(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ملي هویت سیاست

[03.Nov.2017 - 11:11]

په ملي هویت سیاست

ډاکټر فیض محمد ځلاند

د نړۍ هېڅ داسې ملت نشته، نه به پیدا شي چې هغه خپل ملي هویت ونه لري، ملتونه د ملي هویت پر اساس له نورو جلا پیژندلی کیږي، ملي هویت د ملتونو د توپیر تر ټولو ستره ښکارنده ده، لکه ایرانیان له افغانانو د هغوی د ملي هویت پر اساس جلا کیږي، د تاجکستان تاجک له افغان تاجکو د ملي هویت پر اساس بیلیږي، دارنگه د ازبکستان ازبک له افغان ازبکو، ترکمنستان ترکمن له افغان ترکمنو.

پر افغانستان د نړیوال تاړاک له یرغل را ورسته گڼو ارزښتونو ته سپکاوی د حکومت د چورواکو او د نړیوالو مرستندویه ادارو، حکومتونو ستراتیژیک کار گرځیدلی دی. یویشتمه پیړۍ د شلمې، نولسمې، اتلسمې پیړۍ سره د گڼو توپیرونو او پرمختگونو تر څنگ د استعمار( Colonization) په بڼه کې هم توپیر لري. د نوي استعمار له مخې لشکر کشیو، جنگ او یرغل ته ډېره اړتیا نه لیدلی کیږي، بلکې اقتصادي، ټولنیز، فرهنگي او سیاسي اغېز خپله د هیوادونو د اړتیاو د پوره کیدو اتکا د دې سبب گرځي چې کمزوري هیوادونو د لویو هیوادونو په گټه ولوبیږي، د هغوی له غیر مستقیم اغېز لاندې راشي او په دې توگه د استعمار بڼه اختیار کړي. سره له دې چې نړۍ، لویدیځ د یویشتمې پیړۍ د دود او شعار خلاف پر افغانستان نظامي یرغل وکړ خو د نوي استعمار د بنسټیزه کولو کوښښ یې هم کړی دی، په نظامي ډگر کې يې ډېره بې شرمانه ماتي خوړلي دي، خو په فرهنگي، سیاسي، اقتصادي ډگر کې د افغانانو په رگونو کې داسې ریښې غځولي دي چې اغېز به یې تر ډېره پیاوړی پاتې شي.

د فرهنگي یرغل په برخه کې گڼو شومو دسیسو ته تم کیدلی شو چې ښه بېلگه یې د جامو، ودونو، غونډو، د خوښیو او حتی د غمونو د یادونو کلتور ته پام دی. په رسینو کې فحش ته د فرهنگي هڅو نوم ورکول د همدې شوم ځنځیر ستره کړۍ ده.

موږ له پیړیو وروسته د دري او پښتو ژبې په کلماتو چورلټ یو بل ته سنگر ونیو، د دانشگاه، دادگاه او نه پوهیږم کوم گاه سره لاس او گریوان شو، د همدې ماشومانو پلرونو په کابل پوهنتون کې تدریس کړی، زده کړې يې کړي، له دوی پاخه دري ژبې وو، له اتیا کلنو ډېر د کابل پوهنتون په تېږو کې حک و، خو اوس یې لمسیان، کړوسیانو د کابل دانشگاه ډنډورې ته کار ویلی دی، دا هر څه د نړیوال یرغل تر شوم چتر لاندې ترسره کیږي.

له دې ټولو ډېر ظالمانه حرکت د افغان هویت تروړل و. د ملت جوړوني گڼ پوهان په دې نظر دي چې په یویشتمه پیړۍ کې د ملتونو د ورانیدولپاره پوځ، یرغل او نیواک ته اړتیا نه سته، که غواړي یو ملت له منځه یوسي، یو هیواد تر نیواک لاندې راولی، نو اسانه لار یې د فرهنگ، تاریخ او هویت مسخه کول دي، کله مو چې له ملت څخه دا درې ارزښتونو وتروړل، هر څه مو ترې واخیستل، ملت به مو غلام ابن غلام پاتې شي.

په موږ د همدې تیوري، د همدې نظريې گردان پخیږي، زموږ خرڅ شوي مشران، حلقبگوش غلامان د لویدیځ هرې پروژې ته د پرمختگ نوم ورکوي، د ولس سترگو ته خاورې شیندي او ورځ تر بلې په ملي تاریخ ملا ماتوي. د بریښنایي پاسپورت د پروژې تر نامه لاندې له ولس څخه د پلار پيژندگلو واخیسته، په پاسپورت کې د پلار د نوم نه ذکر د لویدیځ د ناجایز اولاد د پیدا کیدو جواز ته لبیک ویل دي. په لویدیځ کې هیڅوک په پلار نه پیژندلی کیږي، ځکه هلته هیڅوک له خپل پلار څخه خبر نه دي، بس چې ژوندی دی، همدا ورته ویاړ دی. خو په اسلامي، افغاني ټولنه کې د پلار شتون د انسان د پیدایښت تر ټولو مقدس دلیل دی، د همدې دلیل پر اساس حتی موږ د اړیکو، د قوم، د ځای او پیژندگلو ویاړونه تر لاسه کوو، خو زموږ په پاسپورت کې همدا ستر اصل تر پښو لاندې شوی  دی.

