(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

برتانوي استعمار شالید

[08.Jan.2018 - 16:05]

په آسیا کې د برتانوي استعمار شالید ته یوه کتنه

لیک : نورالحق ن. څلی 

دا تل په یاد ولرئ چې د انګلیس صنعتي انقلاب ، د بنګال د لوټ اوتالان پایله ده !

د میر جعفر له نواب کېدو سره سم د پخواني نواب سراج الدوله ، د خزانې وېش بې له ځنده پیل شو . دا چې د بنګال په خزانې کې څومره سره زر او ګران بیه غمي موجود وو ، هیڅ مالومات نشته . ټول لیکونکي د زښتو ډېرو خبره کوي . د دغو سرو زرو او غمیو غوښنه برخه انګلیسانو ته ډالۍ شوي دي . هیڅ انګلیس بې برخې نه دی پاتې شوی . یو شمېر هغه بې ساري توکي چې کلایو ته ډالۍ شوي دي ، که څه هم ډېری یې په دا تېرو ۲۶۰ کلونو کې خرڅ شوي دي خو لا هم ځینې یې لا تر اوسه هم موجود دي . همدا اوس یو له غمیو ډک د سرو زرو چلم په ۲۴۰٫۰۰۰ پونډه او یوه له قیمتي ډبرې ( زبرجد ) او سرو زرو نه جوړه صراحي په شپږ ملیونه پونډه ، د انګلیس د  بصري هنرونو په اداره کې د خرڅلاو لپاره ايښودل شوي دي  . دا هم باید زیاته شي چې په ۲۰۰۴ کې د همدغو د کلایو له خوا لوټ شویو توکو له ډلې نه یو څو توکي ، یوه قطري میلیاردر واخیستل

            د کلایو د پورته یاد چلم او صراحي عکسونه دا دي . ( د لیکنې په پای کې )

 

 

 

  په هر حال ، مونږ به دلته ناچاره یواځې د هغو نغدو پیسو څخه یادونه وکړو چې د برتانیې شرقي هند کمپنۍ او د هغو مامورینو ته ورکړل شوې دي . که لا سم ووایو هغه لوټ شوې نغدې پیسې چې شمېرل شوي دي .

  مخکې له دې چې د هغو پیسو شمېرې یادې کړو چې د میر جعفر له خوا انګلیسانو او کمپنۍ ته ورکړل شوې دي ، باید یادونه وکړو چې دلته هم د ټولو تاریخ لیکونکو شمېرې یو شان نه دي . لامل یې دا دی چې ځینې لیکوالان یواځې کمپنۍ ته او یا د کمپنۍ مشر ، کلایو ته ورکړل شوې پیسې ښيي . حال دا چې له میر جعفر نه په بېلا بېلو نومونو او پلمو پیسې وشکول شوې . لکه په کلکته کې کمپنۍ ته د رسېدلي زیان تاوان ؛ هغو انګلیسي سوداګرو ته د تاوان ورکړه چې په کلکته کې یې خپل کار و بار درلود  ؛ هغو سوداګرو ته تاوان چې د نړۍ له مختلفو سیمو نه د سوداګرۍ لپاره کلکتې ته راغلي وو ، او یا په خپله د پلاسي په جګړې کې د انګلیسانو شوی لګښت . انګلیسانو له میر جعفر څخه د ټولو پورته یادو وجو ( بابونوله امله پیسې وشکولې ، دا چې هغوی بیا چا ته ورکړې او که نه ، دا د هغوی خپل کار او اختیار وو

     دا هم باید زیاته کړو چې اکثره انګلیسي منابع د پلاسي جګړې د لوټ او تالان په اړه ټيټې شمېرې ښيي چې علت یې څرګند دی . د پلاسي جګړې د لوټ او تالان په اړه څو ورکړل شوې بېلګې : یو دایرة المعارف داسې لیکي : « د هغوی [ د کلایو او میر جعفر ] د هوکړې سره سم ، کلایو ۲٫۵ ملیونه پونډه د کمپنۍ او ۲۳۴٫۰۰۰ پونډه د ځان لپاره د نواب له خزانې څخه واخیستل . د دې برسېره واتس [ د نواب په دربار کې د کمپنۍ استازي ] د خپلو هڅو په بدل کې ۱۱۴٫۰۰۰ پونده تر لاسه کړل . د ویلیم چوڼۍ ( فورت ویلیمکلکته ) د شا و خوا ځمکو د جاګیرۍ ( اجارې ) پیسې ، چې د کال ۳۰ زره پونده کېدلې او کمپنۍ د بنګال حکومت  ته ورکولې د ټول عمر لپاره رابرت کلایو ته ډالۍ شوې . دغه ثروت ته باید له دې زاويې وکتل شي ، چې هغه مهال که یوه انګلیسي اشراف د کال اته سوه پونډه کلنی عاید درلود ، نو کولی یې شول چې د عیش و عشرت نه ډک ژوند وکړي » . 

