(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زموږ په سياست کي د نيشنليزم تشه

[25.Feb.2017 - 15:16]

زموږ په سياست کي د نيشنليزم تشه

لیک:وصيل پیروز

له معاصرې دورې څخه په نړۍ کي سياستونو بدلون کړی او د سياستونو بنسټ ملت پالنه او ملي ګټې دي. په ۱۷۸۹ کي د فرانسې تر انقلاب وروسته ملت پالنه يا نيشنليزم په ټوله کي نړۍ وغوړېدی. نيشنليزم لاتيني ريښه لري او د زېږېدو په مانا دی او په شکل کي د خلګو هغې ډلې ته ويل کېږي چي د نسب او زېږېدو د ځای له مخې له يوه – بل سره تړاو ولري. د مفهوم له مخې نيشنليزم پر هر ډول احساس، لېوالتيا او فکر چي محور يې ملت يا ولس وي اطلاقېږي.

د فرانسې پر انقلاب د روسو د خلګو د حکومت افکارو مستقيم تاثير درلود، دې افکارو په فرانسه کي بدلون راووست او فرانسويانو د حکومت د نوي مفهوم په تر لاسه کولو سره چي ټول فرانسويان د فرانسې اتباع دي او له خپله منځه بايد داسي مشر ولري چي ملت او خلګو ته ژمن وي د وخت حکومتي طرز بدل کړ. د فرانسې دې بدلون نوري اروپا او نړۍ ته سرايت وکړ او د ملتونو په حيث د خپلواکۍ اخيستلو او وړاندي تګ هڅې تېزي سوې. په دې توګه روسو ته د نوي نيشنليزم يا ملت پالنې د بنسټګر حيثيت ورکول کېږي، که څه هم نوموړي د نيشنليزم په اړه مستقيما هيڅ نه دي ويلي.

په لنډو ټکو د نيشنليزم د مفهوم په توضيح کي ويلای سو چي نيشنليزم د هويت سياست دی. خلګ د ټولنيز او جغرافيوي تړاو پر بنسټ را غونډوي او په دې لړ کي يې همدا اولني معيارونه دي. د دې اولنيو معيارونو پر بنياد سياست مخته وړي. په نيشنليستي سياست کي مليت مخکښ رول لري او اوس مهال دې سياست په نړۍ کي بريالی رول ادا کړی دی.

زموږ په هيواد کي ښکيلاک ضد ملت پالنه پخوانۍ او پياوړې ده خو د نيشنليزم پر حقيقي مفاهيمو ولاړ نظام تر اوسه موږ نه لرو او که وي هم بېخي لنډه تجربه مو يې کړې. ملت مو هم د ملت پالنې هغه احساس نه لري چي د نيشنليزم د را منځ ته کېدو لومړی شرط دی.

لکه وړاندي چي مو وويل د ملت پالنې سياست اوس مهال تر ټولو بريالی سياست دی او نن نړۍ له بېلابېلو ملتونو تشکيل شوې، هغه وختونه اوس يوازي د ماضي کيسې دي چي يوې امپراتورۍ به د نړۍ دويمه يا درېيمه برخه کنټرولوله. اوس هر ملت ځان ته ارزښتونه او باورونه لري او له خپلو ملي غوښتنو سره سم سياست مخته وړي. ياني دا چي د ملت پالنې د سياست پر ګټورتوب نن مهال شک بېخي کېدلای نه سي.

په نورو ملتونو کي د ملت پالنې احساس پياوړی دی ځکه يې نو دولتونو ته هم لومړنی او وروستی ارزښت خپل ملت او خپل قلمرو دی. دا چي ولي موږ په دې برخه کي تر نوري نړۍ شاته پاتي يو؟ د دې تر شا څو لاملونه کېدلای سي:

  • په تاريخي لحاظ موږ د يوې مستقلې او تلپاتې جغرافيې څښتنان سوي نه يو. زموږ خاوره وخت پر وخت ويشل سوې او د امپراتوريو د ټکر په پايله کي ټوټې سوې ده. دا ډول وړو – وړو بيلتونونو او بيرته يو ځای کېدلو د عبد الرحمن خان تر واکمنۍ پوري دوام وکړ چي بالاخره افغانستان د يوې معينې جغرافيې نوم سو. ان په تاريخي لحاظ موږ د خپلې جغرافيې لپاره ګڼ نومونه لرو او افغانستان يې د لړۍ وروستی هغه دی.
  • زموږ پر خاوره د امپراتوريو ټکر او زموږ په لاس د جوړو امپراتوريو دا يوازينی هدف چي نوري سيمې لاندي کړي زموږ خلګو ته د هوسا کېدو او پرمختګ کولو چانس ورنه کړ. تل په جګړو کي پاتي سول او جګړييز ماحول موږ له نوري نړۍ ډېر شاته پاتي کړو.
  • د ظاهر شاه بابا تر واکمنۍ پوري چي موږ کوم حکومتونه لرل بڼه يې استبدادي وه او د واک محور يو شخص يا يوه کورنۍ وه. هغه مهال چي په فرانسه کي د روسو د خلګو د حکومت فکر د ملت پالنې انقلابونه را ولاړ کړل، پر دې خاوره يوې کورنۍ دا ملت د خپل واک لپاره جنګاوی او ان وروڼو د وروڼو سترګې ايستلې چي له واکه يې محروم کړي.
  • پر له پسې انقلابونو حکومتونو ته د ثبات او پاتي کېدو موکه ورنه کړه چي په دوامداره توګه د خلګو فکر او فکري سطحه لوړه سي. په دې معاصره دوره کي چي هر انقلاب راغی هغه راوستل سو د ملت ارادې پکي دخل نه درلود. دې دوامداره انقلابونو موږ پر دې فکر کولو ته اړ کړو چي څرنګه ژوندي پاتي سو؟ نور پرمختګ را څخه پاتي سو.

دا او ښايي دې ته ورته نور لاملونه وي چي زموږ په ملي سياست کي يې د ملت پالنې رنګ کم کړی او موږ چي تل سياست کړی يا مو د شخصي ګټو لپاره کړی او يا مو تر ځينو ايډيالوجيو جار کړی دی. اوس مهال بايد دولت په خپله پاليسۍ کي د ملت په فکر کي د ملت پالنې د روح پياوړي کولو ته بنيادي ځای ورکړي. ملت پال حکومتونه له ملت پالو ولسونو را ټوکېږي.

 

- وصيل پېروز
بېرته شاته