(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستادبختاني پرمړېنه غمرازي

[24.Feb.2018 - 12:00]

داستاد بختاني  پر مړینه د غمرازۍ پیغام

 د پښتو ژبې نامتولیکوال، څېړونکی،، شاعر، ادیب او دباچاخان د خدایي خدمتګارو دغورځنګ لاروی،  عبدالله بختانی خدمتګار24.02.2018 نېټه د خالي [شنبې] په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د 93 کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره  سترګي پټې کړې .
انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد غبدالله  بختانی خدمتګار  د ملا آقا جان طبیب زوی   د  ۱۳۰۴ هجری شمسی  کال دچنګاښ  په لسمه د ننګرهار ولایت په سره  رود  کښې زیږیدلی  له ارواښاد بختاني څخه مونږ ته تر78ټوکه چاپ او تر28ټوکوپورې ناچاپ اثار راپاتي دي، چې دارواښاد یاد به تل تازه ساتي. 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ارواښاد بختاني مړینه پښتون ملت ته یونه جبرانیدونکی زیان بولي ، دارواښاد د کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ادبي ملګرو سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي.
روح دې ښاد وي

 

 

 

 

عبدالله بختاني خدمتگار خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړي او بيا د نورو استادانو څخه يې عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د مولوي درجې ته رسيدلى دى. تر دې وروسته يې بيا فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه د هماغه وخت د ولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي. تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې (د بکلوريا په معيار) په شخصي توگه مطالعه کړي. په فلسفه، ټولنپوهنه، سياست او سيکالوژئ کې يې پراخه مطالعه کړې.

د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي په برخه کې يې له نامتو او پېژندل شويو استادانو نه زده کړې ترلاسه کړي چې د ځينو نومونه يې داسې دي: خپل مور او پلار، د سره رود د قلعه نو حاجي ملا مدد، د چهار باغ صفا د حضرت صاحب د جامع جومات خطيب ملا محمد حفيظ، د حضرت صاحب د جومات د حافظانو د مدرسې مشر استاد حافظ ملک، د جناب نقيب صاحب طبيب د علي خيلو ملا عبدالغني، د سره رود د شمسه پور مولوي عبدالله جان، د خوگياڼو د نکړخيلو د جامع جومات خطيب مولوي مير عبدالواحد، لوگرى ملا عبدالودود معلم، د قاسم يکه ميرانو مولوي امين گل، د لغمان د تيگړو د پشه اي کلي اوسېدونکى مولوي عبدالرحيم، د لغمان مولوي فيض الله، د جناب نقيب صاحب خليفه او د هغه د زامنو استاد مولوي محمد سعيد سرروضه وال او ځينې نور. انگريزي ژبه يې تر څلورم ريډره پورې، د پغمان له ښاغلي محمد عمر قريشي معلم سره لوستې ده. په پښتو ژبه کې څوک استاد نه لري او خپله د خپل ځان ښوونکى دى. په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود استادان، استاد گل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، استاد صديق الله رښتين او استاد عبدالروف بېنوا دى.

هغه په روسي ژبه پوره بلديت لري. له ۱۹۶۳ - ۱۹۶۴ ز. کال پورې د مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه تر لاسه کړې، او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې ډيپلوم اخيستی دى. د ترجمې د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته رسولى دى.

