(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پکتا وینا

[07.Jan.2017 - 13:21]

د بشیر خان مټه د کتاب 'د پکتا وینا' نه اقتباس
لیک: بشیر خان مټه
اوګوره څو رڼا ګانې ځلیږی په ارت تندی د لرغونې پښتونخوا. یوه ځلیږی په هسکه سوکړئ د ایلم' بله په واورینو سرونو د سپین غر' بله په تیره ښکر د تاترې' بله په اوچه ککړئ د کسی' بله په اوچت غاښی د شیبر چې تل پټ اوسی په سالو د طوفانی واورې- او څومره نورې چې ځلیږی په اوتې سرونو د بې شمیره غرونو د  پښتونخوا.
اوګوره څو سیندونه ژوند بښونکی' ډک د خوږو اوبو' بهیږی په لوړو ژورو د پراخې خاورې د پښتونخوا!
یو سیند د اباسین' پلار د سیندونو' چې شنې اوبه ې رادرومی له واورینو غرونو' چې غړانګې سوکې ې خیژی پورته له اوریځو' او ځی په ښکته' کله په زغړ او مست او غورزنګی' او کله پوست او قلار' په لور د لوے سمندر.
بل سیند د سوات' چې رڼې اوبه ې نیولی زږونه سپین او څاڅکی نری' چې دے اخلی ګامونه سپک د لوړې نه په لور د ژورې-
بل سیند د کابل چې روغ دے په ګډون د بیلو بیلو سیندونو او ولو' او ډک په خړو شګلنو ابو چې خیرازی لری پریمانه-
بل سیند د پنج شیر چې واورین لوګی ې پاسی له هرې سا نه.
بل غڼ سیند د آمو چې بهیږی تاوء له پولې نه د پښتونخوا د شمال' او اوړی خپلې اوبه اړولو له په سمندر ګوتی کښې د لرې آرال -
او سیندونه د هری او فرا او هلمند چې خویءږی لکه د مارانو په لویدیزو لمنو غوړو د پښتونخوا او نولی ودانی او شادابی په خپله لار کښې -
او سیندونه د کرمې او ټوچی او ګومل او ژوب چې رادرړمی په منډه' کله پلن کله نری' او ګډیږی ټول' وار په وار' په لوے اباسین 
او څومره نور چې بهیږی په ارته سینه د پښتونخوا -
اوګوره په غیږ کښې د پښتونخوا ټوکیدلی اونې د نختر او د چنار چې لاس اچوی اسمان ته' او اونې د پلیونه او.پلوسې چې میءنې دی پرې مچئ د شاتو.

 

- بشیر خان مټه
بېرته شاته