشې مه ږغېږه
ساده ګل چاته ږغ ونه کړ, څه روپۍ يې خپلې وې څه يې په پور کړې, د حج لپاره يې پيسې جمع کړې, څو مياشتې وروسته يې منظوري راغله. په کومه ورځ چې حج ته روانېده مېرمن يې په هغه شپه پر پښه لړم چيچلې وه, ځکه چې چپل يې تېر ژمی لا پرې شوي وو او ساده ګل نور نه وو ورته راوړي. مېرمن يې په زګېرويو کې پرېښوه او ساده ګل حج ته روان شو.
د لوی اختر په ورځ د ساده ګل په کور کې د نورو اخترونو غوندې نه د اختر قرباني وشوه, نه يې مېرمنې او اولادونو نوې جامې واغوستې. د اختر پر لسمه ساده ګل له حجه را ستون شو, مبارکۍ ته يې خلک را روان وو, کلاخان چې يې مبارکۍ ته راغی, د تلو په وخت چې مېلمستون له خلکو تش وو, په ماناداره خندا يې ورته وويل:
- مړه ساده ګله د ريښتياوو حاجي سوې, نور يې غم مه کوه پيسې به پيدا سي خو چې په سيالۍ کې بې غيرته نه سوې.
***
بارکوال مياخېل

 

- بارکوال میاخیل
بېرته شاته