(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د برلین دیوال ته ګورم

[07.Mar.2017 - 12:40]

  
د برلین دیوال ت
لیک:شاهین بونیری  
د شلمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې د سرمایه دارانه نظام او اشتراکیت ترمینځ بې باوري او له یو بله وېره دومره حد ته ورسېدله چې د قامونو ترمینځ يې د بیلتون دېوالونه ودرېدل. دا دیوالونه تل حکومتونو درولي او ولسونو نړولي دي.

په نولس سوه یو شپېتم کال کې د مشرقي جرمني حکومت؛ جرمن ډیموکراټیک ریپبلیک؛ د یو دېوال په ودرولو پیل وکړو ـــ دې دېوال ته د برلین دیوال هم ویل کېږي چې یو وطن، یوه خاوره يې په دوو هېوادونو مشرقي او مغربي جرمني وویشله. قام یو و، تاریخ او کلتور يې یو و، مزل يې یو خو د هغه وخت سیاستوالانو او جنګسالارانو يې د منزل په لاره کې دغه د شګو او ګټو جوړ دېوال ودرولو.

د برلین دېوال خوا ته پاخه پاخه بروجونه جوړ وو چېرته چې به د څار لپاره وسله په لاس ځواکونه ولاړ وو او چې څوک به يې لیدل چې له دېواله اخوا اوړي نو ډزې به يې ورباندې کولې. د مشرقي جرمني حکومت به ویل چې فاشسټ هېوادونه د هغوی ولس له سوشسلټ انقلابه بې لاری کول غواړي له دې کبله يې د خپل ولس د خوندي کولو لپاره دغه دېوال جوړ کړی دی. خو د دېوال تر درولو وړاندې خوا او شا پینځه دېرش لاکه خلک د مشرقي جرمني له بندیزونو تښتېدلي وو او د مغربي یورپ په هېوادونو کې يې پناه اخیستې وه. حکومت ویل چې دیوال به د خلکو د تښتېدو مخه ونیسي.

د برلین دېوال تر نولس سوه نهه اتیایم کاله د جبر او ظلم د یو یادګار په توګه ولاړ وو خو بیا يې هم د خلکو له یو بل سره د یوځای کېدو لار و نه نیوله. په دې اته ویشت کاله کې پینځه زره جرمنیانو د مرګ تر دې مزي د اوښتلو هڅه وکړه چې پکې دوه سوه کسان وژل شوي و.

په نولس سوه نهه اتیایم کال کې په پولینډ او هنګري کې د سوشلسټ واکمنو د کمزوري کېدو او په مشرقي جرمني دننه د ځینو سیاسي بدلونونو له کبله دواړو خواو ته ناقراري ډېره شوه او د ولسونو له یو بل سره د یوځاي کېدو غوښتنې زور ونیولو. حکومت مجبوره شو چې مغربي جرمني ته د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه اوچت کړی. او بیا بیا په راروانو درو کلونو کې د دغه دېوال تشه نښه پاته شوه.

په ډلو ډلو خلک به پر دېوال وروختل ـــ او له هغه بل لوري به ورته د مغربي جرمني خلکو تود هرکلی کولو، پنجره ماته شوه، د ازادۍ او یووالي شعارونه پورته شول، تقسیم کړل شوی، جدا کړل شوی قام بیا یو شو. د برلین دېوال چې خلک يې د وسپنې د دېوال په نامه هم پېژني ـــ رانسکور شو، راونړېدو ـــ ویرې او بې باورۍ ماتې وخوړه ـــــــ مینې او قاموالۍ وګټله.

جرمن چانسلر جیرهارډ شروډر یو ځل ویلي وو، دا دېوال نه واشنګټن مات کړی دی او نه ماسکو، دا کار د مشرقي جرمني ننګیالي ولس کړی دی.

اوس هم په نړۍ کې د ژبې، مذهب، رنګ او نسل له ډېرو دېوالونو سره سره د سېمټو، کاڼو او ازغنو تارونو نه جوړو دېوالونو ولسونه وېشلي دي خو تاریخ دا وايي چې دېوالونه تل ریاستونو ودرولي او ولسونو نړولي دي.

نن چې پر تورخم د یو قام پر وګړو د تګ راتګ بندیزونه لګول کېږي، دروازې ورته تړل کېږي نو زه وایم چې د هغه زړونو لپاره دېوالونه څوک جوړولی شي چې د یوې اوږدې او خونړۍ جدایۍ وروستو یو بل ته ورغاړه وتو ته، له یو بله ځارېدو ته لېواله دي.
که د چړو په څوکو لار وي
زما په خپل لالي باور دی رابه شینه

- شاهین بونیری
بېرته شاته