(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیورنډ نامنلې کرښه

[30.Oct.2017 - 20:48]

د ډیورنډ ناولې او نامنلې کرښه

لیک:،حبیب الرحمن تاثیر

کله چې څلوېښت کاله وړاندې په افغانستان کې مجاهدینو د ثور انقلاب په وړاندې په وسله واله جګړه لاس پورې کړ، (ښه وه که بده؟ له دې تېرېږو) خو له هغه وروسته د مجاهدینو دغه جګړه پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي کړیو په خپلو ناولیو لاسونو کې واخیسته، موخه یې دا وه چې په دغه موده کې د ډیورنډ د ناروا او کرغیړنې کرښې تش په نامه د سل کلنې لوظنامې وخت پوره کیدونکی وو او پاکستان په پرېدي شر کې خیر غوښت او ددغه شر پر اور یې تیل واچول، پاکستان ویریده چې یو غښتلی، جوړ او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د پاکستان د بېرته ماتې سبب کیدی شی.

دا د پاکستان خام خیالي او لېونتوب دی چې په افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمو کې یې دغه اور تازه ساتلی دی او دی خپلې ګټې په کې وینې، خو ګټې په ستونځو جوړولو نه بلکې په ستونځو هوارولو کېږي، ستونځې په جګړه او وژنو نه، بلکې حق حقدار ته په سپارلو حواریږي، پاکستان کوښښ کوي چې ډیورنډ کرښه په رسمي توګه نړیوالو ته وروپېژني، چې دوه وروڼه، یو کور، یو ټبر او یوه کورنۍ په دوو برخو ووېشي خو داسې نه ده.

یوویشتمه پېړۍ د کرښو د راکښلو نه بلکې د کرښو د پاکولو پېړۍ ده، پاکستان به په خپل دغه شوم فکر او سوچ کې پاته راځي، ځکه چې په اوسني وخت کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو لوریو ته پراته متحریک قامونه او د هغوی متحریک ځوانان د دغه کرښې د له منځه وړلو هڅه کوي چې د خوست ځوانان یې د یادولو وړ دي، د کرښې دواړو لوریو ته پراته قامونه په دې پوهیدلي دي چې ډیورنډ کرښه پر یوه وجود راکښل شوې کرښه ده او تر څو پورې چې دغه کرښه وجود لري همداسې به افغانستان، سیمه او نړۍ د جګړې په اور کې سوځېږي.

- حبیب الرحمن تاثیر
بېرته شاته