(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان نوم خراسان نه و

[07.Jan.2017 - 13:13]

په تاریخ کي هیڅکله د افغانستان نوم خراسان نه و
لیک: قدرت الله حداد فرهاد
 د طالبانو په جگړو کښې دوه نوي پر مختگه ليدل کيږي : د چورلکو دويشتلو توغندي او دويم يې د کمين عمليات دي ، چې تېره ورځ ٢٠٠٨ ع کال د مى په دېرشمه پيل شوي . دواړه وليدل شول .
لومړى د ناټو د يوې شينوک چورلکې غورځول ، چې پنځه امر يکايان او دوه انگريزان ووژل شول . دويم دزابل په ولايت کښې په يو کمين کښې شپاړس حکومتي پوليس يا عسکر ووژل شو د ايي افغانان ول او هغه بهرنيان ، چې دوى په ائتلاف کښې دي او گډ برخه ليک لري د نړۍ حالات و يجاړ دي ، ددې ټولو و يجاړ تيا و سمول کړمن دي . په افغانستان? کښې ډېر و خلکو په څرگنده و سلو او پيسو ته وکتل ، ليوني شوي وه . اوس يې لږ لږ پام کيږي . دپښتنو په خبرو کښې د اراغلي : "چې بد گرځي بد به پر ځي " بيا ، چې دين او دنيا تر ې ابته شي .
بله دا وايي : " چاړه ، چې د سرو زرو شي څوک يې په گيډه نه منډي " او س يې ، چې منډلې ده دايې په خپله کړې دي د عافيت په چپنه کښې خپل خلک څوک نه وژني !
له دې سره بله خبره داده ، چې دروسيې او امر يکې ناندرې پيل شوي سړه جگړه بېرته راغلې ده او د وسلو سيالي پيل? کيږي ، چې داځلې به طبعي آفتو نه هم ور سره ملگري? وي .
زوړ تاريخ ته ځو ، چې په ٩٢٥ هـ = ١٥١٩ ع کښې څه حال و .
آسيا ، په دې کال کښې شاه اسمعيل ، ابراهيم سلطان موصلو ته وويل ، چې غر جستان باندى ير غل وکړي (غرجستان غور دى (١) ) هلته امير شاه محمد سيف الملوک پادشاه و کله يې واوريدل ، چې ايران ته د شاه اسمعيل لښکر ور روان دى په يوه کلا (٣) ننوت او ابراهيم سلطان ته يې وويل : و چې غرجستان ته مه راځه او ماته يې پريږده هغه ونه منله بيا دې ميمنې ته لاړ .
په دى کال کابل کښې درنه زلزله وشوه . "
غرجستان غور دى ډېر خلک ، چې وايي د افغانستان نوم خراسان و داغلطه ده .
خراسان يو ولايت دى ، چې تر ١٨٩ م پورې افغانستان سره و.
٢ په غور کښې زر جنگې کلاوې وې ، چې نيول يې اسان نه ول . ايران تل داهڅې کړي بيا افغانان تر تهران او اصفهان ورغلي دي .
په تاريخ کې هيڅکله د افغانستان نوم خراسان نه و ، دغور امپراتوري د غور په نوم وه? د غزني د غزني دساکستان د ساکستان يا سيستان ، چې او س ده ،ليکوال (ماقدرت الله حداد )سره يوه نقشه ده ، چې په نو لسمې پيړۍ کښې تر کيه کښې جوړه شوې ده په هغه کښې د کندهار امپراتوري ليکل شوې ده .
کند هار ، پکتيا ، ننگرهار که څه هم په ورستي تشکيلاتو کښې په څو ولايتونوياد شوي همدلته اوس د جگړو او ټولې نړۍ سره? د پنجې ورکولو سيمې دي ، چې تاريخ به يې ووايي ځکه آسانه خبره نه ده ...
بلبلان د گلستان پــــه منځ کښې گـــــرځي
کر کســان گــــرځي پــــــه طمعه د مــــــردارو
زمـــــانه بـــــه يې پــــه سر گلـــــونه ، نه ږدي
هغــــــه سر ، چـــــې سزاوار وي دپـــــايزارو
طـــــالبان يــــــې د جمال لـــــکه حـــــاجيان دي
چـــــــــې کــــعبې لـــــره ورځي پــــــه لارو ، لارو
 ( خوشال خان )

 

- قدرت الله حداد فرهاد
بېرته شاته