    داکتر بیپن چندرا په دې اړه بیا لیکي :  « جعفر د برتانیې شرقي هند کمپنۍ ته ۱۷٫۷۰۰٫۰۰۰ روپۍ ، په کلکتې کې د ورسېدلي زیان تاوان ورکړ . جعفر د دې برسېره د کمپنۍ مامورینو ته هم بډې ورکړې . د بېلګې په توګه رابرت کلایو ته یې له دوه ملیونه ډېرې او واتس ته یې یو ملیون روپۍ ورکړلې » . 

    د انترنیټ په جال کې مې د پلاسي جګړې په اړه نوي مالومات لټول . په الماني ژبه یوه وېب پاڼه شته چې هر څوک خپله پوښتنه ورکړي ، کابو د څو ساعتونو په ترڅ کې د هغه ډګر ډېر پوه کسان ځوابونه ور ته لیکي . په همدغې پاڼې کې یوې مېرمنې دا پوښتنه کړې  ده چې ولې انګلیستان د صنعت د مورني هېواد په بڼه راڅرګند شو ؟ د جېک په نوم یو چا یې په ځواب کې داسې لیکلي دي : « د صنعتي انقلاب د پیل لپاره تر ټولو مهم بڅرکی د ۱۷۵۷ کال د پلاسي جګړې نه وروسته د بنګال لوټ او تالان و . د دغې جګړې په پایله کې کابو له شمېره وتې پانګه انګلیستان ته راغله . دغه پانګه باید په عاجله توګه داسې په کار اچول شوې وه ، چې د یوه انحصاري بازار د رامنځ ته کېدو لپاره یې اړین شرایط برابر کړي وای . . . 

    یواځې د بنګال [ پلاسي ] جګړې د تاوان له بابه ، د برتانیې شرقي هند کمپنۍ دیارلس ملیونه سترلینګ پونډه وشکول ، ( دا هم داسې چې د هغه مهال د یوه پونډ د اخیستو توان د نن ورځې د دولس زرو ایرو سره برابر وو ) . پر دې برسېره د مالیاتو ټولونه ، لوټ او تالان او د انحصارونو ګټې هم راروانې وې . کله چې دا راوسپړل شي چې د دغې نوې لاس ته راغلې  پانګې له امله څومره کرېډیټ ور کول کېدای شي ، نو هغه وخت سړي ته دا روښانه کېږي چې څرنګه په ناڅاپي توګه د بخار انجنونه ، د اورګاډي ماشینونه ، د اورګاډو پتلۍ ، د کانونو اېستنې او په خپله صنعتي پروسه تمویل کېږي ، او ولې یو دم ډېر انجنینران د لږ کلونو په ترڅ کې نوې اختراع ګانې  کوي » .

   شومبت سنګوبته په خپله څېړنیزه لیکنه کې داسې لیکي : « د اټکل له مخې فاتحینو [ انګلیسانو ] یو بلیون پونډه برتانیې ته ولېږدول . رابرت کلایو چې د نواب پر ضد یې د انګلیسي ځواکونو مشري کوله ، دوه نیم ملیونه پونډه یې د کمپنۍ او ۲٫۳۴۰۰۰ پونډه یې د ځان لپاره وشکولې . د هغه ملګرې ویلم واتس ۱٫۳۴۰۰۰ پونډه وشکول » . د ښاغلي شومبت سنګوبته د لیکنې په اړه باید یادونه وشي چې نوموړي د شمېرو سره دا نه ده جوته کړې چې دغه پیسې هندوستانۍ روپۍ دي او که پونډه . له دې چې زه څو ځایه ، له ورته شمېرو سره مخامخ شوی یم نو ځکه مې پونډ ورسره ولیکل .

     راځئ چې یو ځل ویکيپېډیا هم وګورو چې هلته کومې شمېرې راښيي . د ویکيپېډیا انګلیسي متن د خپلو منابعو په حساب لیکي « انګلیسانو ته ۲۲ ملیونه روپۍ ( ۲٫۷۵۰٫۰۰۰ پونډه ) ورکړل شوې . د اردو ژبې متن بیا داسې ادعا کوي چې میر جعفر د بنګال ټوله خزانه او موجود سره زر او جواهرات د کلایو په نذر کې د انګلیسانو تر منځ ووېشله . یواځې د کلایو برخه ۵۳ لکه او لس زره روپۍ شوې . پر دې برسېره میر جعفر د برتانیې شرقي هند کمپنۍ ته ، په کلکتې کې د ورسېدلي زیان له امله یو کرور ( لس ملیونه ) روپۍ تاوان ورکړ » .

