(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان توکمونو ژبې

[29.Sep.2017 - 16:00]

دافغانستان دبېلابېلو توکمونو ژبې 

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد

په افغانستان کې بیلا بیل قومونه او توکمونه اوسیږي او ځانته جلا ژبې لري چې دلته به ځینې هغه ژبې یادې کړو چې په افغانستان کې خلک پرې خبرې کوي او ګړیږی

۱- پښتو ( پختو) چې دافغانستان پښتانه پرې خبرې کوي او دافغانستان ملي او رسمي ژبه ده 

۲- دري یا پارسي ( فارسي ) چې زموږ دهیواد پارسي ژبې پرې خبرې کوي او رسمي ژبه ده.

۳- اوزبکی ( اوزبیکي) چې اوزبکان پرې خبرې کوي 

۴- ترکمني چې زموږ دهیواد ترکمن نژادي خلک پرې خبرې کوي

۵- بلوچي ( بلوڅي ) چې زموږ دهیواد بلوچان پرې خبرې کوي 

۶- نورستانی چې دافغانستان دنورستان خلک پرې ګړیږي او ددې ژبې نورې څانګې دادي

اشکوني ، پرسوني . پاروني ، تري ګامي ، زمیاکي ، کلشه یې او کهواري 

۷- پشه یې چې پشه ای ژبې خلک پرې خبرې کوی او نورې څانګې یې دادي :دیګاني ، ګالمي ، پراچي ، شمشتي ، داملي ، ګوارباتي ، نانګلامي ،کرنګالي او کوهستاني 

۸- قرغزي چې دافغانستان میشته قرغیز خلک پرې ګړیږی

۹- قزاقي چې دقزا قو ژبه ده 

۱۰- براهوي چې په کندهار ، نیمروز او هیلمند کې ځینې خلک پرې خبرې کوي 

۱۱ - برکی یا اورمړي ژبه چې دلوګر دبرکي برک خلک پرې خبرې کوي 

۱۲- پنجابی چې معمولا زموږ دهیواد سکان پرې خبرې کوي 

۱۳- هندي چې زموږ هندوان پرې خبرې کوي 

۱۴- پامیری ژ بې چې

واخي ، منجي ، شغني یا شغناني ، روشاني ، اشکاشمي ، سنګلیچي ، یرغلامي ، سریکلي او ګویشور ،

همداراز دنورو ژبو ویونکي هم په افغانستان کې شته لکه ګوجري، سریاکی؛ دیف، کالمی، ساوی، قپچاقی، قارلوق یا قرلوق، اویغوری ، وردوجي ، کردي او ګوجري .

 
- ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد
بېرته شاته