نوموړي د خپل ژوندانه زياته برخه د هيواد په علمي، تعليمي، څيړنيزو، ادبي، ژورناليستي او ملي خدمتونو کې تيره کړې ده، په دې لړ کې ٢٣ کاله په پښتو ټولنه او ١٤ کاله د علومو اکاډمۍ کې په علمي څيړنيزو فعاليتونو بوخت پاتې شوى دى. هغه د ١٣٢٥ ل. کال د وري په ۱۰ مه د دولت د ماموريت لړۍ د ننگرهار ولايت د پوهنې مديريت د ١١ مې رتبې مامور په توگه پيل کړى، په ١٣٢٦ ل. کال د ننگرهار د مطبوعاتو په مديريت کې د ننگرهار ولايت د مرکز د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو، دغه کورسونه رسماً د پښتو ټولنې پورى مربوط وو. د ١٣٣١ ل. کال د زمري په مياشت کې د زېري جريدې مسئول مدير او د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو. د ١٣٣٤ ل. کال نه تر ١٣٣٩ ل. کال پورې په ترتيب سره د ننگرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو آمر ؤ، چې پښتو ټولنى پورې مربوط ؤ، د ننگرهار مجلې مسئول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننگرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننگرهار ورځپاڼې مسئول چلوونکى او بيا دوهم ځل د ننگرهار مجلې مسؤول مدير په توگه يې دندې تر سره کړي دي. په ١٣٣٩ ل. کال کې د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. د دغې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او په ١٣٥٤ ل. کال کې يې د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه. وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د هيواد ورځپاڼى مسئول مدير، د پښتو د پراختيا او پرمختيا د ادارې آمر ، د خلکو د فرهنگ ( فولکلور ) د ادارې آمر، د پکتيا د مجلې مسؤل مدير، د هيواد د ورځپاڼى رئيس او سر محرر په توگه وظيفې تر سره کړي دي. په ١٣٦٤ ل. کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړى شو، دوه کاله د علومو اکاډمۍ د غړيتوب سره د افغانستان د ليکوالو د ټولنې د رياست مرستيال او لومړى منشي ؤ. بيا د علومو اکاډمۍ د علمي غړي په توگه پاتې شوى دى . په ١٣٧٣ ل. کال کې متقاعد شوى. عبدالله بختانی خدمتگار د پورته يادو شويو دندو تر څنگ وخت په وخت په ښونځيو او کورسونو کې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس هم کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو د تاريخ د استاد په حيث خدمت کړى دى. په ١٣٨٢ ل. کال کې يو څه موده د افغان يووالي د اونيزې مسؤل مدير و، او په هماغه کال د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې تقاعد يې رفع او د ١٣٨٥ ل. کال د وږي مياشتې تر پيله پورې يې د دې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توگه خپلو علمي وظايفو ته دوام ورکړى او بيا تقاعد ورکړى شوى دى. د استاد وروستۍ دولتي رتبه مافوق ده. استاد په ١٣٥٥ ل. کال کې د پښتو ټولنې لخوا د څيړندوى لوړه علمي درجه تر لاسه کړې، وروسته د علومو اکاډمئ لخوا دغه علمي درجه د سر محقق په علمي درجه واوښتله او په همدې درجه ومنل شو، چې دغه درجه د پوهنتون د پوهاند يا (پروفيسر) د درجې سره معادله وه.

شوي آثار

سمول

    1    په اسلام کښې د ښځو حقوق - د مصرد (المنار) د جريدې د مدير، رشيد رضا، د (الوحى المحمدي) له کتاب څڅه ترجمه - د ١٣٢٧ هـ ش چاپ .

    2    مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) - د مصر د (الازهر) د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغانى د عربي کتاب ژباړه - د ١٣٣٢ هـ ش چاپ . دوهم ايډيشن له زياتونو سره بيا ترجمهد ١٣٤٨ هـ ش چاپ .

    3    اراده - (روحيات) - د پروفيسر غلام حسن مجددى له دري ليکنې نه ژباړل شوی او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ليکنو ژباړه - د ١٣٣٢ هـ ش چاپ .

    4    شعر او ادبد پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه ټولونه ، سريزه او اهتمام د ١٣٣٣ هـ ش چاپ .

    5    د زړۀ رازد شعرونو لومړئ مجموعه _ د ١٣٣٥ هـ ش چاپ .

    6    پښتانه د علامه اقبال په نظر کښې١٣٣٥ هـ ش .

    7    ميرزا عبدالرحيم رحيمى ( احوال و اشعار ) بزبان درى١٣٣٥ هـ ش . چاپ دوم با افزونى ها _ ١٣٨٠ هـ ش .

    8    پښتني خويونه _ ادبي ټولنپو هنيزه څيړنه _ ١٣٣٥ هـ ش .

    9    د ملنگ جان خوږې نغمېټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب _ ١٣٣٥ هـ ش . دوهم چاپ له زياتونو سره _ ١٣٤٨ هـ ش .

    10    خوږې ترخې _ د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه _ د ١٣٣٦ هـ ش چاپ .

    11    سيدو ملنگ _ موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کښې _ په ننگرهار نندارې کښې ښودنه : ١٣٣٨ هـ ش _ په کابل کښې چاپ ١٣٤١ هـ ش .