    فکر کوم ، په دې اړه سر خوږول چې د پلاسي جګړې په پای کې انګلیسانو د بنګال څومره شتمنۍ لوټ او برتانیې ته ولېږدولې ، ګټه نه لري . مهمه خبره دا ده او دا یو منلی حقیقت دی چې د بنګال د لوټ او تالان ډالۍ ( سوغات ) د انګلیستان د صنعتي انقلاب د بلونې ( پیل ) لپاره د سونګ مواد برابر کړل . دا داسې یو حقیقت دی چې انکار ور څخه نشي کېدای . دا چې ولې هیڅوک په دې اړه څه نه وایي ، یا د تاریخ په هغو کتابونو کې چې هر څوک ورته لاسرسی لري په دې اړه څه نشته ، او یا دا چې ولې په پوهنتونو کې نه تدریس کېږي دا بېل بحث دی .

      د بنګال د لوټ او تالان تاریخي ارزښت ، امریکایي تاریخ لیکونکي بروکس آدمز په خپل هغه کتاب کې ښه څېړلی دی چې د « تمدن او زوال قانون » نومېږي . دغه کتاب په ۱۸۹۵ کې له چاپه وتلی دی او لیکوال یې غواړي دا ثابته کړي چې د تمدنونو هسکېدنه او زوال یو ټاکلی دوران تعقیبوي . آدمز لیکي چې د انګلیسانو له خوا د بنګال د نواب د خزانې چور له ۱۷۶۰ کال نه د برتانیې د صنعتي انقلاب د بلونې لپاره د سونګ مواد برابر کړل او د نړۍ د ژوند بڼې ته یې د تل لپاره بدلون ورکړ

    لکه څرنګه چې جوته ده ، هسې نه ده چې ځینې استعدادونه په يوې ټاکلې تاریخي مرحله او یا سیمه کې غوړېږي او نوې اختراعګانې کوي . د نویو اختراعګانو کېدنه  یو دوامداره بهیر دی . بشریت د خپل تاریخ په اوږدو کې د بې حسابه داسې اختراعګانو شاهد اوسېدلی دی چې آن ثبت شوې هم نه دي . لامل یې دا دی چې اختراع داسې پانګه نه ده پیدا کړې چې هغه عام کړي . په بله وینا اختراع ځانته او د پانګې له ملاتړه پرته هسې د غره تېګه ده

 په هر حال ، دلته مو د بنګال د چور او تالان په اړه ، د بروکس آدمز له پورته یاد کتاب څخه یواځې دغه لاندینۍ دوې اخیستنې غوره کړې دي . ( کتاب آنلاین لوستل کېدای شي ) آدمز د خپل کتاب په لسم څپرکی کې ، د ختیځ له یوې خزانې څخه د یوه انګلیسي عسکر د لمړۍ لیدنې انځور د داسې لیکوال په حواله ورکوي ، کوم یو چې په خپله د برتانوي شرقي هند کمپنۍ مامور و او « مکالي » نومېږي . نوموړی داسې لیکي : « د کلایو په هکله باید زیاته شي چې د هغه پر مخ د بنګال د خزانې دروازې پرانیستې وې ، [ له خزانې نه ] په اخیستنه کې د هغه لپاره پرته د ده د خپل زړه له غوښتنې نه بل هیڅ حد ټاکنه نه وه . د هندي شاهزادګانو له کار اخیستنې نه وروسته هلته زښته ډېرې سِکې  . . . دلۍ شوې وې . کلایو د داسې سرو او سپینو زرو خرو ( امبارونو ) تر منځ ګرځېده چې پر یاقوتو او الماسو باندې پوښل شوي وو او هغه [ کلایو ] خپلواکه و چې هر څه پرته له اجازې واخلي » . 