دا ځل یې د افغان ویاړلي تاریخ مسخې ته داسې پروژه وړاندې کړي چې د هر چور واکي سترگې پرې پټي دي، له ډاکتر غني څخه یو ځل د طلوع تلویزون خبریال پوښتنه وکړه چې تاسو غواړئ په تذکره کې افغان ولیکئ؟ غني په ډېره بې شرمانه توگه ځواب ورکړ چې ( مرا متنازع نه ساز).

زه نه پوهیږم چې اساسي قانون حکم کوي ( د اساسي قانون دوه شپیتمه ماده: د ولسمشرۍ د پاره د کاندیدو شرایط: د افغانستان تبعه، له افغان مور او پلار څخه زیږون او د بل هیواد تابیعت به نه لري.) چې  دولسمشرۍ  لپاره شرط  افغان هویت لرل شرط دي، که یو څوک افغان هویت د ټکر یا مخالفت لامل گڼي، فکر یې دا ويې چې که افغان ځانته ووایم نو یو پردیپال به را څخه خفه شي، هغه په کوم دلیل بیا د افغانانو ولسمشر ځانته وایې؟ په کوم جرات په دې څوکۍ چو دی؟ تاریخ به دا هر څه رسوا کړي ( ان شاءالله).

په افغان تذکرو ځینې نړیوال جوړښتونه، هیوادونه او ځینې چور واکي په لوی لاس سیاسي معامله کوي، غني او عبدالله د تذکرو ویش له ټاکنو سره تړلی کار بولي، حال دا چې تذکره لرل د هر افغان حق دی، دا چې په کومو پروسو کې به ترې گټه پورته کیږي هغه وروستی بحث دی، خو تذکرو وجودي فلسفه له پیژندگلو پرته له څه بل هدف سره تړل دا نو یا تخنیکي مسله ده یا هم سیاسي معامله ده. دویم دا چې غني او عبدالله د بریښنايي تذکرو د قانون د تعدیل بحث ولسي جرگي ته لیږل یوه بله سیاسي معامله ده چې غواړې په دې توگه په دې ملي خیانت سترگې پټي کړي او ولس وغوولي، هغه داسې چې همدې ولسي جرگې صلاح الدین رباني څخه د وزارت باور رایه واخیسته، ایا غني او عبدالله هغه له دندې گوښه کړ؟

درېیم دا چې همدې ولسي جرگې د غني او عبدالله د چور مالیه په مخابراتي اړېکو( تیلفوني اړېکو) لغوه اعلان کړه، ایا غني او عبدالله له چور څخه لاس واخیست، تاسو همدا شېبه تیلفون ته پیسې اضافه کړئ چې له تاسو مالیه گرځي او کنه؟

څلورم دا چې همدې غني ولسي جرگه د تقنیني فرمان له لارې په ناقانونه توگه وغځوله، سره له دې چې پنځه کاله عمر يې دوه کاله دمخه پوره شوی دی، خو دا چې هلته گڼ سوداگر د غني او عبدالله په گټه ناست دي، د دوی د بهرنیو بادرانو گډ غلامان دي، نو دوی یې عمر کال په کال غځوي، نو څنگه داسې ولسي جرگې ته چې د غني په تقنیني فرمان خپلې چارې په مخ بیایي د بل تقنینې فرمان تایید یا رد رایه ترې غواړي؟

پنځم دا چې کا غني او عبدالله په ریښتا د افغان هویت ذکر ته کار ویلی وي، نو مخکې له دې چې دا فرمان ولسي جرگې ته ولیږي، د دې زمینه به یې هم برابره کړي وه چې مثبته رایه پرې واخلي، لکه څنگه یې چې د خپلو وزیرانو د معرفي د پاره اونې اونې وخت اخیستي تر څو ورته ښه ډېر کمپاین وشي، هغوی له وکیلانو سره معاملي وکړي له هغه وروسته به د رایي اخیستلو لپاره ولسي جرگې ته پیژندلی کیږي، دا کار یې ولي د احوال نفوس د قانون لپاره نه و کړی؟

له پورته ذکر شویو دلایلو څخه همدا معلومیږي چې غني او عبدالله غواړي په تذکرو، په افغان هویت سیاسي معامله وکړي، د ولس سترگو ته خاروې وشیندي، د ولس له احساساتو د ځان په گټه کار واخلي او په دې توگه د ولس له تاریخي حق، له بشري او انساني ارزښت څخه سیاسي دوکانداري جوړه کړي. غني او عبدالله باید په دې پوه شي چې دا ولس نور د ۲۰۱۴ کال ولس نه دی چې د بدلون د شعار تر نامه لاندې د غني په چیغو او د مپکرۍ په جعلې په دعوې سترگې پټې شوي او د عبدالله په تاجگ او پښتون گډ رگ یې رحم وکړ، دا ځل به ولس له دواړو سره داسې تاریخي حساب کتاب ته لاره جوړه کړي چې بیا په افغان تاریخ کې څوک ولس ته د دروغ ویل جرات ونه کړي، څوک به په افغان ویاړلي تاریخ او هویت د معاملې جرات ونه کړي.

په هویت د سیاسي معاملې د نورو اړخونو د را برسیره کولو لپاره به ډېر ژر گڼ نور حقایق هم له ملگرو سره شریک کړو، نو باید په دې لنډغرو، غلو، پردیپالو ونه غولیږو، نه په دوی کې څوک افغان دی، نه پښتون، نه تاجک نه هزاره ، دا ټول د غلام ابن غلام زامن، ابن الوقت او اپرچونیست غله دي چې پردیو په افغان ولس تحمیل کړي دي.

د لوی، بسیا خپلواک افغانستان په هیله

- ډاکټرځلاند
بېرته شاته