(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د انجينير اجمل شمس تر مشرۍ لاندی افغان ملت ملي مترقي ګوند هم رسمي شو

[26.May.2007 - 12:46]
د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي ) ګوند د روان کال د ثور په ۲۶ (د ۲۰۰۷ م دمۍ په ۱۶ ) د افغانستان اسلامي جمهوريت د عدلي وزارت څخه د ازاد سياسي فعاليت لپاره رسمي جواز تر لاسه کړ . دلته يو وضاحت لازم ګڼو او هغه دا چه د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي ) ګوند نوې ګوند نه بلکه د افغانستان اسلامي جمهوريت د عدلي وزارت سره نوې رسمي شوې ګوند دې چه د ارواښاد شمس الهدا شمس د وفات څخه وروسته يی مشري ښاغلي انجينير اجمل شمس ته سپارل شوی- دا چی د ښاغلي ډاکټر انورالحق احدی صيب تر مشرۍ لاندې افغان ملت ګوند څو کاله وړاندې رسميت تر لاسه کړی وو نو د شمس صيب ډلې د احزابو د قانون په اساس خپل نوم کې لږ بدلون راوست او څو ورځې وړاندې يی د ډير انتظار نه وروسته د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي ) ګوند تر نامه لاندی خپل قانوني او جمهوري حق تر لاسه کړ –

د انجينر اجمل شمس لنډه پيژندنه

انجينر اجمل شمس د ارواښاد شمس الهدا شمس ځوې دې چه د ٢� � ٥ ع کال د اکتوبر راهيڅې د ګوند منتخب رئيس دې ـ اجمل شمس په ١٩٧٢ ع کال کښې د کنړ ولايت په نورګل ولسوالۍ کښې زيږيدلې او لمړنۍ زدکړې ئي د نورګل په مزار ليسه کښې سرته رسولي ـ د کمونست رژيم د راتلونه وروسته کله چه ئي کورنۍ پيښور ته هجرت وکړ نو اجمل شمس هلته خپلو زده کړو ته دوام ورکړ ـ د پيښور په اسلاميه کالج کښې ئي تر دولسمه زده کړې وکړې او د فارغيدو وروسته د پيښور په انجينرۍ پوهنتون کښې شامل شو ـ په ١٩٩٦ م کال کښې د نوموړي پوهنتون دتعميراتو د څانګې څخه ئي د لسانس سند تر لاسه کړ ـ وروسته د پيښور په خيبر انسټيټيوت آف ټيکنالوجي کښې دانجينرې د استاد په صفت مقرر شو ـ څو کاله روسته د امريکا د متحده ايالاتو د ساوت ډکوټه د پوهنتون په دعوت امريکا ته ولاړ او په ٢� � ٢ ل کال کښې ئي د نوموړي پوهنتون څخه د آبي وسائلو او د چاپيريال ساتنې په څانګه کښې ماستري تر لاسه کړه ـ او څه د پاسه يو کال ئي د امريکا د فلوريډا ايالت کښې ئي د آبي وسائلو د انجينر په صفت ئي دنده سر ته ورسوله ـ دخپل پلار ارواښاد شمس الهدا شمس په مشوره او د وطن سره زياتې مينې خپل هيواد ته بيرته راستون کړ تر څو هيواد په بيارغونه کښې فعاله ونډه واخلي ـ وروسته ئي دوه کاله د مهاجرت نړيوال سازمان ( IOM) کښې د آبي وسائلو د بخش د رئيس په توګه وظيفه اجرا کړه او بيا ئي څه موده د کليو دبيا رغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام د انجينرۍ د څانګې د رئيس په توګه هم وظيفه اجرا کړه ـ انجينر اجمل شمس د خپل مسلک تر څنګ په سياست کښې هم فعاله ونډه اخيستې او د خپل مرحوم پلار سره ئي اوږه په اوږه مبارزه کړې په ګوندي غونډو ، مظاهرو او نورو فعاليتونو کښې ئي ګډون کړې او تر خپل وسه ئي د ګوند هر راز خدمت تر سره کړې ـ د کورني او نړيوال سياست ژوره مطالعه لري ـ په پښتو او انګليسي ژبو ئي دافغانستان په سياسي او اجتماعي مسايلو زياتې ليکنې چاپ شوي ـ انجينر اجمل شمس مترقي فکر لري او د هيواد د بيارغونې او پرمختګ په باب معقول او عملي نظريات لري ـ افغان ملت ملي مترقي ګوند په دې باور دې چه د انجينر اجمل شمس ځوان قيادت به نوموړې ګوند نور هم پياوړې کړي ـ
دافغان ملت ملي مترقي ګوند د نشرياتو څانګه Afghan Mellat Central Office Jalalabad, Shaheen Plaza, PO BOX 5595 Kabul, Afghanistan Tel: +93(0)70-234-207 E-mail: [email protected]
-
بېرته شاته