(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوارج

[06.Nov.2020 - 15:05]

خوارج

دخوارجو تر ټولو لوېه ډله "ارزاقه" وه، چې دخپل ځان پرته یې نورو ټولو مسلمانو ته مشرک ویل. هغوۍ د نورو ټولو مسلمانانو پر خلاف جهاد کول فرض ګنل، دهغوۍ ښځې او کوچنېان وژل او د هغوۍ مالونه لوټول یې مباح ګڼل. هغوۍ د خپلو مخالفېنو سره خېانت کول هم حلال ګڼل، د هغوۍ د تشدد حال دا وو، چې غیر مسلمانانو ته یې د مسلمانانو په نسبت زېات امان ورکاوه.

 

خوارجو د حضرت ابوبکر او حضرت عمر خلافت درست ګاڼه، خو دهغوۍ له انده حضرت عثمان خپل خلافت په اخري ورځو کښې د حق او عدالت څخه منحرف شوی و او دعزل ېا وژلو وړ وو. حضرت علي هم، چې کله غیرالله حاکم وټاکه، نود کبېره ګناه مرتکب شو. همدا راز دواړه حاکمان (حضرت عمروبنالعاص او حضرت ابوموسی اشعری رصی الله عنهم) او دهغوۍ حاکمان جوړړنکي (حضرت علي او حضرت معاویه  رضی الله عنهما او د دوۍ ملګري) ، دجمل جنګ کښې ګډنونکي ټول وګړي د حضرت طلحه، حضرت زبیر او حضرت عاېشه رضی الله عنها په شمول د سترې ګناه مرتکب شويدي.

د خوارجو په وړاندې ګناه د کفر سره په ېوه مانا وه او د کبېره ګناه هر مرتکب وګړی ( که چېرې توبه او رجوع ونه کړي) هغه ته یې کافر وایه، نو.پدې بنسټ، پورته، چې د کومو کسانو یادونه شویده ،دوۍ هغه ټول په اعلانیه توګه تکفیر کړل، بلکه پر عغوۍ یې لعنت وایه او هغوۍ ته په سپکو سپورو  ویلو یې پروا نه وه. سر بیره پر دې عامو مسلمانانو ته یې هم کافر وایه، ځکه چې لومړی ، خو هغوۍ د ګناهونو خالي نه دي او پورته ېادکړل شوي اصحابو ته نه ېوازې مومنانبلکه پېشواېان یې ګڼي.

(خلافت او ملوکیت۲۳۶مخ)

- څوک
بېرته شاته