(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو پسې را ورک شپون

[11.Sep.2017 - 18:30]

په پښتو پسې را ورک شپون لاړ 

لیک: بارکوال مياخېل

استاد سعدالدين شپون مې لومړى ځل په ٢٠٠٠م کال په پېښور کې د سليم راز صاحب او د هغه د ملګرو له خوا په جوړ شوي نړيوال سېمينار کې ليدلى وو، په خپل هېواد کې د مذهبي استبداد واکمن رژيم اړ کړى وو، چې د څه وخت لپاره ږيره پرېږدي، سپينه خولۍ يې پر سر وه، له امريکا راغلى نه، بلکې يو ساده باده کليوال سپين ږيرى پښتون ښکارېده، په سېمينار کې يې چې وينا کوله، له ادبي شکسته نفسۍ يې خپلو ناولونو ته «ناولې» ويل. له هغه وروسته مې غالباً دوه ځله په کابل کې د افغان ادبي بهير په غونډو کې ورسره ليدلي، چې پر څه موضوع به يې خبرې کولې، هيڅ به پکې د نورو د خبرو رنګ او طرز نه محسوسېده، نقد يې هم په خپل خواږه انداز په خوږه کندوزۍ لهجه کاوه.

د استاد شپون ناولونه او لنډې کيسې د يوه جنګ ځپلي ولس د نيمې پېړۍ ژوند انځوروي. په پښتو داستاني ادب کې تر نورمحمد تره کي را وروسته استاد شپون هغه ليکوال دى، چې ناولونه يې د موضوعاتو او ژبې د ځانګړتيا په خاطر ډېر ولوستل شول. د اردو ژبې نوميالي مؤرخ ډاکټر مبارک علي يو وخت ويلي وو، چې داستاني ادبيات راسره تر تاريخ زيات د يوې ټولنې په پېژندلو کې مرسته کوي، ځکه چې وايي تاريخ يواځې پېښې بيانوي، خو داستان راته د خلکو احساسات، خويونه او باورونه بيانوي. په دې لحاظ نو د استاد شپون ناولونه او لنډې کيسې راسره د شلمې او يوويشتمې پېړۍ د افغانستان او افغاني ټولنې په پېژندلو کې ښه مرسته کوي.

په وروستيو کلونو کې په «تاند» ويبپاڼه کې د استاد شپون کوم نثرونه خپاره شوي، ډېر لږ به يې داسې وي، چې ما دي نه وي لوستي. په دغو نثرونو کې د پښتو ادب لوستونکى په ښکاره محسوسولاى شي، چې دې ليکوال د نورو پر پله پل نه دى ايښى، بلکې په نثر کې يې يوه بېله لاره موندلې ده. د پښتو په معاصرو ليکوالو کې د شپون صاحب نثر ډېر ځانګړى، له ولسي رنګه برخمن او له شاعرانه خوږلته ډک وو. د ده نثر زموږ د محدودو ليکوالو غوندې له تصنع پاک او له ولسي محاورو ډک نثر وو او دا اسانه کار نه دى، ځکه چې فصيحه او ساده ژبه هغه ليکوال ليکلاى شي، چې د نثر د اوږده رياضت تر څنګ يې خپله سيمه ييزه ژبه هم داسې زده وي، چې هيڅ پردى اغېز ورباندې نه وي شوى.

د استاد شپون په ډېرو ليکنو کې د داسې ژبې پر ليکلو او دودولو ټينګار شوى، چې په ولس کې مو رواج ده، ده به پر هغو ليکوالو له طنزه ډک نقد کاوه، چې ژبه سوچه کوي يا ځينو پرديو راغليو اصطلاح ګانو ته خپل توري جوړوي. په هغوى کې پوهاند زيار يادولاى شو، چې په ډېره خوږه او طنزيه ډکه ژبه به يې نقد پر کاوه او ويل به يې چې د پوهاند زيار په ژبه پخپله هغه هم نه پوهېږي. استاد شپون به پر پښتو ژبه د پاړسي او اردو اغېز هم اندېښمناوه او وخت په وخت به يې پخپلو ليکنو کې ورته اشاره کوله. 

ما چې ورسره وخت په وخت په فېسبوک چيټ کاوه، نو هم به يې کله- کله دې ستونځې ته اشاره وکړه. څو مياشتې مخکې يې يوه شپه ناببره راته وليکل «پښتو رسنۍ څرنګه له پاړسۍ پاکې شي»، ما ورته وليکل «استاده پښتو هغه وخت د پاړسي او اردو له اغېزه پاکېداى شي، چې ليکوال او ژورناليست مو پخپله ژبه بشپړ پوه وي يانې کورنۍ ژبه يې پښتو وي او ورځنۍ محاوره يې سمه وي، خصوصاً په رسنيو کې هغه وخت پښتو سمېداى شي، چې اېډيټران پکې په ژبه پوه کسان وي او هغوى هغه ژبه ټوله اصلاح کړي، چې له پاړسي او اردو يې کټ مټ لفظي را ژباړي».

