زمونږ په ښکلي هيواد کې د ځنګلونو پراخوالی چې هسک غرونه مو په دغه هسکو ونو ډير ښکلي او زړه راښکونکي ښکاري، چې دا د الله ج له لوري غوره ډالۍ ده ،  که ونې او بوټې  نه وي نو چاپیريال بدرنګه او ويجاړ ښکاري، شنه ځنګلونه او فصلونه د چاپیريال په پاک ساتلو او ښکلا کې خورا ارزښت لري، پاکه او تازه هوا برابروي او همدارنګه دسيلابونو مخه نيسي،  او هوا د ککړتيا څخه ژغوري.

د تودوخې درجې ته بدلون ورکوي ، د ګرمۍ په موسم کې  د ډيرې تودوخې مخنيوی کوي، او د ژمې په موسم کې د ډيرې یخنۍ مخنيوی کوي.

په جرمني کې د کولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنه په ټولو هيوادوالو غږ کوي چې طبعي ځنګلونه وژغورئ،  د وهلو مخه ې ونيسئ ، اوهغه چا ته  اجازه مه ورکوئ ، چې زمونږ د هيواد طبعي  ښکلا چې هغه ځنګلونه دي ،  د منځه يوسې .

او همدارنګه په هيواد کې د پسرلي موسم په پيل کيدو دی ، نو د هرې کورنۍ هر يو غړی بايد چې په خپلو کورنو،  او خپلو کورنو ته څيرمه د چاپيريال د ښکلا په موښه نيالګي کينوي، او ددې تر څنګ ستره دنده داده چې د هغې ساتنه او پالنه وشي

د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله