(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

الکټرول کالج

[06.Nov.2020 - 15:14]

د امریکا ولسمشريزې ټاکنې، الیکټرال کالج رایې او د ټرمپ د ممکنه بريا په تړاو زما ژورنالیستیک تحلیل / لیک : زېرک فهېم

په امریکا کې خلک په مستقیما توګه ولسمشر نه انتخابوي، ځکه هلته د رائ سرنوشت د الیکټرال کالجونو د رايو پر اساس دی، يانې که يو کاندید د خلکو ډېرې رايې هم واخلي؛ خو چې د الیکټرال رایو شمېره يې ټيټه وي بیا هم بريالی نه دی.

په دې مانا چې د امریکا هر ایالت الیکټرال کالج لري؛ جمع د واشګټن ډي سي څو رايې، نو که يو کانديد په يوه ایالت ډېرې رایې اخلي؛ د الیکټرال کالج رايې به يې هم د هغې پر اساس وي؛ خو که په ځينو نورو ایالتونو کې ماتې خوري؛ نو سره له دې چې د عام ولس رايه به يې ګټلي وي خو اليکټرول کالج  اکثريت به ورسره نه وي او ناکام به وي.

الیکټرال کالج ؟

په کال ۱۷۸۷ کې کله چې د امریکا اساسي قانون ليکل کېده؛ نو د امریکا بنسټ اېښوونکو د ولسمشريزو ټاکنو د څرنګوالي په تړاو دوه اندېښنې درلودې:

دا چې ولسمشر به بېخې ډېر قدرت ترلاسه کړي.

امکان دې ولري چې خلک مناسب کاندید انتخاب نه کړي

په همدې اساس پريکړه وشوه چې د امریکا هر ایالت به د الیکټرال پلاوی ولري چې د خلکو تر رایو وروسته  د رایو پر اساس د خپلې خوښې کاندید ته رايه ورکوي او بریالی کوي به يې. یانې هر ایالت د نفوس پر اساس الیکټرال کالج لري او دا پلاوی د خلکو د رايو پر بنسټ کاندید ته خپله رایه کاروي.

د ټرمپ د ممکنه بريا په تړاو زما ژورنالیستیک تحلیل:

د امریکا په ټاکنو کې د خلکو رایو پر اساس  تراوسه جوبايډن مخکښ ښودل شوی، خو لا د الیکټرال کالج د وروستيو رايو مجموعه نه د اعلان شوې. که ستاسو ياد وي د ۲۰۱۶ ټاکنو کې سره له دې چې د هیلاری کلینټن رای تر ټرمپ ۲ میلیونه ډېرې وې؛ خو دا چې ټرمپ د الیکټرال  کالجونو اکثریت خپل کړ او بریالی اعلان شو.

نو اوس هم ځینې علتونه شته چې ټرمپ دا ټاکنې د بیا ځل لپاره وګټي(؟)

1. د امریکا په تاریخ کې تراوسه داسې نه دي پېښ شوي چې یو ولسمشر دې يوازې يو ځل په واک کې پاتې شي، هر رییس جمهور ته دوه ځلې د بريا چانس ورکول کېږي څو پيل کړي کارونه يې نیمګړي پاتې نه شي.

2.  د ټرمپ له اسراييلو سره ښې اړیکې پاللي او توانېدلی چې په خپلې مستقیمې مداخلې، څو عرب هېوادونو له اسراييلو جوړ کړي؛ نو که ټرمپ بیا بريالی کېږي امکان شته چې د نورو عرب هېودونو سره اسراييلو روغ جوړه وکړي، ځکه خو به امریکا کې مېشت اسراييلي وګړي کوښښ وکړي چې ټرمپ بريالی شي.

3.  په امريکا کې 2.23 million هندیان اوسېږي، دوه مياشتې مخکې د هندي لومړي وزير مودي په امریکا د يوې غونډې پر مهال په دغه هېواد کې مېشتو هندیانو ته سپارښتنه وکړه چې خپله رايه ټرمپ ته ورکړي.

4. د امریکا ټول نظاميان او کورنۍ يې له دې لامله چې ټرمپ ويلي  له افغانستانه خپل پوځيان کموي؛ نو په همدې اساس ټرمپ ته هيله مند دي او دوی به خپله رایه حتما ټرمپ ته ورکوي.

5. د باډين ډېر پوه سړی دی، د امریکا ستراتيژيک تصمیم نیوونکوته به مشکله وي چي بايډن سره کار وکړي، خو ټرمپ په سیاست کې یو څه نوی دی، امکان دې ولري کار ورسره اسانه وي.

6. د کرونا له امله د امریکا اقتصاد سخته ضربه ليدلي او GDP يې سخته راټيه شوې، چون ټرمپ خپله يو لوی سوداګر دی او هم د ټولې نړۍ د سوداګرو ملاتړ لري؛ نو تصمیم نیوونکي امریکایان به د ټرمپ د بريا هڅه کوي څو لوېدلی اقتصاد په پښو ودروي.

او ممکنه دا تحلیل ناسم وي؛ ځکه بايد په تمه پاتې شوو چې رسمي پايلې څوک بریالی اعلانوي.

Zirak Faheem

- زېرک فهم
بېرته شاته