    12    علمي آزمېښتونه په ساده وسايلو - ساينسى درسي مرستيال - د موريس پارکر ليکنه - د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې نه پښتو شوی - ١٣٤١ هـ ش .

    13    راز _ د شعرونو دوهمه مجموعه _ ١٣٤٢ هـ ش .

    14    پښتو کلي څلورم ټوک _ درسي _ ١٣٤٥ هـ ش .

    15    شرنگ _ د شعرونو درېيمه مجموعه _ ١٣٤٦ هـ ش .

    16    معاصر اديبان _ تذکره _ ١٣٤٧ هـ ش .

    17    توربريښ _ د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرېټولونه ، ترتيب او سريزه _ ١٣٤٧ هـ ش . دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .

    18    پښتو لنډې کيسې _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ١٣٤٧ هـ ش .

    19    د خوشحال خان خټک ربا عيات _ دا کادميک متن جوړونه _ له ملگرو سره _ ١٣٤٩ هـ ش .

    20    د پښتو ټولنې رئيسان او غړي ( تذکره ) _ ١٣٤٦ هـ ش .

    21    ابربهارى _ د دري شعرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش .

    22    مرغلرې _ د ادبي نثرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش .

    23    د پښتوپت _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ١٣٥٢ هـ ش .

    24    ديونس خيبري ديوان _ نقل ، سمون ، سريزه ، اکادميک متن او اهتمام _ ١٣٥٦_ هـ ش .

    25    دپادري هيوز کليد افغانى _ سريزه ، تعليقات او لغتنامه _ ١٣٥٦_ هـ ش .

    26    پښتانه شعرا ء څلورم ټوکتذکره _ ١٣٥٧ هـ ش .

    27    د افغانستان سفر _ له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه _ ١٣٥٧ هـ ش .

    28    پښتو چاپي آثار _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٥٧هـ ش .

    29    د گلوکرد شعرونو پنځمه مجموعه _ ١٣٥٩ هـ ش .

    30    څورب او خوار _ له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه _ ١٣٥٩ هـ ش .

    31    د زړه آواز _ د شعرونو انتخابي مجموعه ١٣٦٣ هـ ش .

    32    شفق _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٦٣هـ ش .

    33    تذکرة الشعرا ء _ تدوين ، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش .

    34    د باچا خان ليکونه لومړى ټوک _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش .

    35    زمونږ وطن د جرگو وطن _ تاريخي _ ١٣٦٤هـ ش .

    36    د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان _ تذکره _ ١٣٦٦ هـ ش .

    37    د بابا مشالونه _ د باچا خان وجيزې _ انتخاب ، ټولونه او سريزه ١٣٦٦ هـ ش .

    38    د اخلاص هديه _ د خان عبدالغفار خان په باره کښې شعرونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٦ هـ ش .

    39    د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ _ دوکتور سعيد افغانى _ تذکره _ ١٣٦٦ هـ ش .

    40    پښتانه شعرا ء پنځم ټوک _ تذکره _ ١٣٦٧ هـ ش .

    41    سوله او سلام د اسلام په رڼا کښې _ ديني څيړنه _ ١٣٦٧هـ ش .

    42    د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٨ هـ ش .

    43    د پاکستان اسلامي ماهيت . . . _ تاريخي _ ١٣٦٨هـ ش .

    44    د ملي ادب اوژور ناليزم خادم _ د استاد قيام الدين خادم تذکره _ ١٣٦٨ هـ ش ._ دوهم چاپ _ ١٣٨٦ هـ ش ._ درېيم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .

    45    فراقنامه _ منظومه _ ١٣٧٨هـ ش .

    46    زما استاد الفت _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠هـ ش .

    47    خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠ هـ ش .

    48    گلنامه _ بولـله _ ١٣٨١هـ ش .

    49    د ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى _ تذکره _ ١٣٨١هـ ش .

    50    ترنم دل _ مجموعۀ اشعار درى _ ١٣٨١هـ ش .

    51    ويرنې _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٨١هـ ش .

    52    خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کښې _ خاطرې او څيړنى _ ١٣٨٢ هـ ش .

    53    د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسى _ ١٣٨٣هـ ش .

    54    د بياض ديوان _ نقل سمون حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) _ ١٣٨٣ هـ ش .

