(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لنډه غرپالې رسنۍ

[01.Jul.2017 - 22:08]

لنډه غرپالې رسنۍ

 لیک:مجید قرار

پر ملي مسایلو، بلخصوص، د ملت جوړونې پر موضوع چې کوم بحثونه طلوع، یک تلویزیون، او نورې لنډه غرپالې رسنۍ جوړوي، تر فایدې یې ضرر ډېر دی. لامل یې دا دی چې په دې بحثونو کې موضوعات، د موضوعاتو سوق، د بحث اصول، د بحث جوړښت، او هغه څه چې په بحث کې د منل شویو حقیقتونو په نامه مطرح کېږي، د دوی د لنډه غریزې اجنډا پر اساس وي. مثلا، یو څوک تا ته وایي راشه نن په دې بحث وکړو چې ستا واسکټ، چې په حقیقت کې زما دی، څنګه بیرته له تا څخه ترلاسه کولای شم.

یعنې هغه ستا واسکټ له شکه پرته خپل ګڼي او غواړي پر دې بحث وکړي چې څنګه یې درڅخه ترلاسه کړي، حال دا چې بحث اصلا باید پر دې وای چې واسکټ ستا دی که نه دی.

د طلوع او یک تلویزیون بحثونه اکثره همداسې وي. د یک تلويزیون په وروستي بحث کې چې د مناسبات قومي مردم افغانستان په اړه و، تر ټولو مخکې خو د بحث مدیریت غلط و. دری کسه په یوه نظر او څلورم کس د بل نظر په پلویانو کې هم تر ټولو ایډیالوژیک کس را غوښتل شوی و. خپله د بحث اداره کوونکی هم یو طرفدار وګړی دی.

په دې بحث کې موضوعات یو طرفه، غیر منصفانه او د علمي اصولو پر خلاف مطرح شول او دری متنازع او اساسي اختلافي مسایل یې داسې وړاندې کړل چې ګواکې منل شوي، غیرمتنازع او ټولمنلي حقیقتونه دي.

لومړی دا چې په افغانستان کې دا تېر یو نیم سل کاله تک قومي نظام حاکم و. دا حقیقت نه دی. دا یوه افتراء ده. د کورنۍ حکومت د قوم حکومت نه وي. زموږ شاهي خاندانونه په خټه پښتانه، په فرهنګ او کلتور ناپښتانه و او بیوروکراسۍ یې ټولې د ناپښتنو لخوا اداره کېدې. مامور یې ناپښتون و، ښاري خدمات تر ډېره ناپښتنو ته رسول کېدل، ژبه د ناپښتنو وه، ښه ښوونځی، ګرم حمام، تود بازار، سینما ټوله د ناپښتنو په ګاونډ کې وه. په دربارونو کې پښتو ژبه تر دې حده پردۍ وه چې هلته پښتو ویل کېدل بې نزاکتي ګڼل کېده. یواځې په جنګونو کې یې د پښتنو له قربانیو څخه د ثبات را وستلو لپاره کار اخیست.

دوهم غلط تصور چې دوی یې د حقیقت په توګه وړاندې کوي دا چې اوسنی نظام هم قومي مرکزیت لري او د یوه قوم په خدمت کې دی. دا تر ټولو لویه تاریخي افتراء ده. همدا اوس د افغانستان د کابینې څوارلس غړي د شمال، لس نور د نورو سمتونو غیر پښتانه او یواځې اته تنه یې چې ډېری یې کمزوري پوستونه او وزیران دي پښتانه دي. د وزارتونو تشکیلات په شرمېدلې بڼه د یوه قوم، حتی د یوه یا دوو ولایتونو په انحصار کې دي. د یک تلویزیون په بحث کې دا خبره د یوه سرتاسري حقیقت په بڼه داسې یادېده چې حتی سلیمان لایق هم د هغو په مخالفت کې خبره ونکړه.

درېیمه خبره دا چې د افغانستان ملت د یوه قوم په نامه دی. ګویا د افغان توری د یوه قوم هویت دی چې پر نورو تحمیل شوی. لومړی خو دا یو مسلم او منل شوی حقیقت نه دی. دا یو ژور تاریخي بحث دی. یو ژور او قوي نظر دا دی چې دا توری هیڅکله یواځې پر پښتانه منحصر نه و، بل نظر دا دی چې پخوا پر پښتانه منحصر و، خو دا تېر یو نیم سل تر دوه نیم سوه کاله پورې په ټولو تعلق لري او ټول یې ځان ته وایي، درېیم نظر دا دی چې دا د یوې جغرافیې د هستوګنو او یا په هغې کې د یوې ناقومي طبقې نوم و. په هر صورت، زما خبره دا ده چې دا یو منل شوی حقیقت نه دی او د تلویزیون د بحث اداره کوونکی که یې د اتفاقي نظر په توګه مطرح کوي نو طرفداری کوي او بحث بې لارې کوي. په بحث کې په لسګونو نورې کمزورتیاوې وې چې سرچینه یې جهالت نه، بلکې تجاهل و.

زما غوښتنه له هغو افغانانو څخه چې به دې ډول یوطرفه اوډل شویو بحثونو کې برخه اخلي دا ده چې لومړی له رسنی، کوربه بنسټ او بحث کوونکي سره د بحث اصول وضعه کړي او دا ورته ووایي چې په بحث کې به قاعدې او اساسات نه وضع کوې، کمزورې، یوطرفه او متنازعې ادعاوې به د ټولنمنلیو او مسلمو حقایقو په توګه نه راباندې تېروې. ټولو اړخونو ته به برابره ونډه ورکوې، دا نه چې د یوه نظر دری پلویان راولې او د بل نظر یو کس، او هغه یو کس ته بیا ته هم د چا خبره د مسافر لخوا شې.

لنډه غریزې رسنۍ د افغانستان د سیاست او بحران په قومي کولو کې لاس کوي او همدا یې کرغېړنه اجنډا ته چې لنډه غرو او ټوپکسالارانو ته د قومونو د ټېکې په اخیستلو کې لاس ورکړي. هوښیارتیا اړینه ده. د افغانستان بحران له هغه وخته قومي شوی چې لنډه غرو ته د قومونو ټېکه ورکړل شوې ده. لنډه غرې رسنۍ دغه بهیر ته شدت او هوا ورکوي. هیڅوک د هیڅ قوم ټېکه دار نه دی.

 
- مجید قرار
 بېرته شاته