(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې د بهير څخه ملاتړ

[05.Mar.2018 - 20:40]

 

 

 

د څلورنۍ ( چهارشنبې ) په ورځ د کب ( حوت ) په نهمه د کابل د بهير دویمه غونډه جوړه شوه، چې په کې د ۲۵ هيوادونو او دريو نړيوالو سازمانونو لوړپوړو استازو ګډون کړی وو. 

ددې غونډې اصلي ټکې ( منځ ټکې ) له طاليبانو سره په سولې او د تراهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو راټول شوی وو. 

په دې غونډه کې دافغانستان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د ملي وحدت حکومت چمتو دی، چې د طاليبانو سره اوربند وکړي ، او دغه ډله د يو سياسي ګوند په توګه په  رسميت وپيژني. 

په افغانستان کې د څو لسيزو راهيسې جګړه روانه ده ، دا جګړه د پرديو لخوا په افغانانو تپل شوې ده ، هره ورځ پکې زمونږ کوچنيان يتيمان، خويندې مو کونډې ، او ميندې مو بورې کيږي ، هر شيبه زمونږ د ولس د سترګو اوښکې بهيږي ، هيواد مو ورانيږي او کلې کور مو په کنډواله بدليږي ، دغه جګړه يوازې او يوازې  د پرديو او د پرديپالو په کټه ده، او هغوۍ دي ، چې ددې جګړې د اور لمبې تازه ساتې. 

تاريخ وښوده چې د افغانستان د لانجې حل د جګړې او زور زياتې د لارې شونی نه دی ، او دحل سمه او بې بديله لار د خبرو او اترو لار ده، دا خبرې باید ريښتنې وي او په افغانی واقعتونو ولاړې وي، او هيڅوک پکې ځان بایلونکې ونه ګورې ، او ګټونکی یې  افغانستان، او افغان درديدلی او کړيدلی ولس وي.

په کولن میشينيش ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنه  د هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د سرتاسري سولې او امنيت د ټنګښت، دوروروژنې جګړې د پاې، او د ملي يوالې د رامنځ ته کيدو سبب کيږي ، ملاتړ او هرکلی کوي ، او د هيواد او هیوادوالو په ګټه یې بولي

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي 

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

 

- غلام حسين سرور
بېرته شاته