(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارباب مجیب هم لاړ

[24.Feb.2018 - 12:02]

دقامي غورځنګ له قافلې یوبل ګل هم ورژید
 قامپرست سیاستوال او لیکوال  ارباب مجیب الرحمن خلیل په 23.02.2018 نېټه دورپېښې ناروغۍ له کبله لدې فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې
 انا لله وانا الیه راجعون
ارواښاد ارباب مجیب دپښتنو دحقوقو دلاسته راوړنو او دپښتنو دقامي یووالي لپاره  نه ستړې کېدونکي مبارزه کړې، ستونزې او جیلونه یې ګاللي دي، چې پښتون ملت به یې  تل یاد ساتي.
 ارواښاد ارباب مجیب  ټولوملت پاله سیاستوالو سره خپل غږ یوځای کړی وه او د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند سره یې نژدې اړېکې لرلې.
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  د ارواښاد ارباب مجیب په ناڅاپي مړینه  د ژورخفګان څرګندونه کوي او دده مړینه لر او برپښتون اولس ته يو ستر تاوان بولي، کورنۍ،خپلوانو، سیاسي ملګرواو دوستانو سره ئې په دغه درون غم کې ځان شریک ګڼي .    
روح یې ښاد

- غمرازۍ پیغام
بېرته شاته