زه او استاد شپون چې په فېسبوک کې له ٢٠١٠م کاله سره ايډ يو، وخت په وخت مو په چيټ ډېرې خبرې سره کړې دي، خو ده ښايي قصداً دا عادت خپل کړى وو، چې ډېر اوږده ځوابونه يې نه ويل. د پښتو د لنډ ازاد شعر تکړه شاعر افضل شوق په اړه مې چې يو وخت خپله مقاله په تاند کې خپره کړې وه، استاد شپون لوستې وه او راته ليکلي يې وو: «په شوق دي ښه مقاله ليکلې وه، شابس»، ورپسې يې راته وليکل «يوه به پر ما هم ونه ليکې چې نه شاعر يم نه سندربول خو شطرنج او رباب کې ښه يم»، د دې خبرې غوندې يې په مقالو کې هم په ځان پسې هم طنز کاوه او د ډېرو غوندې يې د خپل شهرت سندرې نه ويلې.

يو وخت چا وپوښتلم، وايي «اوس هم شاعري کوې که نه؟» ما ورته وويل: «شعر و ادب تر مرګه نوکري ده»، واقعاً هم ليکل يو داسې خوږه نشه ده، چې څوک په اخته شي پرېښوول يې اسان کار نه دى. استاد شپون هم د ژوند تر وروستيو له قلم سره ملګرتيا وپاللـه. د ده د ښه نثر ليکلو يو سبب شايد همدا وي، چې ډېره زمانه يې د ژورناليست په توګه په راډيو کې هم کار وکړ او له تقاعد وروسته يې هم پرله پسې د ليکوالۍ سپېڅلى مسووليت تر سره کړ. يو وخت مې وپوښت چې خپل سبک يې څنګه پيدا کړ؟ راته ويې ليکل «اصلاً ليکل يو شواخون دى، زما خو يې په بېخوبۍ سوپره و اېستله. له ټولو يې پردى کړم، نه واده ته ځم، نه پاتا ته. د رحمان بابا خبره، ورکه عاشقي شه، ورک يې ننګ و نام شه، ورکه ليکوالي شه. تر سهاره ورته ناست يم»، له علم و ادب سره ژوره مينه همداسې ده، چې د ليکوال نور کارونه ضمني شي او ټول سوچ يې دې ته وي، چې څنګه ښه کتاب ولولي او څنګه يو ښه تخليق وکړي.

د جنوبي پښتونخوا نوميالي فلسفي شاعر پروفيسر رازمحمد راز به تل ځوانانو ته ويل، چې د چا تر اغېز لاندې مه راځئ، که نه وي لوى او نوى تخليق به ونه کړئ. استاد شپون هم يو له داسې لويو ليکوالو وو، چې ځوانان يې له شخصيت پرستۍ او د لويو نومونو د اغېز له جادو را ايستل او ورته ويل به يې چې له ادبي شخصيتونو «ادبي پنډتان» مه جوړوئ، چې پيروي يې د پرستش تر حده پر ځان لازمه وګڼئ. استاد شپون چې په امريکا کې اوسېدلى وو، د شرقي ټولنې دا دوديز اصل يې په خپله ټولنه کې د فکر د غوړېدا او د نويو ادبياتو د تخليق په لاره کې خنډ باله، ځکه يې ځوانان هڅول چې له خپل تخليقي استعداده کار واخلي او خپله لاره پيدا کړي.

سره له دې چې په وروستيو شاوخوا دېرشو کلونو کې په لسګونو پښتو ناولونه وليکل شول او په سلګونو د لنډو کيسو ټولګې خپرې شوې، خو داستانپوهان يې اوس هم کيفيت ټيټ ګڼي او د معيار له پلوه يې د څنګلوريو او نړيوالو ژبو له داستاني ادب سره په سيالۍ کې نه ږدي. استاد شپون به هم اکثر پخپلو مرکو او ويناوو کې همدا شکايت کاوه، چې په پښتو کې ښه ناولونه او لنډې کيسې لږ ليکل شوي دي. يو وخت يې په چيټ کې د پښتو کيسو يوه نيمګړتيا داسې په ګوته کړه «يو کمبود چې ما په پښتو کيسو کې احساس کړى دا دى چې د کيسې د دلچسپه کولو چل په دې کې ويني چې څومره خلک په کې مړه کړي» او دا د کوم نړيوال داستانپوه وينا هم ده، چې تکړه ناول کښونکى او کيسه ليکوال هغه دى، چې کرکټر مړ نه کړي.

په وروستيو کلونو کې چې به د استاد شپون کوم همځولى ليکوال يا سياستوال وفات شو، نو ده به پر خپل فېسبوک وليکل، چې پلانى هم لاړ يو زه پاته يم. څو کاله مخکې چې نوميالي سندرغاړي استاد رحيم غمزده له نړۍ سترګې پټې، ما په چيټ کې ورته وليکل «استاده! رحيم غمزده هم جامې کت کړې»، ده ځواب راکړ «جداد ماما هم، قدرت الله حداد»، ما ناپامه ورته وليکل «د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمى دى»، ده ډېر دردوونکى ځواب راکړ «په بړېڅو کې يو حسن کاکړ پاتې دى، بل زه خوار امريکا کې»، ما ورته وليکل «استاد پسرلى، بختانى صاحب، پوهاند سيال کاکړ او همېش خليل صاحب هم شته، زړه مه اچوه»، وايي «لمبر ېموږ دى»، استاد پسرلي څو کاله مخکې، ورپسې پوهاند حسن کاکړ او دا دى استاد شپون هم سترګې پټې کړې، استاد بختانى، پوهاند سيال کاکړ او همېش خليل صاحب دي ژوندي وي.

 
- بارکوال مياخېل
بېرته شاته