    55    زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې _ تذکره او خاطرې _ ١٣٨٣ هـ ش .

    56    د باچا خان ليکونه _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي ١٣٨٤هـ ش . _ د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .

    57    بشربت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى _ اجتماعى سياسى _ ١٣٨٤ هـ ش .

    58    پښتو پالنه او ژب څيړنه _ ١٣٨٤ هـ ش .

    59    حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک _ ايډيټ ، سريزه او اهتمام _ ١٣٨٤هـ ش .

    60    د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف _ ١٣٨٥ هـ ش .

    61    د هيلې د هيلئ سپين وزر _ بديعي ترجمې _ ١٣٨٦هـ ش .

    62    ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي اخوانزاده _ ١٣٨٦هـ ش . _ ستارۀ دين مولانانجم الدين اخونزاده هده _ ترجمۀ محترم فضل الرحمن فاضل _ ١٣٨٧ هـ ش .

    63    د سپين غره په لمنو کښې _ سياسي ، ټولنيزې ليکنې ١٣٨٦ _ هـ ش .

    64    شجرۀ پير پټان _ مرتب : غلام حبيب نوابى _ تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه و اهتمام_ ١٣٨٦ هـ ش .

    65    د گلکڅونو په ارمان _ د څلوريزو مجموعه _ ١٣٨٧هـ ش .

    66    پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه _ ايډيت ، سريزه او چاپڅارنه _ ١٣٨٧.

    67    بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو _ ١٣٨٧هـ ش .

    68    دوه ادبي ليکونه _ ١٣٨٧ هـ ش .

    69    د کوشانى دورې ځينې يادگارونه _ تاريخي ، لرغون پوهنه . ١٣٨٧ هـ ش .

    70    د حج سفر _ کيسې او خاطرې _ ١٣٨٧ هـ ش .

    71    فخر افغان او افغانستان _ ١٣٨٧ هـ ش .

    72    ابن سينا اديب طبيب _ ١٣٨٨ هـ ش .

    73    د نارنج بهار _ تاريخي ، ادبي ، څيړنيز او طبي _ ١٣٨٨ هـ ش .

 

چاپ لاندې

سمول    1    تازه گلونه _ د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه _ انتخاب _ ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام _

    2    افغان ، افغانستان او اقبال .

    3    رسالۀ (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک . استنساخ ، تصحيح ، تنقيح و پيشگفتار

    4    يودوه گوتې کاغذ _ د خدمتگار مکاتبې .

    5    د خدمتگار د اشعارو کليات .

 

ناچاپه آثار

سمول    1    د مرغلرو لټون _ ادب څيړنه _

    2    دستور وانجمن _ ادبي څيرې او څيړنې .

    3    د کتابو کتنه _ بيبليو گرافي .

    4    پښتانه شعرا، شپږم ټوک _ تذکره

    5    پښتانه شعرا ، اووم ټوک _ تذکره .

    6    تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان .

    7    ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغى _ نقل ، تنقيح ، مقدمه و تعليقات .

    8    در گسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى .

    9    د ملي شاعر ژوند او هنر ( د ملنگ جان په باره کښې )

    10    رنگين غوندې عذاب _ د اجمل خټک ژوند اوفن .

    11    د خدمتگار طبي ليکنې .

    12    د هېواد د بيا رغولو په هيله _ ټولنيزې سياسي ليکنې .

    13    د احمد گل شاعري .

    14    د ملک نعيم سندري .

    15    د بينا د وړو لوبې .

    16    د خاطراتو دفتر .

    17    فغانستان _ د شعرونو مجموعه .

    18    تشد د او نفرت _ څلوريزې .

    19    د زړه زخمونه _ بوللـه .

    20    د ميراث ضابطه - فقهي

    21    ويښ زلميان - (کار لاندې)

    22    د شوروي اتحاد سفر

    23    يوه هفته په اوزبکستان کښې

    24    د چکوسلواکيا او پوليند سفر

    25    د عراق سفر .

    26    د بن سفر .

    27    چکچکستان زنده باد - (خاطرې)

    28    د خدمتگار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې _ بېبليو گرافي د کار لاندې .

سرچېنه: ویکېپې‌‌‌‌‌‌ډيا

- پیغام
بېرته شاته