    بروکس آدمز د خپل همدغه کتاب په یوولسم څپرکی کې ، برتانیې ته د بنګال د خزانې د ورسېدو د حیاتي ارزښت په اړه لیکي : « د هندوستانۍ خزانې د څپې رارسېدل ، د دغه هېواد په نغدې پانګې کې د پام وړ زیاتوالی راوست . دغه کار نه یواځې د کورنۍ پانګې زېرمې ته قوت ورکړ بلکې د هغې خوځښت یې لا د تعدیل او تنظیم وړ وګرځاوه او چټکتیا یې ور وبښله . د پلاسي له جګړې نه وروسته ، د بنګال ولجه شوې خزانه ډېر ژر لندن ته راورسېده ، او داسې ښکاري چې اغېزې یې آني وې ؛ تر هغه ځایه یې چې رسمي مقامات مني ، هغه دا دي چې په « صنعتي انقلاب » کې ، هغه پېښه چې نولسمه پېړۍ یې له ټولو پخوانیو وختونو سره بېله کړې ده ، په ۱۷۶۰ کال کې پیل شوې ده . لکه څرنګه چې « باینس » یې لیکي ، هغه ماشین الات چې په لنکشایر کې د کتان د اوبدنې لپاره کارېدل څه نا څه هغومره ساده وو لکه چې په هندوستان کې وو ؛ دا په داسې حال کې چې د ۱۷۵۰م کال په شا و خوا کې د انګلیس د اوسپنې صنعت د بشپړې پرېوتنې په حال کې و ، لامل یې هم دا و چې لرګي د سونګ د موادو په توګه کارېدل نو ځکه ځنګلونه تباه شول . په هغه وخت کې د هغې اوسپنې چې  په برتانیې کې کارېدله ، څلور پر پنځمه برخه یې له سویدن څخه راتله .

     د پلاسي جګړه په ۱۷۵۷ کې وشوه . هغه چټک بدلون چې له جګړې نه وروسته رامنځ ته شو ، د چټکتیا له پلوه ښایي هیڅکله هم داسې څه نه وي رامنځ ته شوي چې له دغه بدلون سره ځان مساوي کړي . په ۱۷۶۰ کې هغه آله اختراع شوه چې یو ټوکر اوبدونکی وکولی شي لا ډېر ارت ټوکر واوبي ، او د ویلې کولو لپاره سکرو د لرګیو ځای ونیوه . هارګریوز په ۱۷۶۴ کې هغه آله اختراع کړه چې د یوه ټوکر اوبدونکي لپاره یې دا شونې کړه چې په یوه وخت کې اته یا لا ډېر د تارو رچکی ( څرخنې ) وکاروي . کرومپتون په ۱۷۷۶ کې د تار جوړولو ماشین جوړ کړ . کارت ورایت په ۱۷۸۵ کې د اوبدلو د میخانیکي ماشین امتیازي حق تر لاسه کړ ، او تر ټولو مهمه دا چې واټ په ۱۷۶۸ کې خپل د بخار انجن لا بشپړ کړ . دغو ماشین آلاتو که څه هم د هغه وخت د خوځښت د چټکتیا لپاره د مخرجونو په توګه کار ورکړ ، خو هغه سرعت چې تمه یې کېده رامنځ ته نه کړ . اختراعګانې په خپل ذات کې عاطلې دي . ډېرې یې پېړۍ پېړۍ په دې تمه بېکاره پرتې وې ، تر څو داسې کافي ځواک ذخیره شي چې دوی په کار واچوي . دغه ذخیره شوی ځواک باید تل د پیسو په بڼه واوسي ، خو هغه پیسې چې دلۍ شوې نه وي بلکې هغه پیسې چې په خوځښت کې وي

    د هندوستانۍ خزانې له سیلابه دمخه ، او هغه پراخ کرېډيټ چې د دغه سیلاب په پایله کې شونی شو ، د دغې موخې لپاره هغه پرېمانه ځواک شو ، چې دمخه هيڅکله هم نه و لیدل شوی . که چېرې واټ پنځوس کاله پخوا ژوند کړی وای ، نو هغه او د هغه اختراع به یو ځای ورک شوي وو . ښایي چې د نړۍ له پیل راهیسې ، دومره ګټې چې د هندوستان د چور او تالان څخه رېبل شوې دي بل هیڅ وخت هم لاس ته نه وي راغلې . . .  ».

  دا پورته دوې اخیستنې مونږ ته څه راښيي ؟ تر هر څه ړومبی دا راښيي چې انګلیسانو د بنګال د چور او تالان له کبله دومره شتمنۍ لندن ته یوړې چې د نړۍ تاریخ یې بېلګه نه درلوده ؛ بل دا راښيي چې دغه اوسني وروسته پاتې او بې صنعته بنګال په اتلسمه پېړۍ کې د برتانیې صنعتي انقلاب پیل کړ ، هغه یې وپایاوه او ثمر ته یې ورساوه ؛ او وروستۍ خبره دا چې د بنګال د پلاسي جګړې د بشریت په تاریخ کې نوی باب پرانیست او داسې بدلون یې راوست چې د لسګونو اولسونو برخلیکونه یې بدل کړل . په بله وینا د بشریت د تاریخ لوري بدل شو

نور بیا . . .

- څلی
بېرته شاته