(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جهادي تاړاک

[13.May.2017 - 20:23]

جهادي تاړاک او ملي تاوان؛ د افغانستان د لوټ شويو نظامي تجهیزاتو بوږنوونکې احصائیه/لومړۍ برخه

لیک: ډاکټر ظهير

په ۱۳۷۱ کې پر کابل د پاکستان جوړې جهادي خپسکې کښېناستل په حقیقت کې لکه څنګه چې عنوان ورکړل شو، د یوه لاسپوڅې نظام سقوط نه، بلکې د کلیوالۍ او بدویت په مقابل کې د افغانستان د تمدن (ښاريتوب) له پېړیو د ودان کلتور سقوط، له پښتنو څخه د واک د مؤسسې د څو سوه کلن مالکیت لېږد او د افغانستان د څو سوه کلنې دولتي دستګاه او بیورکراسي، چې په تېرو پینځلسو کلونو کې د زر ملیارډو ډالرو په لګښت لا هم بېرته ځای ته نه ده راغلې، تالا ترغه کېدل و.

 

یوه لور ته د ډاکټر نجیب الله د ملي روغې جوړې طرحې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي بنینسېوان د ۵ فقره‌يیز پلان ناکامېدل او بله خوا د وطن حزب د مشرانو تر منځ بې باوري، د روسانو وتل او نابسنده مرسته، د جګړې فشار او د سیاسي اړیکو محدودېدل د دې لامل شول چي افغان دولت واک پاکستان جوړو ښي لاسو جګړه‌مارو مشرانو ته پرېږدي.

افغان حکومت د ۱۳۷۱ کال د غويي د میاشتې په ۸مه په سوله‌يیزه توګه ارګ د حضرت صبعت الله مجددي تر مشرۍ لاندې عالي جهادي (!) شورا ته وسپاره.

 

هغه مهال د افغانستان دولت له نظامي اړخه د سيمې په کچه پیاوړی وسله‌وال او ښه روزل شوی ځواک، چې شمېر یې څه باندې نیم میلیون ته رسېده؛ درلود.

په ۱۳۷۱ کال کې افغان وسله‌وال پوځ، چې له ملي پوځ، ملي پولیسو، ملي امنیت، هوايي ځواک، زرهي ځواک، کشفي ځواک، سرحدي ځواک او ځمکني ځواک څخه جوړ و؛ لاندې وسلې او 

پوځي وسایل لرل:

 

لومړی: سپکه او درنده وسله؛ یو میلیون (۱۰۰۰۰۰۰) میله.

دویم: جګړه‌يیز (محاربوي) او زرهي ټانګونه؛ تر دوه زره او پنځه سوه (۲۵۰۰) چینو ډېر.

درېیم: جګړه‌يیزې (محاربوي) شوبلې او زرپوښونه؛ تر درې زره (۳۰۰۰) چینو او عرادو ډېر.

څلورم: توپونه یانې هوان، زیګو-ایک او ده شکه؛ شپږ لکه (۶۰۰۰۰۰) دانې.

پنځم: ټرانسپورټي وسایط؛ نه ویشت زره (۲۹۰۰۰) عرادې.

شپږم: سېکاف او لوژیسټکي مخابرې؛ اته څلوېښت زره (۴۸۰۰۰) پایې او عرادې.

اووم: جنګي الوتکې لکه بمغورځن جیټونه، ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې؛ پنځه سوه شپېته (۵۶۰) وزره.

اتم: اوږد واټن ویشتونکي لارښودوړ سکارټ توغندي؛ اته (۸) دستګاوې.

نهم: اوږد واټن ویشتونکي لونارډ او اورګان توغندي؛ اته ویشت( ۲۸) دستګاوي.

لسم: له ځمکې څخه هسک رایکټیو توغندي؛ یو لک (۱۰۰۰۰۰) فیره.

یوولسم: د ډول ډول وسلو مهمات؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) ټنه ډېر.

دوولسم: په ډېپوګانو کې دل زړې وسلې؛ تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) میله ډېري.

دیارلسم: د وسلو رغنځي (د ترمیم فابریکې)؛ شپږ (۶) سترې فاریکې.

څوارلسم: د وسلو او پوځي وسایطو پرزې؛ د پنځه (۵) میلیارډه ډالرو په ارزښت.

پنځلسم: په ټولو قطعاتو کې د یوه کال لپاره زېرمه شوي خوراکي توکي، روغنیات او البسه.

 

البته دا یادونه اړینه ده چې پورته یاد امکانات یوازې د هغه وخت د نظام په اختیار او ملکیت کې وو.

په مقابل کې یې پاکستان‌جوړو ډلو هم له دې شتو سره د پرتلې وړ سپکې او درندې وسلې درلودې چې په تدریجي توګه یې امانتي بېرته خپلو محسنو پاکستانیانو ته وسپارلې.

د میلیونو افغانانو پر وژنګ، ژوبلښت او کډوالۍ سربېره؛ افغان وسله‌وال پوځ ته اوښتي زیانونه هم د شمار نه دي؛ دلته یوازې د سترو لوټماریو یادونه شوې.

له بده مرغه، زموږ نظامداران د دومره لوی تاوان د ویرنې پر ځای، د ثور د اتمې په نامه د هغې نمانځنه کوي او د یوه تاریخي ملت د سقوط فاجعې ته د حماسې او مرتکبینو ته یې د اتلانو او زمریانو خطاب کوي.

 
- ډاکټر ظهير
 بېرته شاته