(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قامي شعور مهم اجزاء

[14.Nov.2016 - 20:25]

لیک: خادم حسین
۲- د منصفانه سماج ادارتي ساختونه
د عصر د روح پیژندلو سره سره د یو دور د منصفانه سماج د تصوٌر پیژندل هم د تهذیبي شعور مهم فکري اړخ دے. 

په هر عصر کښې عمومي انساني ټولنه د ژوند یو خاص پړاؤ ته رسیدلي وي. د انساني رویٌو د ارتقاء په ترڅ کښې ټولنیزو رشتو ادارتي شکل اخستے وي. د یو فرد او ټولنې تر منځ، د ښځې او سړي تر منځ او د طبقو تر منځ د رشتو معیار ټاکلے شوے وي. د ټولنیز ژوند د اسانتیاؤ د پاره اوزار او ساختونه ایجاد شوي وي. ددغه ټولو پیژندل او د مزکښې او خاؤرې دانش او حکمت سره سم دغه ساختونو ته ورکړه د قامي خپلواکۍ د مبارزې مهم اړخ دے.
د بیلګې په توګه دا وییلے شو چې یو زر کلونه مخکښې چې د ښځې او سړي د تعلق او ټولنیز ژوند کښې ددې دواړو د رول تعین چې د کوم علم په بنیاد ټاکلے شوے ؤ د هغه علم منطقي بنیادونه د سائنس نوي تحقیقونو نړولي دي. ځکه نني دور کښې د ښځې او سړي د ټولتیز رول پخوانۍ ادارې د ترمیم متقاضي دي. ښځه اوس د یو کمزوري، کم عقل او بې واکه مخلوق په ځائ یو با اختیاره فرد ګڼلے کیږي. ځکه ټولنیز ژوند کښې به هم هغه هومره رول لري څومره چې سړے لري. دا تصوٌر به ادارتي شکل ته راوستل غواړي.
دغسې د سماجي سائنس د پیوستون د تصوٌر تر مخه فرد د سماج عضو او سماج د افرادو منظٌم شکل ګڼلے کیږي ځکه نو د بیلا بیلو طبقو وجود د منصفانه سماج فریم ورک کښې نه ځائګي. طبقاتي سماج د فرد د یواځې کیدو لوے لامل دے. او یواځې کیدل د وجود غیر فطري شکل دے. نو ځکه هغه ټولې ادارې چې طبقاتي سماج تشکیلوي د ترمیم متقاضي دي. 

د قامي خپلواکۍ منظٌمې مبارزې د پاره دا ضروري ده چې تحریک د منصفانه سماج د ادارتي ساختونو واضح وژن اولري.

۳- سیاسي ادارې یا سپر سټرکچر اودرول
د قامي خپلواکۍ د مبارزې د تهذیبي شعور د فکري اړخ دریم مهم جزو د ے. د قامي خپلواکۍ تحریک د پاره د سیاسي ادارو یا د سپر سټرکچر اودرولو واضح وژن لرل شرط دے. 

د قامي ټولنېزژوند د اسانتیاؤ د پاره قواعد او ضابطې ټاکل،  د وسېلو او پېداوار د منصفانه تقسيم د پاره اصول وضع کول، د انتظام د پاره پالېسۍ جوړول او د دې ټولو د نفاظ د پاره ادارې او زمه وارۍ ټاکل د سپر سټرکچر وظیفو کښې راځي. دا معلوم حقیقت دے چې د سپر سټرکچر نه بغېر قامي ټولنېز ژوند که ممکن هم وي خو متمدن کېدے نشي. قامي ټولنېز ژوند هله دوام دار کېدے شي چې متمدن هم وي او منصفانه هم وي. دې د پاره دا ضروري ده چې سپر سټرکچر کښې د ارتقاء کولو او د ټولنېزي تنوع ځائے کولو صلاحیت وي.

د قامي ټولنېز ژوند سپر سټرکچر د پاره دوه عوامل د شرط حیثیت لري. یو دا چې د قواعدو او ضابطو جوړولو ادارو کښې، د وسېلو او پېداوار تقسیمولو ادارو کښې او د انتظام ادارو کښې د ټولنې د بېلا بېلو طبقو، صنفونو او ډلو مساوي او منصفانه برخه وي او بل دا چې دغه ادارې سماجي بدلونونو سره د ارتقاء کولو صلاحیت اولري. 

۴- ماحولیاتي شعور
يه کومه سیّاره یا کرّه او ګیلکسي کښې چې اتسان د لکهونو کالو راهسې میشته دے د دې څه فطري قوانین دي. که د انسانانو یوه ټولنه ددغه قوانینو پوهه اونه لري او دغه قوانین خپو لاندې کړي نو یو غاړې ته ددغه ټولنې بقا ته خطره پیښیږي او بلې غاړې ته د کرّې وجود زیان مند کیدو سره د انسان د نوع وجود خطره کښې شي. 

دغه کښې یو قانون د تنوع یا diversiry دے. که د انسانانو څه افعالو سره فطري تنوع ته زیان رسي نو دا به کائناتي توازن کښې ارو مرو بې ثباتي راولي او دغه بې ثباتي به فطري ماحولیات سخا کۍ او بدرنګه کۍ. دې سره به د هواګانو، ونو بوټو، ځناورو او اوبو کمیت او کیفیت کښې ډیر کموت راځي. دا معلومه خبره ده چې د کائنات دغه ټول اشیاء د انسان د نوع د بقا د پاره ضروري دي.

د زهرناکه مواد زیاتوالي او د وسلو ډیر والي د ګلیکسي نظام خطرې سره مخ کړے دے. محققین دې خطرې ته په کرتو زمونږ پام راګرزولے دے چې که دا عمل جاري وي او څه حل ې او نه لټولے شي نو راروانه پیړۍ کښې انساني ژوند د یو ناوړې پیښې سره د مخ کیدو ډیر امکانات لري.

د قامي خپلواکۍ د مبارزې تحریک سره دا وژن ضرور پکار دے چې څنګه راروان نسلونو ته یو محفوظه کرّه، ګیلکسي او کائنات پریږدي.

(د وړو لیکونو دغه سلسله د یو کتاب خاکه ده. که خپل توان، وخت او حالاتو وفا اوکړه نو دعه سلسله به ډیر زر د یو تفصیلي کتاب شکل کښې ستا سو لاسو کښې وي) 

خادم حسین
پیښور
۱۱نومبر ۲۰۱۶

- خادم حسین
بېرته شاته