(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما او ستا شاعر

[08.Jan.2018 - 15:03]

زما او ستا شاعر

لیک: شمس القمر اندیش

وائي چې  نومونه  زبانى  تصويرونه دى. د نوم اخستو  سره  د هغه  څيز تصوير مخې ته راشى ولې  ځنې  نوم  داسې وى  چې د هغې  په  اخستو  سره  مخې  ته  دومره  تصويرونه راشى  چې  بنده  په  يو  دوه  کښې  حېران  شى   چې  دغه  تصوير ته  څۀ  اوويم  او  هغې  ته څۀ. دغه شان  د رحمت  شاه سائل  د نوم  اخستو سره دومره  رنګونه  ښائستونه  جذبې، اميدونه او نا اُميدۍ  مخې  ته  راشى  چې  د تماشو  پريواني  د نومونو  قات  پېدا  کړى  او بيا  په  دې  ننني  محفل  کښې  چې  سائل  مخامخ  ناست  دے  د هغۀ  د شعور  په  پلوشو  د هغۀ د جذبې  په  چپو ، د هغۀ  د تخيل  په  باريکو  او  د هغۀ  د احساس  په  نندارو  يعنې په  هغه  تصوير څۀ  خبرې  کول  چې  د سائل  د شعر  په  نوم  يادېږى  ډېر ګران  کار  دے. ولې  يو حقيقت  به  زما  دغه  ګران  کار  اسان  کړى  او هغه  داسې  چې  ادبى  لحاظ  سره  زۀ دومره مالدار نۀ يم  چې  د سائل  په  جولۍ  کښې  د هغۀ  د ادبى  مقام  خيرات   واچوم، هن  دا ضرور  او  په  واز کومى  وئيلے  شم  چې  د سائل  د نوم  نه  بغېر   به   ددې  دور د غوره  څو کسانو  شاعرانو  فهرست  يا  قصه  بيخى  نيمګړې  وى.

 

سائل څوک دے؟ سائل رحمت شاه دےد دې  پښتنې  خاورې  استوګن  دےد نن الوتونکو بادونو کښې  ساه  اخلى. ځلمے  دے، د مينې  تږے  زړۀ  لرى، د ښائست  لېواله نظر لرى، خوارى کښ دے، غريب  دے ، غمژن  دے،  په  خپل  قام  ورک  مئين  دےاشنا لرى، رقيب لرى، احساس  لرى، ژبه  لرى، جرات  لرى،  جذبه  لرى، انسان  دے. د ځان  دے، د جانان دے،  د جهان  دے، سائل  مينه  غواړى، ښکلا  غواړى، رڼا  غواړي، انصاف  غواړى، ورورولى  غواړى، سائل  د زړونو دروازې  ډبوى  او د شعور استانې لټوى  چې  ژوندى  د ژوند په  خوږو  ماړۀ  شى  او  ټوله  زمانه  د مينې  مسته  ترانه  شى.

 

زما په خيال کښې  د سائل  دغه  هومره  پېژندګلو بس ده. هن  کۀ  ستاسو پرې مينه  نۀ ماتېږى  نو  راځئ چې ځو د هغه  د شعر رنګ  زار ته

 

مينه کښې هر څو لېونتوب  دے  ولې سائل  د دغه  لېونتوب  د بيابان  په  دوړو  هيڅ کله  د حسن څهره نۀ  ده  خړه  کړے، د مينې  د لېونتوب  انتها د ښکلا  د مقام  او  تقدس د پېژندو مرحله ده. د مينې  وقار او د ښکلا  تقدس  او احترام  د پاک  محبت  او ښې شاعرۍ ساهو روايتونه  دى. سائل  له  د خپلو  ارمانونو  په  سلګو  کښې د مينې  سوز او ساز  خوند  ورکوى.

 

   خېر دے   زما  کۀ  ارمانونه  په  انګار پاتې  شى       

خو ستا د مينې  تقدس   دې  برقرار پاتې شى

 

 د حسن نزاکت منم، ولې د ښائست  احساس  خو هم  د اومو  پيو  پېروے ..

کرشن چندر وائى  د اسمان  هغه غاړه دومره ښائسته  ښکارېده  چې  بره  کتل  د غضب تکليف  وو د سائل  په  زړۀ د ښائست  د غوڅے  سوے  داسې لګى.

 

په  زړۀ  مې  ستا  دا ګل  ورينه  خندا             

 لکه  چې  اور   وۀ  د ځنګل  خور  شۀ

 

کرشن چندر وائى  د اسمان  هغه غاړه دومره ښائسته  ښکارېده  چې  بره  کتل  د غضب تکليف  وو د سائل  په  زړۀ د ښائست  د غوڅے  سوے  داسې لګى

.

په  زړۀ  مې  ستا  دا ګل  ورينه  خندا             

 لکه  چې  اور   وۀ  د ځنګل  خور  شۀ

 

ځان  ځارول او جانان سنګارول  د مينې  لافانى اصول  دے  د يو  لوئے  او عظيم  ژوندون دپاره  د وړو  زندګو  مرګ  د ژوند سائنس  او  فلسفه  ده. شاعرانو دا مضمون  په  رنګ  رنګ  بيان کړے دے. د شوکيدونکى  ګل  په  خندا  پوئېدل  د ګل  د زړۀ  مراد  ته  رسېدل  هغه  د شعر نازک  هنر  ته  سپارل  او بيا  په  هغې  کښې  د سوز  سرور  او مستۍ  جادو  پوکل  او  ټکو کښې  داسې  يو ګڼ  اړخيزه  مضمون  پئېل   چې  نظر  ته  ډېر  څۀ  ورکوى  او خيال  ته  ډېر څۀ  پرېږدى  اګر چې  ډېر  ګران  کار  دے  ولې  د  سائل  غوندې  شاعر  ته  خو  دا خبره   رښتيا دا چې  پېسه  پاؤ  ده

   وې  يې  ځه   د زلفو  مقبرې  پله  مې   وړى        

 ګل  چې  په   ډنډر راماتېدۀ  هم  يې  خندل

 

اندېش صاحب د منلي شوى  شاعر رحمت شاه سائل د کتاب  "د لمبو په  سيوري" د مخ کتنې  په دستوره کښې چې  د "اولسي  ادبي  ټولنې  مردان" له  خوا  په 16 فرورى 1984 ء کښې  جوړه شوې  وه اورولے وۀدا ليک  په  ډېر  کمزورى  کاغذ ليکلے  شوے  وۀ  او  دوړېدو او ورکېدو  ته  نېزدے  وۀ  مونږ  يې  د  "پاڅونپه  پاڼو کښې  خوندى  کوو. هيله لرو چې  لوستونکى  به  د اندېش  صاحب  د  نثر  نه  هم  خوند  واخلى.) اداره

- اندېش
بېرته شاته